(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کتابونو نندارتون پای ته ورسېد

[30.Sep.2013 - 13:30]

 د پېښور پوهنتون پښتو اکاډمۍ له اړخه د کتابونو د ميلې په نامه دوه ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.

مشال راډیو: دغه نندارتون د پېښور پوهنتون په کلتوري موزيم کې جوړ شوی وو چې د اکاډمۍ او دانش خپرندويه ټولنې کتابونه په کې په نيمه بيه نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شوي ول.
دغه نندارتون د پېښور پوهنتون پښتو اکا‌ډمۍ له اړخه د سپټمبر په ۲۶ مه نيټه پيل شوی و او په ۲۷ مه نيټه پای ته ورسېد.
په دغه نندارتون کې د پښتو اکاډمۍپر کتابونو سربيره دانش خپرندويه ټولنې هم خپل خپاره کړي کتابونه نندارې ته وړاندې کړي ول.
د پښتو اکاډمۍ مشرې ډاکترې سلما شاهين د نندارتون د پرانستې پر مهال وويل چې له نندارتون نه يې مطلب دا دی چې د ځوان نسل پام کتاب لوستلو ته ور واړوي.
((يو خو دا ده چې پاکستان کې ګراني ډيره زياته ده نو موږ په فيفټي پرنسټ ( نيم قيمت) کتاب ورکوو. بل دا چې بيسټ ( بنيادي څيز) خو کتاب دی، زموږ نوی جنريشن ( ځوانان) د نيټ له وجې له کتابه ليرې شوي دي، په دې طريقه چې که دوی کتاب واخلي او له کتاب سره نيږدې شي. دريم دا چې موږ دا کتابونه د دې له پاره چاپ کوو چې دا خرڅ شي او پيسې په وګټو.))
ليکوال او شنونکی شوکت شرر وايي چې د همدغه شان نندارتونو له برکته پښتانه ځوانان د خپل کلتور او ادب سره اشنايي پيدا کوي.
(( دا ډيره ښه خبره ده چې دا ځوانان، جينکۍ او هلکان د خپل کلتور،ثقافت او تاريخ نه خبر شي. او په دې باندې پوهه شي چې په دې منطقه کې چې کوم حالات دي، په هغې کې د دې تاريخ، د دې ادب، د دې ثقافت او د دې شاعرۍ نه خبر شي.))
پېښور کې د افغان قونصلګرۍ کلتوری اتشې پروين ملال د کتابونو دغه شان ګډ نندارتون د کلتوري يو والي ښکاره مثال وګاڼه.
((زموږ په منځو کې دغه راز ګډون چې افغانان هم راغلي او په دغه نندارتون کې يې خپلې غرفې لګولي. د دواړو هيوادونو په ځوان نسل باندې دا يو مثبت تاثير اچوي. او دا محلصين چې پېښور پوهنتون کې زده کړې کوي، د افغانانو محصلينو او خيبر پښتونخوا محصلينو تر منځ د صميميت ي،ه فضا جوړيږي، هسې هم موږ وايو چې کلتور مو مشترک دی او بيا چې په عملي ډول يې دلته کتابونه ويني، له دې نه دې نتيجې ته رسيږي چې موږ څومره يو والی سره لرو.))
يوه زده کوونکی خوشحاله و چې د خپل مسلک سره برابر کتابونه يې په نيمه بيه اخيستي وو.
((نوم مې عمران اشنا دی او پښتو څانګې کې مې ماستړۍ ته امتحان ورکړی دی. ما دلته داسې کتابونه هم وليدل چې د ادبياتو په تاريخ کې مې لوستلی وو. او يا چې کوم نور کتابونه او يا د کورس کوم کتابونه وو، په هغې کې موږ ضرف نامې اوريدلی وې او دلته په لايبريرۍ( کتابتون) کې نه تر لاسه کيدل، يا به تر لاسه کيدل ‎، نو هغه ډير ګران وو. نو دلته مو په نيمه بيه تر لاسه کړل.))
د دانش خپرندويه تولنې يو تن مسوول خوشحاله و چې په نندارتون کې يې زيات کتابونه خرڅ شوي ول.
((له پښتو ډيپارټمنټ ( څانګې) نه او داسې نور چې د پښتو سره مينه لري، د ليرې ليرې ځايونو څخه راغلي خلک راغلي ول، موږ نه يې کتابونه واخيستل په نيمه بيه باندې، موږ هم ډير خوشحاله شوو، داسې نندارتونونه چې بل ځای هم جوړيږي، موږ به راځو او خپل کتابونه به په نيمه بيه خرڅوو.))
پښتو اکاډمۍ چې له نن څخه کابو ۶۰ کاله د مخه د پښتو ادب د پراختيا او د پښتنو د کلتور او تهذيب د ژوندي ساتلو په خاطر يې نه ستړي کيدونکي ګامونه پروته کړي او له يې هڅې دوام لري، د نورو علمي او څيړنيزو کارونو تر څنګ وخت نا وخت د کتابونو نندارتونونه هم جوړوي.

- بازمحمدعابد
بېرته شاته