(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حمزه بابا نولسم تلین ونمانځل شو

[21.Feb.2013 - 13:03]

فرهاد شینواری

د اتوار ورځې په ماښام د پښتونخوا په پیښور پریس کلب کې د حمزه بابا ادبي سوسایټۍ له خوا د شلمې پېړۍ وتلی شاعر او د پښتو د غزل بابا امیر حمزه خان شینواری نولسم تلین ونمانځل شو.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین په ګډون په کې د خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او د افغانستان نه هم راغلو شاعرانو او ادیبانو په باد غونډه کې برخه واخیسته.

د دغې دستورې په وخت د حمزه بابا په ادبی خدماتو،شخصیت او فن باندې مکالې وړاندې کړۍ شوې او د نوموړۍ د نوي اردو شعری مجموعې (باد خیبر)مخ کتنه هم اوشوه،او شاعرانو او ادیبانو ورته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې.

په دې دستوره کې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل ((چې د پښتنو په مشرانو کې د حمزه بابا هم یو لوړ مقام دۍ او په داسې مشرانو موږ فخر کوو،او موږ خوش قسمته یو چې موږ له الله داسې مشران راکړی دی))

میا افتخار د حمزه بابا دغه شعرونه هم وویل چې
ستا ناز مې پښتو اخلي خو غرور زغملۍ نه شي
دا یو دې په سر سترګو خو دا بل به پکې نه وي

پلو  دې  د مخ   اخلم   پښتنې  خو دا مې  واوره
زمرۍ غوندې به ګورې شرمیدل به پکې نه وي

دغې دستورې په وخت وتلی شاعر او د پیښور راډیو ډایریکټر لایقزاده لایق وویل چې((حمزه بابا د پرون او نن د تسلسل نوم دۍ، دا موږ ویلۍ شو چې په شلمې پیړۍ کې هغه زموږه د کلاسیکی دور او زموږه د وړومبو د ورونو هغه ټوله شاعري په خپله شاعرۍ کې راځای کړه ،او د پښتو غزل یې دومره لوړ مقام ته ورسولو چې زه فکر کوم چې په راتلونکې وخت کې به څوک هم د ده مقابله و نه کړای شي))

او د حمزه بابا ادبي سوسایټۍ پیښور مشر هارون شینواری وویل چې (( حافظ په فارسۍ ژبه کې او غالب په اردو ژبه کې کوم مقام جوړ کړۍ وو نو په  هغه رنګ په  پښتو غزل کې د حمزه بابا هم شته، او یو پښتون غزل یې و لیکلو نو ځکه ورته د پښتو د غزل بابا وویل شو))

د یادې دستورې ګډونوالو وویل چې ټول پښتانه به د امیر حمزه خان شینواري ادبي خدمات یاد ساتي، لکه چې په خپله هم نوموړی وايي، چې
د پښتو  څڼه وربل  کې حمزه  برخه  زما  هم شته
دا احساس به تل ژوندۍ وي په راتلونکو پښتنو کې

یاده دې وي چې امیر حمزه خان شینواری په ۱۹۹۴ کال کې د دغه دنیا نه سترګې پټې کړې، او د خیبر ایجنسۍ په لواړګي سیمه کې د ده په مزار یو کلچرل کمپلیکس هم جوړ شوی دی.

مشال راډيو

- شینواری
بېرته شاته