(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر عبدالرحمن ځدراڼ وفات شو

[01.Aug.2013 - 11:34]

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په المان کې د افغانستان پخواني قونسل او دیپلومات ارواښاد ډاکتر عبدالرحمن ځدراڼ د جولایی د میاشتې په ۲۷ نیټه د برلین په یوه روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
انا لله وانا اليه راجعون

اباسن ځدراڼ، سیلاب ځدراڼ،‌ بهیر ځدراڼ‌ ځامن،‌ ګل رحمان وراره،‌ ولي خان وراره،‌ حاجي صیب میاکي اوخښی،‌ ګل شاه خان کاکا ځوی،‌افسر ګل خوریی او د کورنۍ نور غړي د ارواښاد ډاکتر عبدالرحمن ځدراڼ‌ د مړینې له المه ټولو ملګرو ته خبر ورکوي چې د خدای بخښلي د جنازې لمونځ د پنجشنبې په ورځ د اګست په لومړۍ نیټه د المان په برلین ښار کې د ترکانو په جامع جومات کې د ماسپښین په یوه  بجه ترسره کېږي .

د ارواښاد جنازه په برلین کې له لمانځه څخه وروسته کابل ته انتقالیږي او د جمعې په ورځ به له کابل هوايي ډګر څخه سهار نهه نیمو بجو کې خپلې پلارنۍ هدیرې ته ویوړل شي.

دوستان دې خبر وي.

پته:

Donnerstag, den 01. August 2013 um 13:00 Uhr
Columbiadamm 128
10965 Berlin

Tel: 0049-(0)17648186105

Tel: 0049-(0)17693285780

- ځدران
بېرته شاته