(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شېرزي انستيتيوت

[08.Mar.2013 - 23:42]

شېرزي انستيتيوت (۴۵۰۰) تنه زدكوونكي روزلي

په كندهار كې د شېرزي خصوصي انستيتيوت اداري مرستيال وايي، دغه انستيتيوت د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې ۴۵۰۰ تنه زدكوونكي د عصري علومو په بېلابېلو رشتو كې روزلي دي. د دغو زدكوونكو درېيمه برخه يې ښځينه دي. شېرزى د انګلېسي ژبې او معلوماتي ټكنالوژۍ انستيتيوت، په ۲۰۰۲ مېلادي كال كې د كندهار د پخواني او د ننګرهار د اوسني والي ګل آغا شېرزي له لوري په خصوصي ډول تاسيس شوى، چې مالي لګښت يې هم د هغه له لوري وركول كېږي. د دغه انستيتيوت اداري مرستيال محمداصف پتيالى وايي، ياد انستيتيوت په كندهار كې لومړنى خصوصي انستيتيوت دى چې په وړيا ډول د عصري ځينو علومو په برخه كې نارينه او ښځينه زدكوونكي روزي. د نوموړي په وينا، د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې دغه انستيتيوت توانېدلى چې ۴۵۰۰ تنه زدكوونكي د انګلېسي ژبې، كمپيوټر، مديريت، ژورناليزم او نورو برخو كې وروزي او ټولنې ته يې وړاندي كړي. پتيالى وايي، د دغو زدكوونكو له ډلې څخه ۱۵۰۰ تنه يې ښځينه وو، چې زياتره يې د انګلېسي او كمپيوټر په برخه كې روزل شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په لومړيو كې په دغه انستيتيوت كې يوازي د انګلېسي ژبې او كمپيوټر په برخه كې زدكوونكو ته روزنه وركول كېدله، خو وروسته له اړتيا سره سم د مديريت، ژورناليزم او نورو برخو كې هم د زدكوونكو د روزنې پروګرام پيل شو. د ښاغلي پتيالي په باور، د انګلېسي ژبې او كمپيوټر زدكړه له دې كبله ډېره اړينه ده چې د نورو خصوصي زدكړو او د ورځنيو مسلكي چارو د پر مخ وړلو لپاره مهمه وسيله بلل كېږي. محمداصف پتيالى وايي، په شېرزي انستيتيوت كې دا مهال نولس سوه تنه زدكوونكي په  زدكړو بوخت دي، چې درې سوه تنه يې ښځينه دي. د سرچينې په وينا، د څلوېښت تنه اداري او تدريسي پرسونل درلودونكي شېرزي انستيتيوت ته اوس هم هره ورځ په لسګونو زدكوونكي مراجعه كوي، خو ياده اداره د كافي ظرفيت د نه لرلو له امله نه ده توانېدلې چې هغوى جذب كړي. دى وايي: ((موږ ته هره ورځ له پنځوسو تر سلو كسانو پوري د داخلې لپاره مراجعه كوي، خو موږ د ودانۍ د تنګوالي له امله د هغوى د جذب ظرفيت نه لرو.)) د دغه خصوصي ښوونيز مركز اداري مرستيال همدا راز وايي، په دغه انستيتيوت كې هغه كسان تر نورو د داخلې تر لاسه كولو زيات چانس لري چې بېوزلي دي او په نورو خصوصي ښوونيزو مركزونو كې د پيسو په بدل كې د زدكړو وس نه لري. دغه راز ياد انستيتيوت ته هغه كسان هم د جذبېدو زيات چانس لري چې د خپل تعليمي ژوند په اوږدو كې يې له ځانه وړتيا ښودلې وي. دغه خصوصي انستيتيوت ته يو ځل د مشرانو جرګې له خوا ستاينليك هم وركول شوى دى. ښاغلي پتيالي په خپلو څرګندونو كې د خپلو لاسته راوړنو تر څنګ د ستونزو يادونه هم وكړه چې دغه ښوونيزه اداره ورسره لاس او ګرېوان ده. سرچينه وايي: ((زموږ يوه ستونزه دا ده چې كافي ښځينه ښوونكي نه لرو او له همدې امله مو ښځينه زدكوونكو ته هم نارينه ښوونكي تدريس كوي. دغه راز تعمير مو كوچنى دى او زياتو زدكوونكو د جذب ظرفيت نه لرو.)) خو نوموړي هيله وښوده كه مالي امكانات پيدا كړي، ښايي ياد انستيتيوت ته د پوهنتون تر كچې ارتقاء وركړي. ده د زدكوونكو په سالمه روزنه كې د دغه انستيتيوت رول د پام وړ وباله، خو د لا مؤثريت لپاره يې له والدينو وغوښتل چې كله ناكله د خپلو زدكوونكو نظارت وكړي. محمداصف پتيالى وايي: ((د زدكوونكو له والدينو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې راشي او د خپل زدكوونكي پوښتنه وكړي چې حاضري وركوي او كه يا او دغه راز څه يې زده كړي او كه يا؟ موږ آماده يو چې حتى د يو زدكوونكي د يوه كال معلومات هم د هغه والدينو ته وركړو.)) ښاغلي پتيالي وويل، شېرزى انستيتيوت په نژدې راتلونكي كې په پلان كې لري چې د زدكړو داسي ميتود هم پيل كړي چې په ټولګي كې د زدكوونكو حضور حتمي نه وي. د هغه په وينا، زدكوونكو ته به د زدكړې لپاره كتاب او لكچر وركول كېږي، هغه به په كور او كارځاى كې زده كوي او يوازي د ازموينې لپاره به انستيتيوت ته مراجعه كوي. د شېرزي معلوماتي ټكنالوژۍ او مسلكي زدكړو انستيتيوت مسوولين داسي مهال په خپلو چارو كې د بريا ادعا كوي چې پر خصوصي ښوونيزو مركزونو نيوكې كېږي چې ګواكې د تدريس كيفي معيارونو ته پام نه كوي او يوازي كميت ته ترجيح وركوي.

راپور : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- ذکي
بېرته شاته