(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: د پښتنوپه خاوره د وینو سیلابونه

[30.Sep.2013 - 13:45]

پېښور/شبقدر - د پښتونخوا په مرکز پېښور کې په شویو چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی، د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ویاند سید جمیل شاه له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت ویلي چې روغتون ته ۳۸ مړي ور وړل شوي دي او ۹۱ کسان ژوبل دي.

دی وايي، په ژوبلو کې د اتو روغتیايي وضع خرابه ده.
هلته د پېښور کمېشنر صاحبزاده انیس مشال راډیو ته وویل چې اوس د وژل شویو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی ځکه چې څلورو کسانو په روغتون کې ساه ورکړه.
د لېډي ریډنګ روغتون ویاند جمیل شاه وايي، په دې پېښه کې یو سوزوکي موټر هم ویجاړ شو چې په کې د واده وینا کولو له پاره ورغلې یوه کورنۍ وه.
دی زیاتوي، په وژل شویو کې شپږ ښځې او ۳۱ سړي دي.
د پاکستان تحریک انصاف له خوا د قامي اسمبلۍ غړې عایشه ګلالۍ له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت وویل، یوازې او یوازې خبرې اترې د سختدریځۍ او نا امنۍ د مسلې حل دی.
نوموړې وویل، یو شمېر ډلې سرګرمې شوې دي چې امن ته تاوان ورساوه.
لېډي ریډنګ روغتون ته ورغلیو کسانو وویل، دوی امن غواړي. یوې ښځې په بیا بیا د امن غږ کاوه او ویل یې چې که حکومت امنیت نه شي ټینګولای نو استعفا دې ورکړي.
دې زیاته کړه چې په پښتونخوا کې ډېرې غیرتي ښځې شته دي چې مسلې حل کولای شي.
د قصه خوانۍ په دې پېښه کې ۱۵ داسې کسان وژل شوي دي چې د یوه کلي دي.
دا کسان د مټې مغل خېلو شبقدر اوسېدونکي دي.
په دوی کې ۱۳ د یوې کورنۍ غړي دي.
د دې کورنۍ غړي سرتاج په ژړغوني غږ مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د ده خویندې، مور، ښځه، ترور زوی، ورور او دوه زامن وژل شوي دي.
سرتاج  ژړل او و یې ویل: ((یو مې د ترور زوی دی، یو مې ورور دی. حماد مې زوی دی او جنید مې زوی دی، دا ټول مړه دي.))
دی وايي، د ده د ورور واده وو او د کورنۍ غړي پېښور ته ورغلي ول چې خپل خپلوان واده ته وروغواړي.
سرتاج وژړل او زیاته یې کړه چې د حماد عمر نهه کاله وو.
د کورنۍ یوه بل غړي وویل دی نه پوهېږي چې څومره کسان وژل شوي دي.
د مټې مغل خېلو کلي یو قبر کنونکی چې بهادر نومېږي وویل، لومړی ورته وویل شول ۱۲ کسان وژل شوي دي. بیا ورته وویل شول چې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
ده وویل، د قبرونو په کنلو (کیندلو) ستړی شوی دی.
دی زیاتوي، نه پوهېږي چې نور به څومره مړي کلي ته ور وړل شي.
تر اوسه د قصه خوانۍ د پېښې پړه چا نه ده منلې.د یادونې وړ ده چې په تېره شا و خوا یوه اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې په پېښور کې چاودنې کېږي چې په کې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل دي.

دپښتونخوا په شوکدر کې د کوچي بابا مټه مغل خېلو کلي  په هدیره کې ۲۱ قبرونه کېندل شوي ول، چې پرون ناوخته یې په کې د پېښور کیسه خوانۍ په چاودنه کې وژل شوي د یوې کورنۍ اتلس تنه خاور ته وسپارل.
د لېډي ریډنګ روغتون ویاند جمیل شاه وايي، په دې پېښه کې په یوه سوزوکۍ کې سپاره د یوې کورنۍ اتلس تنه هم وژل شوي چې پېښور ته د واده لپاره ورغلي ول.
دی زیاتوي، په وژل شویو کې شپږ ښځې او ۳۱ سړي دي.
د پېښور په کیسه خوانۍ کی د چاودنې پر دویمه ورځ،  کیسه خواني،  خیبر بازار، یاد ګار چوک او اندرشېر  په ګډون د  ښار ګڼ نور بازارونه  په احتجاج  تړل شوي دي.  په کیسه خوانۍ کی تاجرانو یو احتجاجی لاریون هم راواېستلو  او له حکومته یې د سرساتنې او تحفظ غوښتنه وکړه.
په پېښور کې د دوشنبې پر ورځ له  چاودنې  د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته رسېدلی دی.  او دا مهال په روغتون کې نژدې ۵۲ ټبیان تر درملنې لاندې دي. د لېډي ریډینګ روغتون چاوراکي وايي، چې ۵۰ تنه یې له درملنې وروسته فارغه کړي دي.
د پېښور  پولیسو مشر وايي، د پېښې پلټنې یې شورو کړی او ځېنې مشکوک کسان ېې هم نیولي دي.

- مشال
بېرته شاته