(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

كندهار: دتوكودتجزيې لابراتوارنشته

[13.Mar.2013 - 11:22]

د كندهار د كرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، دغه ولايت ته هره ورځ ډول - ډول انساني، حيواني او نباتي خوراكي توكي واردېږي، چې د كيفيت مالومولو لپاره يې مجهز لابراتوار ته اړتيا ده. د معمول له مخي، ټول هغه وارداتي توكي، چې د ګمرك له لارې هيواد ته داخلېږي، د توكو د كيفيت معلومولو په يوه مجهز لابراتوار كې تر تجزيې وروسته ورته ماركېټ ته د داخلېدو اجازه وركول كېږي، خو په كندهار كې د دغه لابراتوار د نشتوالي له امله ستونزمنه ده چې د باكيفيته او بې كيفيته توكو تر منځ توپير وشي او ماركېټ ته د بې كيفيته توكو د داخلېدو مخه ونيول شي. د كندهار د كرهڼې او مالدارۍ رئيس انجنير احمدشاه روشن وايي، كندهار ته د بې كيفيته توكو د ورود د مخنيوي لپاره يوه لابراتوار ته اړتيا ده. د هغه په وينا، دا لابراتوار بايد په ګمرك كې دننه وي او د كرهڼې د مسلكي مامورينو له خوا يې چارې پر مخ يووړل شي. د ښاغلي روشن په خبره، دا مهال په ګمرك كې د توكو د كيفيت د كنټرول څانګه فعاله ده، خو د توكو د كيفيت معلومولو لپاره مجهز لابراتوار نشته. هغه زياته كړه: ((هره ورځ زموږ ماركېټ ته بې كيفيته او حتى تر وخت تېر حيواني، نباتي او انساني توكي واردېږي، چې دا خورا لويه ستونزه ده.)) انجنير روشن وايي، هره ورځ نوي او داسي توكي چې تر اوسه ماركېټ ته راغلي نه وي، راوړل كېږي، چې كيفيت يې هيڅ ډول تثبيت نه وي. د سرچينې په باور، ماركېټ ته د بې كيفيته توكو داخلېدل هم د انسانانو، هم حيواناتو او هم نباتاتو ژوند ګواښي. د نوموړي په وينا، د دغي ستونزي د هوارولو لپاره يوه لابراتوار ته اړتيا ده، چې په ګمرك كې دننه بايد شتون ولري. دى وايي: ((په ګمرك كې دننه بايد زموږ لابراتوار وي، تر څو ټول واردېدونكي توكي ماركېټ ته تر داخېلدو مخكې تجزيه كړو او د كيفيت نه لرلو په صورت كې يې بيرته هغه هيواد ته مسترد كړو.)) د كرهڼې رئيس وايي، هر كله چې د دوى سوداګر بهر ته توكي لېږدوي، نو تر ټولو لومړى يې د هغه هيواد له خوا چې ياد توكي يې ماركېټ ته داخلېږي، كيفيت كتل كېږي، كه يې كيفيت ښه وي، نو د صدور اجازه وركوي، خو كه يې كيفيت ټيټ وي، بيرته يې مستردوي. انجنير احمدشاه روشن وايي، د كندهار ولايتي ادارې ته يې په كندهار كې د خوراكي او نباتي توكو د كيفيت معلومولو د لابراتوار اړتيا ورپه ګوته كړې او د هغوى له خوا ورسره ژمنه شوې چې د دغه كمي په پوره كولو كې به ورسره مرسته كوي. د كرهڼې رئيس، چې له ټاټوبي اوونيزې سره يې په يوه ځانګړې مركه كې خبرې كولې، دغه راز د ګمرك له لارې پرته يا په بله وينا، په شخصي ډول هيواد ته د خوراكي او نباتي توكو راوړل هم لوى زيان بولي او وايي چې پر خپل سر د توكو له راوړلو بايد ډډه وشي. د نوموړي په وينا، ځيني بزګران پر خپل سر نباتي تخمونه واردوي، چې زياتره مهال د نااشنا امراضو د رامنځ ته كېدو لامل ګرځي. ده له كروندګرو څخه وغوښتل چې له دا ډول وارداتو ډډه وكړي: ((ځيني بزګران په شخصي ډول له بهره تخمونه واردوي، چې زياتره وخت يې له امله داسي امراض رامنځ ته كېږي چې هغه دلته هيڅ سابقه نه لري.)) ياد چارواكي له پوله ساتو يا سرحدي ځواكونو څخه هم غوښتنه وكړه چې چا ته په شخصي ډول د هغو توكو د واردولو اجازه ورنه كړي چې په لابراتوار كې يې كيفيت تثبيت شوى نه وي. د كندهار د كرهڼې او مالدارۍ رئيس د خپلو څرګندونو په دوام دا يادونه هم وكړه چې بزګران دې نه يوازي له بهره پر خپل سر تخمونه او نور نباتي او حيواني توكي او درمل نه واردوي، بلكې د هيواد په داخلي ماركېټونو كې دې هم د نباتي او حيواني درملو له خپلسري كارولو ډډه وكړي. هغه وويل، هر كله چې د كروندګرو نباتاتو او د مالدارو څارويو ته كوم امراض او آفات پېښېږي، نو د كرهڼې او مالدارۍ رياست د مسلكي مامورينو په مشوره دې يې درملنه وكړي، تر څو درملنه يې مطلوبه نتيجه وركړي. ده همدا راز كروندګرو ته توصيه وكړه چې د نباتي او حيواني درملو د كارولو پر مهال يې د مسلكي ماهرينو لارښوونو ته كلكه پاملرنه وكړي. د كرهڼې رئيس وايي: ((كله كله پر خپل سر زموږ كروندګر او مالداران د آزاد ماركېټ څخه نباتي او  حيواني درمل اخلي او كاروي يې او يا يې هم د مسلكي ماهرينو د هدايت مطابق نه كاروي، چې دا خورا لويې ستونزې رامنځ ته كوي.)) د كندهار دغه چارواكى وايي، د كندهار د كرهڼيزو محصولاتو د ودې لپاره يې پروګرامونه پيل كړي، چې د نباتي محصولاتو د سوداګرو د اتحاديې جوړول يې يوه برخه ده. د كندهار د كرهڼې چارواكي داسي مهال په دې ولايت كې د خوراكي او نباتي توكو د كيفيت معلومولو لپاره د يوه لابراتور د اړتيا په اړه د ټاټوبي اوونيزې له لارې ږغ پورته كوي چې په دغه ولايت كې نژدې هره مياشت په زياته اندازه بې كيفيته درمل او خوراكي توكي د روغتيايي چارواكو له خوا نيول كېږي او له منځه وړل كېږي.

بلخوا په كندهار كې د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون سيمه ييز مشر وايي، لا هم د دغه ولايت په اتو ولسواليو كې د عدلي او قضايي ارګانونو سيمه ييز دفترونه فعال نه دي، چې دا په دغو سيمو كې د بشري حقونو تامين له ګواښ سره مخ كوي. انجنير عبدالقادر نورزي له ټاټوبي اوونيزې سره په يوه ځانګړې مركه كې په كندهار كې د بشري حقونو د وضعې په اړه دا څرګندونې كولې. ښاغلى نورزى وايي، د تېرو لسو كلونو په اوږدو كې په كندهار كې د بشري حقونو د تامين په برخه كې له ستونزو سره سره پام وړ پرمختګونه شوي دي. د نوموړي په وينا، د بشري حقونو په اړه په دولتي او ولسي كچه د خلكو د پوهاوي د كچې لوړېدل د بشري حقونو د تامين په برخه كې د پرمختګ ښه بېلګه بلل كېږي. سرچينې زياته كړه چې پخوا د ښځو حقونه په خلكو كې بېخي مطرح نه وو، خو دا مهال په دې برخه كې خلك په كافي اندازه پوهاوى لري. انجنير نورزى همدا راز وايي: ((اوس زموږ دولتي ارګانونه هم د بشري حقونو په اړه پوهاوى لري او زموږ سره كاملاً همكار دي.)) خو د پرمختګونو سره سره په كندهار كې د بشري حقونو د تامين په وړاندي ځيني خنډونه هم شته، چې د بشري حقونو د فعالينو لپاره د اندېښنې وړ دي. په كندهار كې د بشري حقونو دغه لوړپوړى فعال وايي، په كندهار كې د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د ولايتي دفتر كاركوونكي د دغه ولايت له اوولسو ولسواليو څخه يوازي په پنځو كې يې فعاليت لري. هغه دغه راز وويل چې په زابل كې هم د بشري حقونو د فعالينو د فعاليت ساحه د ناامنيو له امله يوازي تر مركز كلاته محدوده ده. دى وايي: ((زموږ فعاليت د ناامنيو له امله د كندهار تر پنځو ولسواليو او د زابل تر كلات ښار پوري محدود دى. د ناامنيو له امله نه يو توانېدلي چې ټولو ولسواليو ته ځان ورسوو.)) ښاغلى نورزى وايي، د كندهار په اتو ولسواليو كې دا مهال قاضي او څارنوال نشته. نوموړي كه څه هم په ټوليز ډول امنيت مخ پر ښه كېدو وباله، خو زياته يې كړه چې په لېري پرتو ولسواليو كې د عدلي او قضايي ارګانونو د استازو نشتوالى خپله د دې څرګندويي كوي چې لا هم امنيت ډاډمن نه دى. په كندهار كې د بشري حقونو د ولايتي دفتر مشر وايي: ((هغه سيمې موږ ناامنه بولو، چېري چې عدلي او قضايي ارګانونه فعال نه وي.)) ده همدا راز وويل چې د كندهار په مركزي عدلي او قضايي ارګانونو كې هم پرسونل كم دى او يا هم كافي مسلكي پرسونل نه لري. دغه راز پوليس هم د ښاري خدماتو پر ځاى په حربي فعاليتونو بوخت وي. دا ټول هغه څه دي چې د ښاغلي نورزي په وينا، د بشري حقونو تامينول او د قانون حاكميت ګواښي. دغه راز بې سوادي، بې كاري او د خلكو د اقتصاد د كچې ټيټوالى د بشري حقونو د تامين په وړاندي نور خنډونه بلل كېږي. انجنير عبدالقادر نورزي له دولته وغوښتل چې د اساسي قانون له مخې د خپل مكلفيت پر اساس متوازن انكشاف رامنځ ته كړي: ((د اساسي قانون له مخې دولت مكلفيت لري چې په ټولو سيمو كې متوازن انكشاف رامنځ ته كړي. كه دا كار وشي، د بشري حقونو تامين ته زمينه برابرېږي.)) د بشري حقونو دغه فعال همدا راز له خلكو وغوښتل چې زدكړې ته مخه كړي، ځكه د نوموړي په باور، له زدكړې پرته شونې نه ده چې د يوې ټولنې وګړي دې له خپلو بشري حقونو څخه برخمن شي. سرچينې زياته كړه: ((لويه ستونزه دا ده چې زموږ زياتره خلك نالوستي دي، له خپلو بشري حقونو څخه خبر نه دي، نو دوى به د خپلو حقونو غوښتنه څنګه وكړي. كه خلك لوستي شي، دا ستونزه حلېږي.)) د كندهار د بشري حقونو ولايتي دفتر پخوا د ټولو سوېلي ولايتونو په كچه مسووليت درلود، خو په دې وروستيو كې د دغه دفتر د فعاليت ساحه تر كندهار او زابل پوري محدوده شوې او په پاتې نورو ولايتونو كې ساحوي دفترونه پرانيستل شوي دي. د ښځو، كوچنيانو او معلولينو بشري حقونو ته پراختيا وركول، د بشري حقونو په اړه د خلكو د پوهاوي كچه لوړول، د انتقالي عدالت پلي كول او د قانون د تطبيق پر چارو نظارت كول د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون له اساسي دندو څخه شمېرل كېږي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د ټول هيواد په كچه شپږ ولايتي او اته ساحوي دفترونه لري، چې د بشري حقونو د تامين په برخه كې كار كوي.

راپور : عزت الله ذکي Ezatullah Zaki

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- ذکي
بېرته شاته