(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوي هديره نه لري چاپ شو

[14.Sep.2013 - 17:45]

په ډيره خوشحالۍ سره موخبرترلاسه كړو چي دتكړه شاعراوليكوال باباي همت عبدالقادرمجرم كتاب دوي هديره نه لري چاپ شو. دوي هديره نه لري ،كتاب چي دښاغلي عبدالقادرمجرم دويم ناول دی په شپږنوي ۹۶ مخونو كې تازه له چاپه راوتلی دی. دوي هديره نه لري ناول چي دشمير له مخې پنځه سوه ۵۰۰ ټوكه دی، په ډيره ساده اوعام فهمه پښتوكې دپښتوادب مينه والوته وړاندي شوی.

ښاغلی عبدالقادرمجرم چي په يوه پېښه كښي يې خپل دواړه لاسونه بايللي دي خوله ډيروخت راهيسې يې دخپلوپښوپه ګوتوكې دپښتوادب دخدمت لپاره قلم نيولی دی.  تردې ناول وړاندې ښاغلي مجرم دپښتوژبې دخدمت دپاره پنځه خوندوركتابونه چاپ كړي وو 

چي په لاندې ډول سره دي

مات وزرئ : شعري ټولګه

ژوندون اواميدونه : شعري ټولګه

داسي يې ولې وكړل: لنډي كيسي

لويه لارده څوك به راشي :ناول

مينه مروره شوه : شعري ټولګه

او همدا ناول

چالبه خوداده چي ښآغلي مجرم خپل ټول چاپ شوي كتابونه دخپلو پښو په مرسته په خپل همت سره په كمپيوټر پخپله ليكلي دي. هرڅوك چي ښاغلی مجرم پيژني، نو دده ودې ستر همت ته ګوته په غاښ دي. ښآغلی عبدالقادر مجرم چي په دسهيلي پښتونخوا، سيف الله كلا اوسيدونكی دی اوهمدلته په سيف الله كلا كې  دهيوادادبي يون ټولنې يو فعاله ملګری دی

 موږدپښتوادبي قنديل ټولنې مسلم باغ ټول شاعران محمداسحاق كارګر، ډاكټرمحمدشفيق سنزرخيل،مولوي همايون خان كاكړ، مولوي الله داد حقمل،  سميع الله شمشير، سليم اولس يار، عطاء الرحمان همدرد،محمدعلي عمري، نادرخان فريادي اوحاجي عبدالحق دهيوادادبي يون ټولنې دې بااحساسه اوويښ وجدانه شاعر باباي همت عبدالقادرمجرم ته مباركي وايو

پرقلم يې بركت

په درناوي

محمدعلي عمري

پښتوادبي قنديل ، مسلم باغ

- عمري
بېرته شاته