(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لاهور: پوليسو زيات افغان کډوال نيولي دي

[07.Jul.2013 - 20:49]

ذبيح الله شفق

پېښور:د لاهور ښار پوليس وايي، چې د دغه ښار له زوړ انارکلي بازار او اړندو سيمو څخه يې د  افغان کډوالو پر ګډون نږدې ٨٠ مشکوک کسان نيولي  او د تفتيش لپاره يې نامعلوم ځاى ته لېږدولي دي. د هغوي په وينا، نيول شويو افغان کډوالو او نورو کسانو سره په دغه هېواد کې د اوسېدنې قانوني اسناد نه وو.
د پنجاب ايالت په لاهور کې بېګاه ناوخته د يوې چاودنې په ترڅ کې  د يوې ماشومې پر ګډون ٥ تنه مړه او ٣٧ تنه ټپيان شوي وو.
چاودنه د لاهور ښار د زوړ انارکلي بازار په يوه هوټل هغه مهال وشوه، چې په هوټل کې ګڼه ګوڼه ډېره وه.
د لاهور ښار د پوليسو مشر د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته ويلي، چې د پنجاب ايالت امنيتي ادارو ته د کومې ناوړې پېښې خبر نه و رسېدلى. د هغه په وينا که څه هم په ښار کې يې سخت امنيتي تدابير نيولي، خو سره له دې بيا هم دا ناوړه پېښه رامنځته شوه.
بله خوا په لاهور کې مېشت افغان کډوال شکايت کوي، چې تر چاودنې وروسته يې پوليس په بېلابېلو حيلو بهانو ځوروي.
دوى وايي، چې د قانوني اسنادو پر لرلو سربېره يې پوليس تنګوي او تهاڼو ته يې بيايي.
په دې اړه يو تن افغان کډوال له لاهور څخه له آزادي راډيو سره د تليفوني تماس له لارې وويل:
"زما نوم عبدالرحمن دى او نږدې يوه اوونۍ کېږي چې د درملنې لپاره لاهور ته راغلى يم. تر بېګانۍ پېښې وروسته په لاهور کې بد حال دى، هره خوا پوليس ولاړ دي او افغانان نيسي . که څه هم له ما سره قانوني اسناد شته، خو بيا هم د پوليسو له وېرې په ښار کې نشو ګرځېاى. پوليس افغانان نيسي او په بېلابېلو حيلو بهانو يې ځوروي."
کله چې مو د افغانانو د نيولو په اړه د لاهور د پوليسو له يو جګپوړي افسر محسود صفدر وپوښتل، نو نوموړي ازادۍ راډيو ته وويل، چې پوليسو د بېګانۍ پېښې په تړاو تراوسه پورې د افغانانو پر ګډون ٨٠ مشکوک کسان نيولي. نوموړى وايي، چې له نيول شويو کسانو سره قانوني اسناد نه وو:
"موږ د لاهور په ډېرو سيمو کې تلاشي عمليات پيل کړي، ترڅو د بېګانۍ چاودنې عاملين ونيسو. موږ تراوسه له ٨٠ تنو زيات مشکوک کسان نيولي، خو بايد ووايم چې هغوى ټول افغانان نه دي، بلکې د نورو سيمو اوسېدونکي هم پکې دي. له نيول شويو کسانو سره قانوني اسناد نشته. همدا راز زموږ ځواکونو د ښار په داخلي او خارجي لارو او نورو ګڼو ځايونو کې امنيتي تدابير سخت کړي، ترڅو د پېښې عاملني ژر تر ژره ونيسو."
که څه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي آر) په دغه هېواد کې د ميشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده تمديد کړې  او  د پاکستان نوي ټاکل شوي حکومت خپلو امنيتي ارګانونو ته لارښوونه کړى، چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، ونه ځوروي خو پر دې سربېره دغه ارګانونه افغان کډوال ځوروي او له ډول ډول ستونزو سره يې مخ کوي.
د يادونې وړ ده، چې د بېګانۍ چاودنې مسووليت لا تر دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

- شفق
بېرته شاته