(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور کې پسرلنۍ مشاعره وشوه

[21.Apr.2013 - 16:56]

پېښور:د ۲۰۱۳ ع کال د اپریل د میاشتې په ۱۹ مه د خالي په ورځ د ساپى پښتو څيړنو او پراختيا مرکز لخوا په نوموړى مرکز کې ديوشمير شاعرانو لخوا پسرلنۍ مشاعره وشوه لومړى دمشاعرى په پيل کې دقارى هدايت الله همتيار لخوا دقران کريم دڅو مبارک ايتونه تلاوت شول ورپسې س ، سيرت ميلمنو شاعرانو ته دهرکلى وروسته مشاعره پيل کړه . په مشاعره کې دافغانستان ځوانى تکړه شاعرې هما ظفر ، نصير ستوري ، سميع الحق علي خيل ، عبدالصمد صمد ، مير عالم نويد ، عبدالوهاب څاروان ، پېښورکې د ابن سينا عالي دارالمعلمين مديرى مستوره ستانکزۍ ، په پېښور کې د افغاني ليسو دټولنې مشر امان الله نصرت ، نظيرالحق قريشى او فضل قادر انډيوال په کې برخه واخيسته په پېښور کې دميرمنو دادبي بهير مشرى پروين ملال او مشاعرى ته راغلو ميلمنو شاعرانو دپسرلي په اړه شعرونه وويل مشاعرى مازيګر مهال دقارى هدايت الله په دعا پاى ته ورسيده .

- انډيوال
بېرته شاته