(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيښورکې ځانمرګی برید : پنځوسو تنو ته مرګ ژوبله

[29.Apr.2013 - 11:17]

مجیب الرحمان انګار
د پيښور په ارباب روډ سیمه کې نن په یوه بمي چاودنه کې د دوو تنو افغان ديپلوماتانو په ګډون لږ ترلږه پنځوسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
چاودنه دلوی سرک پرسر د موټرو له تمځای سره څيرمه دپولیسو پر موټر شوې.
امنيتي مسوولین وايي دټاون تاڼې پولیس پر ګزمه بوخت ول چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.
د روغتیا وزارت سرچینې وايي په چاودنه کې اته تنه وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون دري څلويښت تنه نور ټپیان دي خو د ځينو هغو روغتیايي حالت د انديښنې وړ ښوول شوی.

د پيښور امنیه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره دخپرې شوې خبرپاڼې له مخې دا یوځانمرګی برید و چې دیوه موټرسایکل سپاره کس له لوري شوې.
په پيښور کې افغان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خیل په تلیفون مشال راډيو ته وویل، چې په وژل شویو افغان دیپلوماتانو کې يو يې د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد زوی دی :
(
دسولې عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد زوی قاري هلال چې په د وکالت تجاري رسمي کارمند او بل تنه د ادریس په نوم د مهاجرینو ریاست کارمند و، چې په دې پيښه کې وژل شوي دي.
دوی خپلو دفترونو ته روان ول چې پر پولیسو چاودنه وشوه او دوی هم پکې ووژل شول)
ابراهیم خیل دځينې پاکستاني مطبوعاتو هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دبرید اصل هدف افغان ديپلوماتان ول.

د ټاون تاڼې یوه افسر په تلیفون مشال راډيو ته وویل، چې ځانمرګي بریدګر ځان دپولیسو موټر ته څيرمه چولی خو اصل مرګ ژوبله يې ولسي کسانو  ته اړولې:
(
په چاودنه کې یواځې دوه تنه پولیس سرتیري ټپيان دي او پاتې نور یې ټول ولسي وګړي دي.
د پولیسو د تحقیقاتو له مخې دا یو ځانمرګی برید و چې تر شپږو کلوګرامه پورې چاودیدونکي مواد پکې کارول شوي. هغه دټپي پولیسو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ وباله.
نوموړي همداراز وویل، چې په چاودنه کې یوښاري بس چې دپولیسو له موټرسره څيرمه روان هم په نښه شوی او ګڼ شمیر خلک پکې مړه و زخمیان دي.
د بیړنیو پيښو پر وړاندې دمبارزې ادارې یوه ویاند بلال احمد په تلیفون مشال راډيو ته وویل، چې ډیری مرګ ژوبله د هغه ښاري بس سپرلیو ته اوښتې چې د پولیسو له موټر سره جوخت روان و.
هغه د یوشمیر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک وباله او اندیښنه يې وښووه چې ښايي دوژل شویو اصل شمیر نور هم لوړ شي:
بلال احمد د وژل شویو شمیر شپږ تنه وښود خو دشیرپاو روغتون له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا اصل شمیر اته تنه ښوول شوی.
پاکستان کې د پارلماني و ولایتي شوراګانو لپاره د انتخاباتو نيټې له اعلان سره سم بمي چاودنو زور اخیستی.
تیره ورځ په پيښور او کوهاټ کې او تر هغې وړاندې څو ورځې پرله پسې په کراچۍ کې د کاندیدانو پر انتخاباتي دفترونو بمي چاودنې شوې، چې په ترڅ کې يې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دتیرو پيښو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی او ویلي يې دی، چې ملتپال و سیکولر ګوندونه به په کراره نه پریږدي، خو دنننۍ چاودنې په باب لا هیڅ کومې ډلې څه نه دي ویلي. Source: Mashaal Radio

- انګار
بېرته شاته