(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې غندنلیک

[12.Sep.2013 - 18:00]

په جرمني کې د کونړ د ځوانانو کلتوري ټولنه پر ژوندون تلویزیون د پردي پالو او د افغانستان د ملي یووالي د دښمنانو وسله وال او له شرم نه ډک برید په کلکه غندي، په دې وسیله د افغانستان په حکومت غږ کوي چې په هېواد کې د ملي ارزښتونو او ملي ګټو څخه د ساتنې ذمه وارۍ ته په ایماندارۍ غاړه کېږدي او د د غسې پېښو له عاملیونو سره قانوني سخت چلند وکړي.

د کونړ دځوانانو کلتوري ټولنه دغه راز ترهګر بریدونه پر يو ملت برېدونه ګڼي او د ژوندون تلویزیون مشرتابه ته ډاډ ورکوي چې په هر حال کې به ستاسو او ستاسو په څیر د افغاني او ملي مرچلونو په څنګ او ملاتړ کې ولاړه وي.

په درنښت

د یو موټي او خپلواک افغانستان په هیله!

د کونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې د کار ډله

- عزیزسرشار
بېرته شاته