(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله کلیزه ونمانځله

[20.Sep.2013 - 13:32]

 راپور ایمل مړوند

د جلال اباد ښار سختې ګرمۍ ورورو خپل څادر راټولولو، د ( ۱۳۹۲ ) کال د وږي میاشتې ( ۲۱ ) مه وه، چې د ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۶۰ مه اونیزه کوله.

دا ناسته بهیروالو خپلې یوکلنې کلیزې لمانځلو ته ځانګړې کړې وه. غونډه د جعمې په مبارکه ورځ سهار نهه بجې خاورې مینت بار د قران عظیم اشان د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله. د دریځ چارې احمد جمال ثاقب مخکې وړلې، مشري يې د انجینر ستانه میر زهیر شینواري په غاړه وه او میلمانه يې د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریس اورنګ صیم او ډاکټر اسدالله ښالیز وو.

په سر کې ضیاالدین همت مل راغلو ملیمونو او بهیروالو ته هرکلی، ښه راغلاست ووایه او په تېر یو کال کې يې د ختیځ ادبي بهیر په کارونو لنډې خبرې وکړې.

نوموړي همدارنګه د یو شمېر بهیروالو نه مننه وکړه، چې د بهیر په چارو کې يې وخت ناوخت منډې تړلې کړي او دا بهیر يې د دې جوګ کړ، چې خپله یو کلنه کلیزه ولمانځي.

ایمل مړوند (( ختیځ ادبي بهیر په تېر یوه کال کې )) تر سرلیک لاندې خپل ګزارش ولوستلو چې د ختیځ ادبي بهیر یو کلن کړي مزل او کارونو ته په کې ځای ځای تم شوی و.

ورپسې محمود خزان خپله لنډه لیکنه چې د ختیځ ادبي بهیر د فعالیتونو په اړه يې کړې وه ولوستله. صیام الدین پسرلي هم د ختیځ ادبي بهیر د تېر یو کال د کړیو کارونو او په کې د خپل رول په اړه لنډه لیکنه ګډونوالو ته واوروله.

بازمحمد عابد د ټولنیزو ناستو د ګټو او ارزښت په اړه خبرې وکړې او دا ډول ناستې يې د اړیکو او د استعدانو د غوړولو لپاره بهترین مرکزونه یاد کړل.

نوموړي وویل، ختیځ ادبي بهیر ډېر نوي ځوانان شاعران کړل او د هغوی د استعدادونو په روزلو کې يې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي د بهیر کارونه لکه لمر ښکاره یاد کړل، او د دوستانو ترمنځ د اړیکو جوړولو او راشه درشي په برخه کې يې هم بهیر د پام وړ ځای وبللو.

استاد ابراهیم همکار بیا ختیځ ادبي بهیر د یو لابلاتوار په نوم یاد کړل. هغه وویل: (( ختیځ ادبي بهیر د یو لابلاتوار په شان دی، شاعران او شعرونه په کې چاڼ کیږي او همدا چاڼ د استعدادونو د روزلو یوه ښه لاره ده.))

همکار زیاته کړه، په دغه ډول غوڼدو کې اکثره کشران برخه اخلي او داسې ډېر کسان چې نن په ډېرو مهمو ځایونو کې کار کوي سرچینه يې د همدې بهیرونو نه اخیستې  او همدا ډول غونډو روزلي دي.

نوموړي د افغان ادبي بهیر د ملګرو ځينې خاطرې او د یو شمېر ملګرو نومونه واخیستل چې د بهیر په ناستو کې د ګډون له امله يې ډېر زیات پرمختګونه کړي دي.

ښاغلي همکار خپل ځان هم د بېلګې په توګه یاد کړ او په خپل پرمختګ کې يې د افغان ادبي بهیر په غونډو کې د ګډون څرګند اغیز یاد کړ.

نوموړي د ختیځ ادبي بهیر اونیزې ناستې هومره اغیزناکي یادې کړې لکه د ادبیاتو د یو پوهنځي.

شاعر او لیکوال امرالله امید د ختیځ ادبي بهیر په کال پوره کیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه : (( ختیځ ادبي بهیر په یو سيڅلې هدف رامنځ ته شوی و، احداف يې پاک وو او همدا لامل دی، چې نن تر دې ځای پورې راورسیدلو.))

استاد عبدالقیوم میشواڼي هم د بهیر په غونډو کې د ځوانانو د ګډون پر ګټو او لاسته راوړنو وګړیدو. هغه وویل چې ختیځ ادبي بهیر تراوسه پورې ډېری ځوانان وروزل او دا چاره لا روانه ده.

استاد میشواڼي زیاته کړه دې ډول بهیرونو داسې کسان روزلي دي چې منظمې زده کړې يې نه دي کړي، خو نن په ټولنه کې ډېر با اغېزه خلک دي.

عزت الله ځواب، بیا د بهیروالو نه مننه وکړه، چې پرته له کوم ځانګړي امتیاز څخه د بهیر د لا پرمختګ او غوړیدا لپاره منډې تړلې وهي او دادی تر یوه کاله پورې يې په بریالیتوب سره راورسولو.

ډاکټر ښالیز هم د ختیخ ادبي بهیر ملګرو هڅې د پام وړ او وستایلې نوموړي غوښتنه وکړه، چې په دې باندې بسنه مه کوئ او نور هم مخکې لاړ شئ.

قدیر ملنګ د یواځوان بهیروال په توګه د بهیر دریځ ته ودرید او د بهیر په  ناستو کې تر ګډون ورسته يې په خپل ځان کې د بدلونونو په اړه برخوالو ته خبرې وکړې.

بشري یو مست ترنم وکړ چې ګډونوال يې راويښ کړل او په تودو چکچو بدرګ شو.

ورپسې د ننګرهار د ولايت ویاند احمد ضیا عبدلزي خبرې وکړي، هغه د ختیځ ابي بهیر یو کلنې کړنې وستایلې او په ننګرهار کې يې د دې بهیر جوړیدل یو لوی کار یاد کړ.

هجرت الله ناصري د لغمان ولایت د ادبي بهیر په نمایندګۍ خبرې وکړې او د بهیر د کلیزې مبارکې يې وویله.

د کونړ نه راغلي شاعر او لیکوال شفیق الله شادب هم د ختیځ ادبي بهیر کارونه د ستاینې وړ یاد کړ او د ملګرو نه يې هیله وکړه، چې خپلې چارې نورې هم وغځوي او په ختیځ میشتو سیمو کې د نورو بهیرو او ادبي حرکتونو سره ګډې ناستې جوړې کړي.

د کلتور ریس اورنګ صیب د غونډې په ورستیو شیبو کې خبرو کولو ته پورته شو. نوموړي وویل: (( د ختیځ ادبي بهیر بنسټ د داسې محلصو ځوانانو لخوا ایښودل شوی دی، چې په خپلو کې ډېره مینه او حلوص سره لري.))

هغه د دې بهیر د چټک پرمختګ یو لوی لامل د بهیروالو ترمنځ د بې کچې مینې او حلوص درولودل یاد کړل. زیاته يې کړه همدا لامل دی، چې بهیر تر دې ځایه رسیدلی دی، چې نن يې د یو کلنې کلیزې په جوړویدو سره ټول شوي یو.

ریس صمیم زیاته کړه بهیروال باید خپل کارونه نور هم ګړندي، پراخه کړي او خپلې کړنې او هڅې تر ولسوالیو پورې وغځوي او د لرو پرتو سیمو ځوانانو سره ګډې ناستې وکړي.

نوموړي وویل چې ختیځ ادبي بهیر د مینې، ادب او کلتور یادولو یو لوی مرکز دی او د فرهنګ ریاست پر دغسې یو مرکز او ځونانو ویاړ کوي او په کلتوري مسایلو کې ترېنه د مرستې تمه لري.

ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۶۱ مه غونډه وکړه

د ( ۱۳۹۲ ) د وږي میاشتې په ( ۲۸ ) مه ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ( ۶۱ ) مه اونیزه ناسته د معمول سره سم د میدیوتیک په انګړ کې د جمعې په مبارکه ورځ وکړه.

ناسته سهار نهه بجې محمود خزان د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله. دا اونۍ د دریځ چاري جمال ثاقب مخکې وړلې او ګزارش يې ایمل مړوند لیکه.

په سر کې بهیروالو د د ځوان شاعر نوراغا نوراني د نیکه د مړینې له امله د هغه ارواح ته د دوعا لاسونه لپه کړل او د نوموړي کورني ته يې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو، ملګرو  ګزارش خوښ کړ. باز عابد د مړوند د ګزارش لیکلو هنر د ستاینې وړ وباله او د ختیځ ادبي بهیر په لا پرمختګ کې يې د ګزارشونو ونډه مهمه یاده کړه.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې مړوند دې یو ځل بیا د بهیر د ګزارشونو لیکل پیل کړي. هغه د بیلګې په توګه د تېرې ناستې ګزارش یاد کړ، چې د زیات شمېر کسانو خبرې په کې په ډېر مسلکي ډول راخیستل شوې وي.

د عابد خبره که چېرته مړوند ګزارش لیکنه  د بیا ځل لپاره پیل کړي، نو راتلونکې کې به يې نورو ته د بهیر د کړنو ښه ښودنه کړي وي او تر څنګ به د بهیر ګزارشونه هم منظم ساتل شوي وي.

خو ضیاالدین همت مل بیا ورسره ونه منله او ویل چې مړوند په ګزارش لیکنه کې پوره تجربه لري او د بهیر د لایحې له مخې په دې برخه کې باید نوي ځوانان ورزول شي او د ګزارش لیکلو هنر یاد کړي.

بهیروالو د همت مل د خبرې ملاتړله او د ټولو په خوښه د عرفان الله بیدار سره په خوا کې جمال ثاقب هم د ګزارشګر په توګه وټاکل شو او ترې غوښتنه وشوله چې ګزارشونه  به په خپل وخت لیکي او پرته د کوم معقول عذر څخه باید په هره ناسته کې ګډون وکړي.

پر ګزارش تر خبرو وروسته یوه ازاده مشاعره وشوه، چې لسګونو تنو شاعرانو په کې خپل شعرونه وویل.

د راتلونکې ناستې لپاره وټاکل شوه، چې استاد پوهندوی محمد ابراهیم همکار به په پښتو شعر کې د قافیې په اړه ادبي درس بهیروالو ته ورکړي.

یادې ناستې تر غرمې ناوخته پورې دوام درلودلو.

 

- ایمل مړوند
بېرته شاته