(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمد خان اڅکزى دبلوچستان گورنرشوى

[11.Jun.2013 - 13:01]

 صدر اصف علي زرداري  دسه شنبې (نهې) په ورځ محمد خان اڅکزى دبلوچستان سوبې نوى گورنر(والي) مقرر کړى دى.
   دمحمدخان اڅکزي دبلوچستان دگورنر جوړولو دغه  پريکړه  دوزيراعظم ميا محمد نواز شريف په مشوره شوې ده.
 محمدخان اڅکزى  دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دمشر محمود خان اچکزۍ  مشر ورور دى.
 له دې وړاندې  داسې اندازه څرگندولى شوه چې  ددغه گوند مرکزي سيکرټري جنرل ، اکرم شاه به په دغه عهده وگمارل شي.
  دجون په 9مه نيټه  صدر  زرداري  دپخواني گورنر نواب ذوالفقار علي مگسي  استعفي منظوره کړې وه.
مگسي دکال 2008م راهسې دبلوچستان گورنر ؤ.
 محمد خان اڅکزى، دپښتون قام پرست مشر خان عبدالصمد خان اڅکزي  ځوې دى، هغه دخپل کرئير اغاز داکنامکس  دليکچرر په توگه کړى ؤ اؤ وروستو يې دبلوچستان يونيورسټۍ داکنامکس  ډيپارټمنټ کې  داسسټنټ پروفيسر په توگه  خدمات ترسره کړل.
  هغه دوفاقي حکومت دملازمت څخه څو کاله دمخه ريټائرډ شوى ؤ.
 پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ  په بلوچستان کې  دوزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ په مشرۍ  دائتلافي  حکومت يو شريک گوند دى چې په نورو ائتلافيانو کې يې  نيشنل پارټي اؤ پاکستان مسلم ليگ(ن) هم شامل دي.
   دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صدر محمود خان اڅکزى وائي چې محمد خان اڅکزى  يو مشهور اؤ نامتو بيوروکريټ دى اؤ په ټول هيواد کې دسياست په پيچيدگيو پوهه دى.

- ډیوه
بېرته شاته