(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکټر حاجي محمد سلطانزی ځدراڼ وفات شو

[05.Sep.2006 - 21:10] په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نن ماسپښين دسيپټمبر پر څلورمه د هیواد پیاوړی شخصیت ډاکټر حاجي محمد د سلطانزی ځدراڼ په جرمني کې د زړه د ناروغۍ له امله په يوناڅاپي توګه له نړۍ څخه سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون ډاکټر حاجي محمد سلطانزی په 1946 کال کې د پکتيا په ځدرانو کې زېږېدلی ، په کابل کې يې د بي بي مهرو په ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې کړې دي او پاتې نهه کاله يې په کابل کې د رحمان بابا لېسه لوستی ده . په 1965 کال کې له نوموړې لېسې څخه فارغ شوی او يو کال يې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی لوستی دی . په 1967 کال کې د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځي کې شامل شو او په 1973 کال کې يې د طب پوهنځی پای ته ورساوه . د څه مودې لپاره يې په غزني او کټواز کې د ډاکټر په توګه دنده تر سره کړه او يبا جرمني ته راغی . ارواښاد ډاکټر سلطانزی يو نوميالی انستيزيست ډاکټر و او د جرمني په معتبرو روغتونونو کې يې د ډاکټر په توګه دنده تر سره کوله . خدای بخښلی ډاکټر حاجي محمد سلطانزی د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند غړیتوب درلود او د پښتون ملت سوکالی او ابادی ئې د ژوند ارزو وه. -
بېرته شاته