(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنښتر مشاعرې رپوټ

[31.May.2013 - 15:37]

دنښتر دوديزه مشاعره اومېله دچارشنبې په ورځ  دګردېز ښار دتېره باغ دجرګو په سالون کې جوړه شوې وه ،چې سلګونه کسانو پکې برخه اخيستې وه.

په غونډه کې دپکتيا له شاعرانو ليکوالانو سربيره دلوګر ،کابل،خوست او پکتيکا ولايتونو شاعرانو هم برخه اخيستې وه.

مشاعره نهه بجې دقران کريم په تلاوت پيل او ورپسې ملي سرورد واورول شو،چې دملي سرود وروسته دپکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي ميلمنو ته دښه راغلاست وينا واوروله .

دښه راغلاست دوينا وروسته دپکتيا داطلاعاتو او کلتور ريس محمد شفا مشفق داطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين رهين پيغام ولوست.

ورپسې مشاعره پيل  اودويند وي چارې ېې نجيب الله شاکري ،اجمير ځلاند او بلال معروف پرمخ وړلې ،چې په پيل کې دپکتيا وتلي شاعر خوږمن ځاځي خپل شعر ووايه او دشعرونو لړۍ پيل شوه.

دسږکال نښتر په غونډه کې شاعرانو دسولې ،ورورلي ،يوالي هنري شعرونه واورول ،چې دګډونوالو له خوا په درنو چکچکو بدرګه کيدل.

زړه سواند او په وطن مين شاعر مطيع الله تراب يو نظم ،چې دګوشتې شهيد قاسم خان ته ليکلی  و ولوست  او دګډونولو دخوښې  وړ وګرځېد.

مشاعرې دماسپيښين تر يوې بجې پورې دوام وکړ ،چې لسګونه شاعرانو پکې برخه واخيسته او ورسته له هغې ميلمانه د غرمنۍ لپاره ټاکلي ځای ته بدرګه شول.

ديادولو ده ،چې دغه مشاعره په ژوندۍ بڼه داوښتون او دپکتيا له ملي راديو څخه خپرېده ،چې دپکتيا دشاوخوا ولايتونو زرګونه کسانو په ژوندۍ بڼه هم اوېدله.

له جرمني څخه دنښتر لمانځنې رپوټ

لکه دتېروکلونوپه ډول دجرمني په بایرن آیالت کې له لویې پکتیاسره یوځای په یوه ورځ ویاړلی نښتر ولمانځل شو.

یاده لمانځنه مونشن ښارته څېرمه دشټارنبېرګ په ښارګوټي کې دقران عظیم الشان دڅوایتونوپه تلاوت پیل اودرۍ ساعته  دوام وکړ.

په دوهمه مرحله کې له لویې پکتیا څخه دنښتر لمانځنې ثبت شوی جریان زموږ دغونډې ګډونوالو ته واورول شو .

 دوخت دمحدویت له کبله یوازې زموږ پنځو ملګرو څونظمونه وویل او فیصله مو پدې شوه چې یابه دمناسبې هوا په صورت کې په کراري دیوې بلې مېلې تابیانیسواوکه هواهمداسې باراني وه نوبیابه په لازمه موقع کې دغزل  شپې پروګرام نیسو ترڅوزموږ غیرحاضر یاران هم ګډون راسره وکړای شي ځکه چې داځل زموغونډه له کمي اوکیفي لحاظه چندانې زماپه زړه ځکه نه وه برابره، چې له یوې خوادچهارشنبې ورځ یوه کاري ورځ  وه او زموږ اکثره ملګري په کارونو کې وو اوله بلې خوا دنښتر لمانځنې په لویه پکتیا کې په بېړني شکل صورت ونیو .

نورکله به موږ ددوودریو اونیو په جریان کې خپل کارونه سمبال کړل خو داځل زموږ دپکتیا ملګرو یو څه تلوار وکړ خوبیاهم شکردخدای پاک په فضل چې هلته بې له کومې واقعې څخه دنښتر مېله اومشاعره نه یوازې په ډېر ښه ډول ترسره شوه بلکې زموږ فرهنګي ملګري  هلته په ګردېز ښارکې دغزل شپې  په پروګرام نیولوهم بریالي شول.

دا رپوټ زه په داسې وخت کې لیکم چې په جرمني کې لا شنه خړه ده خوزموږ دګردېز یاران به اوس ښار ته یو یو راوتلي اویو اوبل ته به دبېګا شپې خاطرې یادوي .

باید زیاته کړم چې دغزل په شپه کې ما هم ورسره تلیفوني اړیکه درلوده او یو نظم مې درنو ګډونوالو ته ورواوراوه تاسوهم کولای شئ چې هغه نظم په دې لاندې لینک کې په مصویر ډول ولولئ هیله من یم چې خوښ به موشي.

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20010

لنډه داچې نښتر ولمانځل شو خوزموږ تنده لا نه ده ماته شوې انشالله دنښتر لپاره به دغزل شپې په پلمه همدلته په مونشن ښارکې یو بل پروګرام هم نیسوترڅو یاده تنده پرې ماته کړو.

یار زنده وصحبت باقي .

یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــه:

شخصأ زه محمدامین بسمل  له ښاغلي ساحل منګل،راستون، اصف خېل او ګڼ شمېر نوروفرهنګي ملګرو څخه مننه کوم چې دنښتر په لمانځلو کې یې پوره همکاري وکړه او په خورا کم وخت کې مو په ډېره مینه نښتر ولمانځه.

محمدامین بسمل

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20011

- بسمل
بېرته شاته