(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخواخوږی دټولني دمبارکي پيغام

[07.Mar.2013 - 18:01]

د ښځو د نړيوال پيوستون د ورځي په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام

نيټه: ١8-١٢-١٣91 /  ٨-٣-٢٠١3

د هېواد درنو ميندو او خويندو!

د احترام او نيکو هيلو په وړاندي کولو سره اجازه راکړي چي د ښځو د نړيوال پيوستون د ورځي په مناسبت خپل  د ځان او د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني لخواه د زړه له کومي مبارکي تاسو ته وړاندي کړم.

څه د پاسه يوي پيړي څخه د ښځو د پيوستون ورځ په ټول نړي کې لمانځل کيږي چي لمړي ځل د آلماني مبارزي ښځي ميرمن کلارا زيتکين (Clara Zetkin) په نوښت د ١٧ هېوادونو په ګډون د دنمارک د کوپنهيګن په ښار کې و نمانځل سوه چي په دي کنفرانس کې د ښځو دځانګړو غوښتنو، حقوقو او جنسي ناوړو ګټو د پورته کولو پر خلاف مبارزه اعلان سوه چي دغه لړ تر ننه پوري دوام لري.

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې هم ملي مبارزي ميرمني او پيغلي د تاريخ په اوږدو کې په سرښندي او د هوډ سره د ښکيلاکګرو او ظالمانو پر خلاف کلکه مبارزه او جهاد کړي دي.

که څه هم د کورنيو ناخوالو او د نارينه و ځان ځاني حاکميت په کورنيو کې ستونزي او اختلافات جوړ کړي دي، د نارينه و د ظلم او استبداد د لاسه په ټول هېواد کې ځيني ميرمني او ځواني پيغلي ځانونه سوځوي، يا وژني او هم په ځينو سيمو کې جنسي تيري ورباندي کېږي د بلي خوا د بهرنيو پوځونو د هوائي او ځمکني عملياتو په جريان کې هم ډېر مهال ښځي او کوچنيان يا خو په تلفاتو کې شامل وي او يا هم د خپلو عزيزانو په ماتم کې اوښکي تويوي.

خو بيا هم په افغانستان کې د طالبانو د واکمني د پرزولو سره د ښځو په ژوندانه کې ډېر بدلونونه راغلي او تل افغان ميرمني او پيغلي خپل د اسلامي او ملي قوانينو او دودونو په ترسره کولو کې د ناخوالو، رنځونو او نورو ستونزو سره سره په جامعه کې خپل رول په ډېره ښه توګه لوبولي دي.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه يو ځل بيا د ښځو د نړيوال پيوستون د ورځي په وياړ خپله مبارکي د ټول نړي ښځو او په ځانګړي توګه د افغانستان قهرمانو ښځو ته وړاندي کوي او هيله مند دي چي نور د افغانستان د کورونو څخه د غم کمبله ټوله سي.

په درنښت،

الحاج غرزي خواخوږی

د ټولني مشر

پښتنه د خپل شهيد محبوب پر قبر

نن دي بيا قبر ته راغلمه ځلميه
چي تازه د شهادت دي نوی کال کړم
قرباني د نوم او ننګ وې تورياليه
ستاپدې ځان جارولو باندي خيال کړم
په رښتيا د امتحان لوی برياليه
تازه خلاص د اسارت له درانه جال کړم
جګه غاړه ګرزم فخر پدی حال کړم
ستا جنډه به بيا تياره له سره شال کړم
پر تندي مي ستا د سر ووينو خال ايښئ
يوار لږ څه سر تر ګوره را اوچت کړه
پېغلتوب او ټول هوس دئ ما پري ايښئ
په تا وياړم چي شهيد دی ځان پر پت کړه
د تلتک تر مرګ بهتر ګڼم دا پيښي
چي ځواني دي قرباني د خپل ملت کړه
پر مزار به دي زه پاش د تندي خال کړم
ستا جنډه به بيا تياره له سره شال کړم
ما جانان بللې ته ددي لپاره
چي په سرو وينو دي رنګ ښکلی بدن کړې
مابه شونډي درپه خوله کړې ګرانه ياره
چي تل غوښي په غاښ پرې د خپل دښمن کړې
پسته غېږ کي به مي ټينګ کړلې دلداره
چي په کلک عزم ځان جار تر خپل وطن کړې
په رښتيا چي وې پښتون زه دا مثال کړم
ستا جنډه به بيا تياره له سره شال کړم
زه به ولې پر تا وير کړم ننګياليه
چي په سرو وينو دي ليک درس د عبرت دئ
نه يې مړ ته تر ابده يې ژونديه
هم ګټلی دي خدمت د شهادت دئ
نوم دی پاته پر نړۍ دئ مېړنيه
دغه فعل دي لوی نښان دلوړ همت دئ
پښتنه يم پښتونواله به اعمال کړم
ستا جنډه به بيا تياره له سره شال کړم

 

"استاد خواخوږی"

-
بېرته شاته