(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه سیاسي مشران امن غواړي

[15.Mar.2013 - 14:38]

رحمان بونیری

Deewa Radio:  د پښتنو په خاوره لویو سیاسي او مذهبي مشرانو، مولانا فضل الرحمان، محمود خان اچکزۍ، افتاب احمد خان شیرپاؤ او افضل خان لالا ډیوه ریډیو ته ویلي دي د پاکستان امن پلوته تگ د وسله والو سره د خبرو اترو د لارې ممکن دی. دغو سیاسي مشرانو لخوا په سیمه کې د سولي لپاره هلې ځلې په دې ورستیو کې تندې شوې دي.
د جمعیت العلمأاسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي د طالبانو سره د خبرو اترو روان کړی شوی عمل به د مواقتي حکومت په وخت کې نه ځنډیږي. د مولانا په مشرۍ کې د تمامو سیاسي گوندونو په غونډه کې د طالبانو د پاره د ترهگرو د ټکې د استعمال نه هم ډډه شوې وه.

​​د پښتونخوا ملي عوامی گوند مشر محمود خان اچکزی وايي د طالبانو سره د مذاکراتو عمل، قوي، مني او هرکلی يي کوي خو وايي په منطقه کې د جگړې ختمولو یواځنۍ لار دغه نه ده. ښاغلی اچکزی وايي د سولې د مذاکراتو عمل دې تر افغانستان پورې وغوځول شي او د پاکستان له لورې دې د سیاسي، حکومتي او پوځي مشرانو یوه کمیټي وټاکلی شي او دغه شان کمیټي دې د صدر حامد کرزۍ په شمول په افغانستان کې هم جوړه کړی شي چې مذاکرت د کامیابۍ په لور روان شي.

​​د حکومت ائتلافي گوند عوامي نشنل پارټۍ سپین روبي مشر افضل خان لالا ویلي دي تر څو چې طالبانو وسله نه وي ایښودلي او د خپلې سخت دریزۍ نه پشا شوې نه وي په ملک کې دننه د کامیابو، قوي مذاکراتو په حقله خوشبینه نه دی. ای این پې هم ددې روان کال په څوارلسمه فرورۍ هیواد کې د ترهگرۍ ختمولو د پاره د ټولو سیاسي گوندونو یوه غونډه کړې وه خو د جمعیت العلمأاسلام د غونډې برعکس ای این پې په ای پې سي کې د طالبانو سره د آئین په چوکاټ کې دننه د خبرو د پاره غږ شوی وو.

​​په پروگرام کې شریک د پاکستان پخواني داخله وزیر او د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیر پاؤ ویلي دي د طالبانو سره د مذاکراتو د پاره شوې سیاسي غونډو کې د پوځ رضا هم ضروري وه خو وايي بیا هم دوي په هیواد کې د مسلو حل په مذاکراتو کې ویني.
​​د پاکستان په پارليمان کې د قباېلي سيمو د منتخب نمائندگانو مشر ښاغلی منيراورکزی نه علاوه د وزيرستان نه سېنټر مولانا صالح شاه، خېبر پښتون خوا اسمبلۍ کې مفتي کفاېت الله، جمېعت الاسلام (ف) ډلې مولانا فضل الرحمان اود گوند نور غړي او د جماعت اسلامي اکثره مشران په وزيرستان کې د عملېاتو مخالفت کوي- په دوي باندې د تندلارو سره د خواخوگۍ تورونه لگول کیږي.

​​هم دغه تور د پاکستان د حکومت تر ټولو لوېې مخالف ډلې مسلم ليگ (ن) باندې هم دی- که وکتل ‍شي  نو اوسنی پارلېمان د طالبانو سره د چلن په موضوع ښکاره وېشلی شوی دی- تر اوسه داسې ښکاري چې د تند لاريتوب مخالفت ېواځې پيپلز گوند، عوامي نېشنل پارټي او متحده قومي مومېنټ کوي-  پاکستاني چارواکي او اولس طالبان د زرگونو پاکستانېانو په وژنه کې ککړ گڼي- طالبانو خپله په سوونو ځله په سېاسي، قامي مشرانو، حکومتي چارواکو، مخالفينو او عامو خلقو باندې د ځان وژونکو حملوپړه منلې-

- رحمان بونیری
بېرته شاته