(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29 May پښتو ورځ

[24.May.2013 - 21:53]

پښتو ورځ به پښتو ته د خلکو پام را واړوي. پښتو ورځ د پښتو پرمختګ ګړندى کوي، پښتو ورځ د يو بل تر منځ د لا پېژند ګلوۍ، مينې او محبت لامل ګرځي. پښتو ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه سره نږدې کوي، د پښتو ورځ غونډ ې د اروايي تسکين لامل ګرځي او د "هومسيکنس" په ډول ناارامي له منځه وړي. پښتو ورځ له پښتو څخه د ناخبرو ذهنونه روښانه کوي او ترمنځ يې همغږۍ او ملتيا ته لاره هوار وي.

پښتانه د پښتو پر ورځ خپلې ستونزې، اسانتياوې او لاسته راوړنې سره شريکوي. پښتانه دې هڅه وکړي چې خپل نوى ژوند، نوى کاروبار، نوې دندې او...، د پښتو په ورځ پيل کړي. پښتانه ځوانان او پېغلې دې هڅه وکړي چې د پښتوپه ورځ، د نوي ژوند بنسټ کېږدي. ښاغلي شتمن پښتانه دې د پښتو په ورځ بې وزله پښتنوته ټوليز ودونه وکړي. د پښتو په ورځ دې اول نومره زده کوونکي، محصلين او په بېلابېلو ډګرونو کې وتلي کسان ونازول شي.
دا چې ښځې د ټولنې سمه نيمه برخه ده که د بښتو ورځې په ياد غونډه کې ښځو ته د دواړو لوريو( ښځينه او نارينه وو)د هيلو، خوښې او سليقي سره سمه ونډه ورنکړل شوه نويادغونډه بيخي نيمګړې ده

د پښتو په ورځ دې پښتانه د نورو ژبو له ويونکيو سره غوره چلند وکړي، هڅه دې وشي چې د پښتو په ورځ هر پښتون د نورو ژبو ويونکي په خوږو پښتو خبرو او تر خپله وسه په ډاليو ونازوي.
پښتو ورځ دټولو ده ، په هرځاى کې چې هرڅوک يې هر ډول يادول غواړي، د دوى خپله خوښه ده، هېڅوک يې د هېڅ ډول انحصار واک نلري، دا په رسمي او غيررسمي، ځانګړې او ټوليزه توګه يادېدلاى شي. خو غوره او اړينه ده چې دغه ورځ له نورو سره يوځاى ياده کړي .‬

درنو مشرانو،درنو مېندو، کشرانو، وروڼو، خويندو، ملګرو، عزيزانو، مينوالو. خواخوږو خورو ورو درنو تاسي ددې ټوليزى رسنى لارې ستاسي د پاڼو ګروپونو له لارې تاسي ټولو ښا غلو او اغلو ته د پښو ورځ په اړه معلومات درکول شوي دي! هيله ده چې د رسيدو ډاډ د لاندې ويبسايټ د بريښناليک له لارې ورکړئ. مننه. سر لوړي اوسئ. يادښت:
پښتو ورځ دټولو ده، په هرځاى کې چې هرڅوک يې هر ډول يادول غواړي، د دوى خپله خوښه ده، هېڅوک يې د هېڅ ډول انحصار واک نلري، دا په رسمي او غير رسمي، ځانګړې او ټوليزه توګه يادېدلاى شي. خو غوره او اړېنه ده چې دغه ورځ له نورو سره يو ځاى ياده کړي.
بشپړ مالوماتو لپاره

http://pashtowraz.com/‫ وګورئ.
دپښتو ورځ پاڼې د خوښولو لپاره
http://www.facebook.com/pashtowraza
پښتو ورځ ګروپ د ګډون له پاره
http://www.facebook.com/groups/pashtowraz

http://www.pashtotv.tv/

- Pakhto TV
بېرته شاته