(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان میدیوتیک خبرتیا

[12.Sep.2013 - 18:09]

دمیدیوتیک افغانستان له خوا دختیزو او سویل ختیزو سیمو دلسو تنو باتجربه خبریالانو لپاره یو ډېر مهم ورکشاپ پرانیستل کیږي. دورکشاپ موضوع دانتخاباتو په اړه ژورنالیسیتکي زده کړې دي.

دختیزو سیمو: ننګرهار ، لغمان او کونړ لپاره د ۴ تنو وینا شوې ده ، چې دوه به یې له ننګرهاره او یو – یو تن به یې په پاتې دوو نورو ولایتونو : کونړ او لغمان - پورې اړه ولري.

دګډونوالو شرایط په لاندې ډول دي:

۱.سن ( عمر) یې باید د ۲۵-۳۵پورې وي.

۲.ترڅلورو کلونو زیاته تجربه ولري.

۳.د ختیزو ولایتونو د فعالو ټلویزیونونو او راډيوګانو سره برحال خبریال وي.

۴.دانتخاباتو په ریپورټ لیکنه او خپرونه کې پوره لاس ولري او هم کاري تجربه او علاقه

۵.دخپلو رسنیزو ادارو په موافقه خپل ګډون تایید کړي.

۶.دګډون وخت دشنبې ورځې تر سهار لسو بجو پورې ( دسپتمبر۱۶مه)

میدیوتیک افغانستان تل هڅه کړې، وړ او کارپوهه خبریالان ددغه ډول زده کړو لپاره وغواړي، نو لطفا هغه دوستان، چې پورتني شرایط نه شي پوره کولی ، مراجعه دې نه کوي.

په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې به دالمان هېواد د دوچویله راډیو د برجسته ټرینرانو له خوا تدریس پرمخ یوړل شي.

دورکشاپ د جوړېدو وخت: د ۲۰۱۳م میلادي کال د سپتمبر له ۲۸م سهاره تر د اکتوبر دویمې نېټې ماښامه پورې.

ځای: کابل

یادښت: دختیزو سیمو په شرایطو برابر مینه وال کاندیدان باید یو ځل په ننګرهار میدیوتیک کې له اړونده مسوولینو سره وګوري او خپل شهرت ثبت کړي.

 

Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
 
Phone # 0773410589/0786384859
- Pasarly
بېرته شاته