(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لاريون خبرتيا

[20.Jul.2013 - 22:18]

د افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو نه د دفاع لاريون

درنو هېوادوالو! له بده مرغه په دې وروستيو کې او په ځانګړې توګه د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د بيان د آزادۍ په نامه په پرله پسې ډول د افغانستان ملي هويت، ملي ارزښتونو ، ملي مقدساتو او ملي وياړونو ته سپکاوی کېږي او واکمنه اداره يې پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده. خبره تر دې ځايه رسېدلې چې د حکومت بر حاله واليان او د ملت په کور کې په درغليو راغلي يو شمېر وکيلان د افغان نوم د ځان لپاره ننګ ګڼي. له يوې خوا د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني د افغانستان د ملي ارادې او افغاني ولسواکۍ تاريخي وياړ او مؤسسې لويې جرګې ته سپکاوی کوي او له بلې خوا د سيد انور سادات په نامه يو بې سواده او عقده يي وکيل بيا د افغانستان لوی قوم پښتنو ته سپکې سپورې وايي. افغان ملي غورځنګ نور نه شي کولای د افغانستان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو ته سپکاوی وزغمي او پتيلې يې ده چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ د ملي شورا پر وړاندې پر يوه پراخ لاريون لاس پورې کړي. موږ له ټولو هغو هېوادوالو، سياسي سازمانونو او مدني بنسټونو څخه، چې د افغانستان له ملي هويت او ارزښتونو دفاع خپله وجيبه ګڼي، غږ کوو چې له موږ سره په دې لاريون کې برخه واخلي څو هغوی ته چې پر افغانيت شرمېږي دا ثابته کړو چې لاهم افغانان ژوندي دي او لا هم دومره توان لري چې له خپلو ملي ارزښتونو دفاع وکړي. ستاسو پراخ ګډون به د خپلې خاورې له تاريخي هويت څخه د کلکې ننګې مانا ولريٍ.
د لاريون وخت: يکشنبه، د سهار اته بجې
د ټولېدو ځای: د دهمزنګ څلور لارې
د لاريون تګلوری: ملي شورا

د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۰۱۵۶۹۹، ۰۷۹۴۰۹۰۹۲۴، ۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸، ۰۷۸۷۲۶۷۲۶۷

 

 

مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان (هوپس لایف) نړیواله اداره په افغانستان کې د انسانیت په برابرښت باور لري، او په کلکه دا خبره کوي چې په افغانستان او سیمه کې تر ټولو ډېر پښتون قوم د ترهګرۍ، جګړې او فسادونو قرباني شوی دی او دغه بدبختۍ په پښتون قوم تحمیل شوې دي، هېڅکله هم دغه کارونه د پښتانه قوم نه دي. پښتون قوم چې په نړیواله کچه یو بااستعداده او له شخصیتونو ډک قوم دی په تاسف سره چې په جګړه کې ساتل شوی او دغه کار یوازې او یوازې له دې خاطره کېږي، چې د دغه قوم له زور او استعداد ټوله نړۍ وېرېږي.
هوپس لایف افغان نړیواله اداره چې په افغانستان او اروپايي هېوادونو کې د افغانانو په همغږۍ چارو کې بوخته موسسه ده په دې وروستیو کې په پارلمان کې د یوه ازبک وکیل له لوري ستر او لرغوني قوم ته د نوموړي غیر مسوولانه او سپکوونکې خبرې په کلکه غندي او په افغانستان کې له قضايي او عدلي ارګانونو د نوموړي د ژر تر ژره محاکمې غوښتنه کوي.
د پوهنتون او دانشګاه په تړاو زموږ نظر: پوهنتون یوه لرغونې او تاریخي ملي کلمه ده چې کله یې هم دانشګاه چې یوه پردی او راوړل شوې کلمه ده ځای نه شي ډکولای، د دغه کار کېدل موږ د افغانستان ملی کلمو او تاریخ ته سپکاوی بولو.
په مننې
د افغانستان د هوپس لایف نړیوالې موسسې اداره

- خوشال روهي
بېرته شاته