(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوهم څارنې مېرمن نګارې ساه ورکړه

[16.Sep.2013 - 17:24]

چارواکي  وایې، د هلمند  دپولیسو مشره چې پرون پر دوشبنه  په لښکرګاه کې د وسله والو لخوا په ډزو ټپي شوې وه، بېګاه  شپه یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایې، چې پر دوهم څارن مېرمن نګارې یې د برید په تور لا دم ګړۍ څوک نه دي نیولي خو د دوی څیړني دوام لري.
اخوا د بلخ سیمه ییز چارواکي وایې، چې په مزار شریف کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي.
د بلخ د امنیه قوندانۍ ویاند شیر جان دراني نن په مزار شریف کې خبریالانو ته وویل، چې د دې ښځو هویت تر اوسه ندی معلوم او په وینا یې هغوی زندۍ شوي دي.
په یو بل خبر کې  د کورنیو چارو وزارت مسئولین وایې په بغلان کې د قاري نعیم په نامه د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قومندان نیول شوی دی.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن مشال راډیو ته وویل، چې نیول شوي کس د بغلان د انارخیلو په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوې سل کسیزې ډلې مشري کوله.
امنيتي چارواکي وايي، په غزني کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې پکې ديارلسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو طالبان بيا خپلې غاړې ته ور اوښتې مرګ ژوبله نه مني.
نښته پرون ناوخته د مقر ولسوالۍ په دريو کليو کې د طالبانو او پوليسو تر منځ شوې ده، چې د چارواکيو په خبره، پکې اووه تنه طالب وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. خو طالبان یې ادعا بې اساسه بولي.
د مقر امنيه قومندان انجينر لطف الله کامران د مشال له خبریال سید شاه سقیم سره په خبرو کې وویل: ولسوالۍ ته يې د اب بند، مقر او ګيلان له ولسواليو طالبان ورټول شوي وو او پر سيمه ييزو پوليسو يې بريد کړی وو، چې وروسته نور سرتېري هم د پوليسو مرستې ته ورغلل.
دی وايي، په وژلو شويو کسانو کې د فقير محمد شاه په نامه د طالبانو يو سيمه‌ييز قومندان هم شامل دی.
نښته د خليفه چمبر، ستار خېلو او صاحب خېلو په کليو کې وشوه، چې پکې اووه تنه طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول. په وژل شويو طالبانو کې د ملا فقير محمد شاه په نامه يو قومندان هم شامل دی. طالبان خپلې غاړې ته ور اوښتې مرګ ژوبله نه مني.

امنيتي چارواکي وايي، په غزني کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې پکې ديارلسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 بلخوا  په  سمنگان ولایت کې د کولې د کان د کښېناستو له امله ٢٧ کارکونکې مړه شوي او ٢٠ نور زخمیان شوي دي.
پیښه د خالي په ورځ د سمنگان روئې دو اب اولسوالۍ کې رامنځته شوي ده.
ځائي چارواکو ویلي څلور کارکونکې ژوندې راویستل شوي دي او دځېنې بې درکه شوو کارکونکو د لټون دلپاره مرستندویه کار روان دی.
د افغانستان د کانونو او د تیلو وزارت ترجمان محمد رفیق صدیقي هاغه خبرونه رد کړې چي پیښه د ټیکې مشکلاتو، د وسائلو د نشتوالي او یا د بې غورۍ په وجه رامنځته شوي ده. هغه وویل په کان غیر قانونه قبضه کونکو د درنگ خوله راغورځولې ده چې په نتیجه کې يي درنگ کې دننه موجود کارکونکې وژل شوي دي.
خو څیړونکې وايي افغانستان کې د لکه د نورو پرمخته تلونکو هیوادونو، د معدنیاتو په کانونو کې د کارکونکو د تحفظ د پاره اکثر ناقص انتظامات موجود وي.

- مشال
بېرته شاته