(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دننګرهارمیډیوټیک اعلامیه

[24.Feb.2013 - 22:07]

نن ورځ یکشنبه دکب شپږمه نېټه دننګرهارولایت دملي امنیت ودانۍ په وړاندې د راپېښې امنیتي پېښې په وخت دسیمې له یوشمېر خبریالانو سره ناوړه چلن شوی، ننګرهارمیدیوتیک ( رسنیز کور) دابرید په کلکه غندي او په اړه یې دڅېړنو غوښتنه کوي.

کله چې سهار اووه  بجې شاوخوا، خبریالان دپېښې دپوښښ لپاره سيمې ته ورغلل ، دملي امنیت ادارې داړوندو کسانو له خواورسره  دسپکاوي چلن وشو، دفرانس پریس اژانس خبریال نورالله ، دپژواک اژانس خبریال زړګی ، دژوندون تلویزیون خبریال زیار خان یاد او ځينې نور په وهلو –ډبولو دپېښې له ځایه ویستل شوي او یو شمېرنورو ته سپکې سپورې ویل شوي.

بل پلو له یادو خبریالانو ددوی ژورنالستیک وسایل، کامرې ، موبایلونه او نور وسایل هم ملي امنیت اخیستي ، چې په هیڅ صورت دغه ډول چلن دزغملو نه دی.

ننګرهاررسنیز کور دخبریالانو په وړاندې دغه ډول چلن ځکه غندي، چې دافغانستان داساسي قانون دحکمونو په رڼا کې دپېښو پوښښ دخبریالانو دنده ده او باید له دوی سره هره دولتي اداره په دغه کار کې مرسته وکړي.

څه وخت وړاندې په کابل کې هم دملي امینت دادارې ترڅنګ دهمدوی له خوا، خبریالان له دغه ډول چلن سره مخ شوي و او دادی اوس په ننګرهارکې له دغسې یوه ناوړه حالت سره مخ شول. موږ دافغانستان له حکومت او نړۍ والو ادارو نه داغواړو، چې دبیان ازادۍ دمخنیوي په وړاندې دغه ډول چلن وغندي او دهغو عاملین محکوم کړي او دبیان دخپلواکۍ شعار په عمل کې په زبات ورسوي.

په درنښت

ننګرهارمیدیوتیک

رسنیو کور

 

- پسرلی
بېرته شاته