(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کانکورپه ازموينوکې ددرغلۍ پرضددلاریون بلنه

[06.Mar.2013 - 11:18]

دکانکور په ازموينو کې د پراخې درغلۍ پر ضد د لوی لاریون بلنه

درنو هېوادوالو! له څو کلو راهيسې د کانکور په ازموينو کې پراخې درغلۍ روانې دي، خو څرنګه چې د دغو درغليو پر وړاندې چا اغېزناک غږ پورته نه کړ، دا دی سږ کال درغلۍ خپل اوج او د نه زغملو بريد ته ورسېدې. د درغليو د ثبوت لپاره به يوازې همدومره بس وي، چې د بلخ، ننګرهار او کندهار په ګډون د هېواد له ۲۸ ولايتونو څخه ټول ۷۰۰ زده کوونکو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي، خو يوازې د دايکندي له وروسته پاتې ولايت څخه ۸۰۰ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستې دي. همداراز د کابل او هرات په ګډون دهېواد له ۳۰ ولايتونو څخه ټول ۱۴۹۴ تنو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي، خو له دايکندي، پروان، فارياب او غور څخه ۲۰۸۵ تنو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستې دي. د درغليو له امله نه يوازې ډېر خواريکښه او مستعد ځوانان لوړو پوهنځيو ته له برياليتوب څخه پاتې شوي، بلکې يو زيات شمېر يې له امله بې پايلې شوي هم دي.
د کانکور ازموينه هغه ملي پروسه ده چې له مخې يې د هېواد راتلونکی او کادري ظرفيت ټاکل کېږي. که چېرې سږ کال موږ د روانو درغليو پر وړاندې بيا غلي کښېنو، مانا دا چې په غړولو سترګو به د هېواد د تباهۍ ننداره کوو.
نو؛ راځئ د ټولو هغو خواريکښو او مستعدو ځوانانو له حقه دفاع وکړو چې د کانکور پايلو له خپلو هڅو ناهيلي کړي او پر عدالت او خپل راتلونکي بې باوره شوي دي.
راځئ د دغه پراخ فساد، ملي خيانت او بېعدالتۍ پر وړاندې غږ پورته کړو، د درغلګرو څېرې رسوا کړو او د خپل هېواد راتلونکی وژغورو!
موږ نه غواړو د کوم ځانګړي قوم يا سيمې داعيه راپورته کړو، بلکې غواړو د يوه رښتيني افغان په توګه د خپل بامياني هزاره، بدخشاني تاجېک، کندهاري پښتون، جوزجاني ازبک، خواريکښو کابليانو او د ټول هېواد د ځوانانو له حقونو دفاع وکړو.
د ځوانو ملي خوځښتونو د همغږۍ کمېټه او د مدني ټولنې بنسټونه تاسو ته بلنه درکوي، چې د شنبې په ورځ له موږ سره د درغلۍ او بېعدالتۍ پر وړاندې پراخ لاريون کې برخه واخلئ، فاسد چارواکي د عدالت مېز ته راکش کړئ او د کانکور پر ناعادلانه پايلو د بطلان کرښه وباسئ.
موږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر خپلو هېوادوالو او په ځانګړې توګه ځوانانو او د مدني ټولنې پر ټولو بنسټونو غږ کوو چې د شنبې په ورځ په خپلو ولايتونو کې زموږ بلنې ته لبيک ووايي او د درغلۍ پر وړاندې خپله کرکه د لاريونونو په ترسره کولو څرګنده کړي.
په کابل کې د لاريون وخت او ځای:
د لاريون وخت: شنبه، د کب ۱۹ نېټه، د سهار ۹ بجې
د راټولېدو ځای: کابل پوهنتون ته څېرمه د ده بوري څلورلاری ( پارک)
د لاريون لوری: د لوړو زده کړو وزارت

په درنښت
ځوان ملي خوځښتونه او مدني بنسټونه

Dr. Khushal Rohi

- ملي اومدني بنسټونه
بېرته شاته