(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انسان مجلې خبرتیا

[30.Sep.2013 - 13:10]

درنو دوستانو سلامونه:

د انسان مجلې د لومړۍ ګڼې د چاپ له کبله تاسو ټولو درنو دوستانو ته مبارکي وایو!

د انسان د مجلې د چاپ او پیل په ویاړ هوډ لرو چې د یوې پرانیستې غونډې په ترڅ کې د ویناوو تر څنګ د انسان په هکله د جدي او سیستماتیکو بحثونو لړۍ پیل کړو.

په دې اساس تاسو درنو دوستانو ته په درنښت بلنه درکوو چې په دې پرانیست غونډه کې راسره برخه واخلئ!

ورځ: سه شنبه د تلې د میاشتې نهمه نېټه

وخت: د ماسپښین درې نیمې بجې

ځای: د کاروان د لوړو زده کړو موسسې تالار

پته: د کابل پوهنتون وروستۍ تم ځای، د کاروان د لوړو زده کړو موسسه

یاداښت: د یاد بریښنالیک په مرسته درته د انسان مجلې سافټ کاپي هم استوو!!!

یادونه: که درته له یو زیات بریښنالیک واستول شو، په هکله یې بښنه غواړو ځکه مونږ د ایمیلونو د فیلټر کولو کومه خاصه لاره نه درلوده.

Fahim Karim

- فهیم کریم
بېرته شاته