(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کنسرت که اعلان؟

[08.Mar.2013 - 23:37]

طنز

ما یو خپل انډیوال  په ډیر مشکل راضي کړ، چې  یو وطني کنسرت ته  راسره  ولاړ سي ،له هغه خوند واخلو، ډیر بیروبار و ،  د تالار نس نژدې و چې و چوي، ټولو ستیج ته په څلورو کتله او دهغه خوا ته یې زورونه وهل ، تا چې ویل زړه  خوږو خلکو ته په دښته کې خیرات ویشل کیږي .

 ځوانه سندر غاړې چې یې ښه ځان ساټ باټ کړی و،په نخرو نخرو لکه زرکه کږه وږه د ګوتو په سرو راغله د ستیج  منځ کې میک ته ودریده ، په داسې حال کې چې سترګې یې مړې مړې اړولې، لومړی  یې دا سندر ه وویله :

 «ښکلی یم نازنیه یم ټوله مینه مینه یم ټوله مینه مینه یم»

 یو وار  لکه بم چې چولی وي په تالار کې غړم  سو ،شور او زوږ پورته سو  او د اوښ نڅاوي ورسره پيل سوې، چا سرونه ښورول اوچا څه اوڅه اوان د سپین ږیرولا لینګی رپیدې .

  دسندری په ختمیدوسره یو بل بم وچوئ،   کله چې هغې نارې کړه :

 «زه ښاپیرۍ یم وړکې جنۍ یم وړکې جنۍ یم  کله د یاری یم»

دې سندرې زاړه او واړه  په ښوریدو کړه، ځوانانو لاسونه اوپښې ټکول، ځانونه ځینې ورک وه نه پوهیده څه وکړې، چا لغتي غورځولې چا بوکسونه ، لکه داوطلبانه کار پر ټولوخولې راماتي وې.

درېیم بم یې لکه اصلي بم رښتیا د تالار وضعت سر چپه کړ  ،کله چې هغې نارې کړه :

«په سپينو لچو کې مې خوند کوي  بنګري، شرنګ »

سپین ږیرو چې په  اخیر  کې په ذربیني عینکو ورته کتله ، وارختا  ولاړه سوه اومخکې ته يې زورونه وهل پيل کړه چې ترې خلاص نسي .

ځوانان اړخ پر اړخ لکه مار چیچلي  ورته اوښتل راوښتل او یو یو به زونګه ورسوله، داشر کار و، ټوله له ځان سره اخته وه .

 پېنځم بم يې زما دوست  هم چپه کړ کله چې هغې نارې کړه :

«راځه که اخلې دسروشوڼدو خوندونه راځه راځه راځه، درته کوم اشارتونه راځه »

زما د دوست سترګی پر سر ولاړي وې ، هغه د دروازې خواته  زورونه وهل ، او نورو خلکو د ستیج خواته زورونه وهل  .

 ما له ځانه سره وویل : دا هنر هم عجب شی دی دایو خویې چور لیونی کړ تر شا زورونه وهي؟!

 ما په چغو او دلاسو په اشارو وورته ویل : چیرې  ځې، له خیره؟

هغه  لکه جغندر تک سور سوی و ماته پر سر و پر لم کېدی چې بهر ووځه

ظالېم زما شوق رامات کړ ، اولکه منتو د ارمان ډک زړه یې بهر ایستلو ته اړ کړم

بهر مي هغه ته ویل :

څه بې شوقه سړی  یې، څه خبره ده ؟

هغه ویل :

: دا کنسرت دی که د ځان اعلان؟

ما ورته ویل : ته يې کنسرت اواعلان څه کوې   ، خوند ترې اخله !

هغه راته وویل :

 وخت دی را زیان کړ، دکنسرت پر ځای دی ښځو اعلان ته بوتلم

ما چې ویل  هغه به وطن را په یاد کړي هغې میرمن را په یاد کړه!

زما سترګې وتخیدلې .

***

دحریصو سپین ږیرو دیدن کله کیږي په دوو

ښکلو ته ګوري تل  په څلورو له  ذربیني اینکو

د غاښونو دلوی والي په پلمه  تل خوله چړپوي

ښکلی  پرله پسې مچوي  له لیري په دې پلمو

- محمود نظري
بېرته شاته