(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDP د خواشنۍ پیغام

[06.Sep.2006 - 10:46] په ډیری خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد پیاوړی شخصیت ډاکتر حاجی محمد سلطانزی « ځدران » په 2006.09.04 نیټه په جرمنی کې د زړه د دریدو له امله په پردیسۍ کې لدی فانی دنیا څخه سترګی پټی او ابدی دنیا ته ئې سفر وکړ. انالله واناالیه راجعون خدای بخښلی ډاکتر سلطانزی پښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه درلوده، پښتون ملت ته ئې د خپلی کورنۍ د نورو غړو په شان نه ستړی کیدونکی پوهنیز خدمتونه کړیدی، په جرمنی کې ئې د پښتون ملت دابادۍ او سوکالۍ لپاره د پښتنۍ خورښت سره تل خپل اواز یو ځای کړی وو، چې لدی امله ئې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP ) د غړیتوب ویاړ لرلو. د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند د ده ناڅاپی مړینه پښتون ملت ته ضایعه بولی او د زړه له تله خفګان څرګندوی او د اروښاد د کورنۍ د غړو سره پدغه غم کې ځان شریک ګڼی. روح دی ښاد وی په درنښت علی خان محسود د پښتنو ټولنیز اولسولیزګوند لومړی مرستیال -
بېرته شاته