(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دختیځ ادبي بهیرم50مه او 51 مه غونډه

[11.Jul.2013 - 13:57]

عرفان الله بیدار

لنډه کیسه څنګه لیکل کیږي؟  ختیځ ادبي بهیر ملګرو دا اونۍ په همدې اړه بحث وکړ او د هیواد پیاوړی لیکوال او ژورنالیست محمد نعمان دوست يې د لنډې کیسې د لیکلو په اړه د ادبي درس لپاره بللی و.

بهیروالو  خپله ( ۵۰ ) مه غونډه د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ میاشتې په ( ۱۴ ) مه ،د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې وکړه.

دا اونۍ د ناستې مشر صیام الدین پسرلی و، ویاند احمد جمال جمال و او د کوربنو په څوکیو محمد نعمان دوست او مصلح الدین قادري ناست وو.

 غونډه د مصلح الدین قادري له خوا د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو شروع شوه، ورپسي بهیر والو د تکړه لیکوال ارواښاد رازمحمد راز روح ته د مغفرت دعا وکړه او د نوموړي مړینه یي یوه ستره ضایع وبلله. د دې ترڅنګ دغونډې ګډونوالو دعرفان الله بیدار د پلار د صحت لپاره هسک دربار ته لاسونه لپه کړل او نوموړي ته يې د روغې سټې غوښتنه وکړه.

ایمل مړوند د تېرې ناستې ګزارش  ولوستو او د اروزنې پیل يې محمود خزان وکړ.

هغه وه ویل : (( په تیره ناسته کي ماهم مقاله ولوستله خو ګزارش لیکونکي په داسي انداز کي یادونه کړې لکه ما چي مقاله له غونډي نه وروسته ویلي وي.))

 عرفان الله بیدار وه ویل، که د نوو ځوانانود مقالو یو څه برخه ګزارش کي راخیستل شوی وی ښه به ځکه وی، چي دوی به لاتشویق شوي وی.

ایمل مړوند د پورته نیوکې په ځواب کې وویل : (( تېره ناسته کې زیات شمېر کسانو مقالې ولوستلې او ما نه شول کولی چې د ټولو په ګزارش کې راخیستنه وکړمه، یوازې هغه چې د یو ګزارشګر په توګه راته مهمې ښکاره شوې راوامې خیستلې او د پاتو نورو مې یوازې نومونه یاد کړل.))

باز محمد عابد ګزارش خوښ کړ، خو په ګزارش کې یې د ځینې اضافو  جملو یادونه هم وکړه

ظاهر عادل هم د مړوند سره همغږی و، نوموړي وویل ادبي ګزارش باید همداسي ولیکل شي او ګزارش لیکونکی باید دغونډي انځور لنډو ټکو کي وړاندي کړي.

د ګزارش تر ارزونې وروسته محمد نعمان دوست د لنډې کیسې په اړه ادبي درس وړاندې کړ او کیسه يې له پیل نه تر پایه پورې ټوله ګډونوالو ته تشریح کړه او د هغوی د پوښتنو ځوابونه يې هم ورکول.

نوموړي د دې ترڅنګ، چي لکچر وړاندې کولو په تخته هم ځینې اړینې کلیمې لیکلې.

  دوست لومړی د کیسې په تاریخچه لنډې خبرې وکړې او بیا یې د پخوانیو کیسو(داستان) او اوسنۍ لنډې کیسې ( داستان کوتاه) په توپیرونو خبرې وکړې.

 هغه د کیسې په تاریخچه کې وویل چې په مصرکې کیسې ویل له پخوا دود و، حتی له میلاد نه شاوخوا ۲۰۰۰ کاله وړاندې د مصر یوه  فرعون ( خوفو) له کیسو سره دومره شوق درلود چې خپل زامنو نه به یې د کیسو ویلو غوښتنه کوله،زامنو به یې ورته  کیسې را ټولولې او چې کله به د هغه طبع و، ورته ویلی به یې.

  په اروپا کې هم کیسې لوستل له ډیر پخوا دود وې، له رنسانس نه  وړاندې دور کې هم خلکو کیسو سره علاقه درلوده او د هغه وخت ځینې کیسې راټولې شوي دي.

دوست زیاته کړه په پښتو ژبه کي لومړی لیکوال ارواښاد سید راحت زاخیلی و، چې په لومړي ځل يې  ((د کونډې نجلۍ )) ترسرلیک لاندې کیسه ولیکله او بله کیسه يي د ((شلیدلي پڼې )) په نامه لیکلې وه.

دوست کیسه   د جوړښت له پلوه هم وڅېړله او د ځينو کیسو بېلګې يې هم یادې کړې. هغه د کیسې د پلاټ په ارزښت هم خبرې وکړې او وه یې ویل چې د قوي پلاټ کیسې چې په سمه بڼه ولیکل شي، تر ډېره په ذهن کې پاتې کیږي او ښه اغیز لري.

هغه  د مکالمو په برخه کې وویل چې دا باید د کرکټر له شخصیت سره سمې وي او داسې نه وي چې څوک یې په وینا وال شک وکړي.

له ادبي درس وروسته  د کرکتنې برخه پیل شوه او عرفان الله بیدار خپل غزل کرکتنې ته وړاندې کړ.

چی مطلع یي داسي وه:

 که غریب یې که مالدار یې زما یار یې

 که هر څومره کلانکار یې زما یار یې

 محمود خزان مطلع روانه وبلله. ضیاالدین همت مل هم د خزان ملاتړ وکړ.

 ویاند لومړي بیت ته لاړو:

 ښه ډاډه مې دزړګي کورته رادرومه

ته د دغه  ځای حقدار یې زما یار یې

 نعمان دوست بیت خوښ کړ، خو بازمحمد عابد ورسره ونه منله او زیاته یي کړه که بیدار زما وړاندیز ومني اوداسي یې کړي لا به ښه شي:

((ته د دغه ځاي تاجدار یي زما یار یې))

 خزان ورغبرګه کړه چي بیت که په خپل حال پاتې شي ډیر به ښه وي.

ظاهر عادل بیا ویل که کوم ملګری د غزل خوبۍ او خرابۍ وايي باید دلیل ورسره ولري، چې ولې يې خوښ کړ او یايې ولې خوښ نه شو؟

د غزل بل بیت داسې و:

چې زما مظلوم ولس درکې ارام وي

که خزان يې که بهار يې زما یار يې

خاورې منت بار ورسره جوړ نه و او ویل يې چې په خزان کې څوک ارام نه وي نو ځکه سم ځای نه دی یاد شوی. خو همت مل بیا ویل، چي شاعر خپله خوشحالي د اولس خوشحالي ګڼي. نوموړي د بیلګې په ډول د رحمان بابا دابیت راوړ : (( لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم / که خزان راباندي راشي که بهار.))

 عابد هم بیت ښه وبللو او د کاروان صیب بیت یې څه داسې ولوستو:

 (( شاعره اوس نو یو رنځور منی په ما راوله / په نوره ټوله دنیاګۍ لکه بهار تیر شه ))

او درېیم بیت څه داسې و:

 که دغلو سره کېنې په کار مو نه یې

که ریښتونی خدمتګار یي زما یار یې

 عابد وویل بیت ګونګ دی او په معنی یې شاعر ښه پوهیږي.

 څلورم بیت داسي و:

 ستا له مخه رب دا ټول جهان پیدا کړو

ته دټول جهان سردار یې زما یاریې

 همت مل وویل ،چي بیت یو څه تکراري دی، خو دلته پرځاي راغلی او دغزل خوند یي دوه چنده کړی. عادل وویل، چي غزل ته همدي ښکلا وربښلي، چي هر بیت یي جلا جلا معنی لري .

ویاند پنځم بیت ته لاړو :

تا د شعر ګلان د زړه په وینو لوی کړل

 ته ددې ګلبڼ مالیار یې زما یار یې

 عابد وویل، چي بیت ډیر ښکلی دی، خو که بیدار په کي خپل نوم ځای کړی وی لابه ښه راغلی وی.

 ویاند مقطع ولوسته چي داسي وه:

 وا بیداره زه به ولې منکریږم

 زما یار یې زمایار یې زما یاریې

 مړوند وویل چي بیدار مقطع کي خواري نه ده کړي او له سره یي تیره کړې.

 ورپسي د شعر څښتن بیداردریځ ته وبلل شو. نوموړی له  بهیروالو مننه وکړه او د ګډونوالو لارښوني یې اغیزناکې وبللې.

 

 تر کرکتنې ورسته یوه ازاده مشاعره وشوه چي لسګونه شاعرانو په کي خپل شعرونه وویل .

 د مشاعري وروسته صیام الدین پسرلي ته بلنه ورکړل شوه چي دغونډي ارزونه وکړي. پسرلي غونډه ښه وارزوله .

راتلونکي اونۍ ته پریکړه وشوه، چي ایمل مړوند به نثري لیکنه کره کتنې ته وړاندې کوي.

 غونډه غرمه ناوخته پاي ته ورسیده

دختیځ ادبي بهیر غړو ځپله ۵۱ ناسته ترسره کړه

دختیځ ادبي بهیر ملګرو د روان ۱۳۹۲ ه کال د سرطان په ۲۷ مه نیټه خپله اونیزه ناسته بیا هم دننګرهار اړوند د میدوتیک انګړ کي وکړه.

 یاده ناسته چي مشري یي بازمحمد عابد کوله کوربه یي عزت الله ځواب و او ددریځ چاري اخمد جمال جمال سره وې. دمخمود خزان له خوا دقران کریم په څو مبارکو ایاتونو شروع شوه د تیري ناستي راپور عرفان الله بیدار اولوست. په راپور د ارزوني پیل عزت الله ځواب وکړ، ځواب وویل بیدار دمخکي نه ګزارش ډیر ښه کړی، خو وخت لا پاتي دی چي بیدار دي ښه ګزارش لیکونکی شي. صیام دین پسرلي ګزارش او روان وبللو خو دګزارش په وخت نه لیکل یي جدي ستونزه وبلله.

 بازمحمد عابد وویل ګزارش که په وخت ولیکل شي ډیرې ښیګڼي دځان سره لري ترکومه بریده چي زه خبر یم په ختیځ ادبي بهیر مونوګراپ لیکل شوی، مونوګراپ لیکونکي ټول معلومات له ګزارشونو اخستي .عابد زیاته کړه ګزارش لیکل بهیر لپاره ډیر اهمیت لري. عابد وویل ګزارش کي زکر شوي و، چي عابد دځینو خبرو سره موفق نه و پکار وه، چي یوه بیلګه یي وړاندي شوی وی.

 ددي تر څنګ دنعمان دوست ادبي درس کې د کیسې شالید تم شوی په داسي حال کي چي هغه دکیسې ضمني برخه وه ددرس اصلي برخه دنوې کیسې ارونه و، پکار وه چي په دي برخه ډیر فوکس شوی وی .

دارزوني وروسته دکره کتني برخه شروع شوه.  دکره کتني لپاره محمد جان خقیقت خپل غزل کره کتني ته وړاندي کړ، چي مطلعه یي وه :

نور بی حوصلي شوم دا دنیا دغمو ډکه ده

چیرته لاړ شم ځه وکړم لاره رانه ورکه ده

غبدالعزیز شجاع وویل دې ته ورته غزل مي مخکي اوریدلی چي داسي دی زړه مي تور شو دي دنیا نه چیرته لاړ شم څه وکړم ستړي شوم دغم ژړا نه چیرته لاړ شم ، خو عزت الله ځواب وویل مطلعه ساده او روانه ده او پورته غزل سره هیڅ تړاو نه لري.

 ویاند لومړی بیت ولوست چي داسي و:

 دا زما ګناه ده چي افغان یمه پښتون یمه

غم کي را ایسار یمه ناتوان یم جکرخون یمه

 څوک مو په یو نوم په بل نوم وژني وینه مو سپکه ده

 ځواب وویل زما په نظر دغزل فورم اولسي غزل ته ورته دی نومږړي په یاد بیت کي ځني دري لغاتونو ته په اشاري سره وویل باید شاعر کوشش وکړي، چي پښتو کلیمو نه کار واخلي. عابد بیا وویل چي زه ورته غزل نه سندره وایم نو پکار ده چي دسندري دلوستلو وروسته پري خبري وشي.

 ویاند نور بیتونه داسي ولوستل:

 داچي مو دخپل پلار او نیکه مزار ته نه پریږدي

دوي مو درخمان اوخوشحال خان دربار ته نه پریږدي

دوی لا خبر نه دي چي مو خاوره تر اټکه ده

دا چي څلور خوا ته مو اورونه دي راګیر یو

نشو تري وتلی ډیر غمونه دي راګیر یو

  وجه دنفاق ده ورورولي زمونږ نازکه ده

داوطن میرویس غواړي او هغه احمد خان غواړي

 ګوره حقیقته دا هم هغه امان خان غواړي

سر چي په وطن ږدي دافغان بچی بي شکه ده

 

همت مل هم دځني تکراري جملو راوړل ناسم وبلل، خو ځواب بیا د غزل ځني برخو ته په اشاري سره وویل چي دوه بیتونو کي نصیحت کړی پکار ده چي شعر کي نصیحت او نه شي په ټوله کي عابد په غزل خبري وکړي. نوموړي وویل چي یاد فورم ځواب اولسي یاد کړو خو زه یي سندره ګڼم دا فورم زما لپاره نوی دی ځکه تر اوسه ما داسي غزل نه دی لیکلی.

 دارزوني وروسته دغزل څښتن دریځ ته وبلل شو نوموړي دټولو بهیروالو مننه وکړه چي په غزل یي ورته مشوري ورکړي.

 دکره کتني وروسته یوه ازاده مشاعره وشوه چي لسګونه تنو په کي خپل شعرونه وویل.

 دمشاعري وروسته دغونډي ارزونه عابد وکړه عابد په ټوله کي غونډه ښه وارزوله او زیاته یي کړه مونږ به جي کله مخکي بهیرونو کي ونډه اخسته په عادي وختونو کي به تر سلو تنو غونډه کي برخه اخسته خو دروژي میاشت کي به دا تعداد شلو نفرو ته راغلو دخوشحالۍ ځاي دی چي ختیځ ادبي بهیر هم تر ۸۰ زیات او کم غړي لري چي ډیرو یي نن غونډه کي برخه اخستي حال دا چي روژه او ګرمي دواړه یو ځاي دي.

 د ارزوني وروسته پریکړه وشوه چي راتلونکي اونۍ له به مخمود خزان په یو نوي چاپ شوي کتاب خبري کوي.

 غونډه غرمه ناوخته پاي ته ورسیده

Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
 
Phone # 0773410589/0786384859
 
Email: [email protected] 
 
  Office Website: www.mediothek.org.af
 
Facebook: Mediothek Afghanistan Nangarhar Media House

Siamuden (Pasarly)

Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar

 

Phone # 0773410589/0786384859

 

Email: [email protected] 

 

  Office Website: www.mediothek.org.af

 

Facebook: Mediothek Afghanistan Nangarhar Media House

 

 

- بیدار
بېرته شاته