(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په زېږنتون كې ولادت د مېندو د مړينې خطر كموي

[20.Feb.2013 - 16:03]

 

راپور : عزت الله ذکي

د كندهار د عامې روغتيا چارواكي وايي، په كندهار كې يې د عادي ولادتونو لپاره نوى زېږنتون فعال كړى، تر څو په دې ولايت كې د ولادت يا د كوچني زېږولو پر مهال د مېندو او كوچنيانو د مړينې ګراف راټيټ شي. ياد زېږنتون، چې د كندهار د عامې روغتيا رياست څنګ ته، د عطاجان جامع پر مخامخ موقعيت لري، د هالېنډ هيواد په مالي مرسته فعال شوى دى. د كندهار د عامې روغتيا رئيس ډاكټر عبدالقيوم پخلا وايي، ياد زېږنتون، چې په يوه وخت كې د شپږو نورمال يا عادي ولادتونو ظرفيت لري، څلورويشت ساعته فعال او د مراجعينو پر مخ پرانيستى وي. ډاكټر پخلا، چې له ټاټوبي اوونيزې سره يې په يوه ځانګړې مركه كې د ياد زېږنتون په اړه څرګندونې كولې، وويل چې ياد زېږنتون د ميرويس روغتون له زېږنتون سره توپير لري: ((دا زېږنتون د عادي يا نورمال ولادتونو لپاره دى. دلته به هغه ولادتونه تر سره كېږي چې پېچلي نه وي او عملياتو ته اړتيا ونه لري.)) د نوموړي په وينا، دغه زېږنتون، چې د نهو تنو مجربو قابلو په شمول، اتلس تنه كاركوونكي لري، لس بستره او پر يوه وخت د شپږو نورمال ولادتونو لپاره امكانات لري. د پخلا د معلوماتو له مخې، په دغه زېږنتون كې به نورمال ولادتونه تر سره كېږي او هغه ولادتونه چې پېچلي وي او عملياتو ته اړتيا ولري، هغه به د ميرويس روغتون د نسايي او ولادي څانګې ته بېول كېږي. ياد زېږنتون د دغې چارې لپاره ځانګړى امبولانس لري، چې څلورويشت ساعته فعال وي. ډاكټر پخلا باور لري چې د دغه روغتون فعالتيا به نه يوازي په كندهار كې په يو صحي روغتيايي مركز يا زېږنتون كې د عادي ولادتونو تر سره كېدل عام كړي، بلكې د ميرويس روغتون پر نسايي ولادي څانګه به هم د مراجعينو بېروبار راكم كړي. ډاكټر عبدالقيوم پخلا وايي، په كور كې د يو نامسلكي كس او دغه راز په زېږنتون كې د ښځينه روغتيايي پرسونل پر لاس د ولادت تر منځ له روغتيايي پلوه ډېر توپير دى. دى وايي: ((په زېږنتون كې ولادت، چې په يوه پاك چاپېريال كې د روزل شويو قابلو پر لاس تر سره كېږي، د كور له ولادت سره، چې د يو نامسلكي ښځې پر لاس په يوه ناپاك او ناخوندي چاپېريال كې تر سره كېږي، ډېر فرق لري.)) د نوموړي په وينا، هغه ولادتونه، چې په كور كې تر سره كېږي، د مور او كوچني ژوند له خطر سره مخ كوي، خو هغه ولادتونه چې په زېږنتون كې تر سره كېږي، نه يوازي د سالم ولادت تضمين كوي، بلكې د ولادت پر مهال د مور او كوچني د مړينې خطر هم راكموي. د كندهار د روغتيايي چارو مشر وايي، په كندهار كې د دغه زېږنتون فعالول د دوى د هغو روغتيايي پروګرامونو يوه برخه ده چې په دغه ولايت كې روغتيايي آسانتياوو ته د خلكو د لاسرسي او د مېندو او كوچنيانو د مړينې د ګراف د راټيټولو په موخه پيل شوي دي. ده زياته كړه چې دا ډول پروګرامونه د هيواد په سطح پلي شوي او خورا ګټور تمام شوي دي: ((پخوا د ولادت پر مهال په هرو يو لك ښځو كې ۱۶۰۰ تنو يې ژوند له لاسه وركاوه، خو د روغتيايي سهولتونو له زياتوالي سره نوې سروې ښيي چې اوس په هرو يو لك ښځو كې يوازي ۳۲۷ تنې يې د ولادت پر مهال ژوند له لاسه وركوي، چې دا په هيواد كې د مور او كوچني د مړينې په كچه كې د پخوا په پرتله زيات كموالى ښيي.)) د كندهار د روغتيا رياست د شمېرو له مخې، هر كال په دغه ولايت كې شاوخوا څوارلس زره ولادتونه كېږي، چې ډېر يې نارمل وي. پخلا وايي، د روان لمريز كال په لومړيو شپږو مياشتو كې په ټول كندهار كې اته زره ولادتونه تر سره شوي دي. ښايي دا يوازي هغه ولادتونه وي چې په روغتيايي مركزونو كې تر سره كېږي، ځكه د ټولنې د پوهاوي د كچې د ټيټوالي له امله ډېرى خلك اوس هم د ولادت لپاره خپلې ښځې ځانګړي روغتيايي مركز يا زېږنتون ته نه بايي. په كندهار كې د خلكو د پوهاوي د كچې د ټيټوالي له امله د عادي ولادت لپاره روغتون ته د خلكو ورتګ معمول نه دى. دغه راز هغه كسان، چې مراجعه كوي، زياتره يې د زېږنتون اصولو ته پام نه كوي، چې په دې ډول د زېږنتون روغتيايي پرسونل ته ستونزې جوړوي. د كندهار د عامې روغتيا رئيس له خلكو غواړي چې نه يوازي خپلې خويندې او مېندې د نورمالو ولادتونو لپاره ياد زېږنتون ته بوزي، بلكې د ده په ټكو، ښه دا ده چې د زېږنتون اصولو ته درناوى وكړي. پخلا وايي: ((كله چې د ولادت لپاره يو مور راوستل كېږي، په كار ده چې يوازي يو پايواز ورسره وي، ځكه اضافي پايوازان زموږ پرسونل ته ستونزې جوړوي. همدا راز ځيني پايوازان ګيله كوي چې زموږ د ناروغ كار نه كېږي او يا ځنډېږي، حال دا چې داسي نه ده، بلكې دا خپله نېټه لري او د هغه وخت تر رارسېدو پوري روغتيايي پرسونل انتظار باسي او ناروغ يې تر مراقبت لاندي وي.)) ډاكټر پخلا دغه راز له مېندو غواړي چې د حمل لرلو پر مهال لږ تر لږه څلور واره د هغې قابلې سره مشوره وكړي چې د دې د ولادت چاره يې پر غاړه وي. تر اوسه يوازي د كندهار ښار په سطحه د نورمال او غيرنورمال ولادتونو لپاره ځانګړي روغتيايي مركزونه فعال دي او په ولسواليو كې دا روغتيايي سهولت نشته، خو ښاغلي پخلا وويل چې په زياتره ولسواليو كې په روغتيايي مركزونو كې ښځينه روغتيايي پرسونل شته او مېندې كولاى شي د ولادت پر مهال ورته مراجعه وكړي. ده د كندهار د روغتيايي چارو د مسوول په توګه ومنله چې لا هم په شاوخوا پنځو ولسواليو كې يا روغتيايي مركزونه نشته او يا هم هلته فعال مركزونه ښځينه روغتيايي پرسونل نه لري. هغه زياتوي: ((موږ په نېش، ميانشين، غورك، ښوراوك، معروف او رېګستان ولسواليو كې يا كلينيك نه لرو او يا په ځايي كلينيك كې قابلې نه لرو، چې مېندې ورته د ولادت لپاره مراجعه وكړي.)) ډاكټر عبدالقيوم پخلا دا هم ومنله چې د ولسواليو په روغتيايي مركزونو كې يوازي قابلې شته او تر اوسه پكې ښځينه ډاكټرانې فعاليت نه لري. د كندهار په روغتيايي انستيتيوت كې هر كال شاوخوا څلوېښت تنې قابلې روزل كېږي، خو ويل كېږي چې يوازي قابلې ستونزه نه هواروي، بلكې د ښځينه ډاكټرانو شتون ته هم سخته اړتيا ده. ښاغلى پخلا وايي، په كندهار كې د روغتيا په برخه كې د عامه پوهاوي د كچې لوړول يې هم په لومړيتوبونو كې دي او د دغې چارې لپاره يې يو لړ اقدامات كړي دي. د نوموړي په خبره، همدا اوس د ټولنې د روغتيايي رضاراكانو په نامه روغتيايي پرسونل ګرځنده فعاليت لري، تر څو خلكو ته د روغتيايي چارو په اړه لومړني معلومات وركړي. دغه كسان دنده لري چې د نورو روغتيايي معلوماتو تر څنګ، مېندې پوه كړي چې د ولادت لپاره زېږنتون ته مراجعه وكړي او په دې ډول د ولادت پر مهال د ځان او كوچني د ژوند خونديتوب تر ډېره تضمين كړي. سره له دې چې د تېرو اوو اتو كلونو راهيسي په كندهار كې د روغتيايي خدماتو د فعالتيا په برخه كې زياتې هلې ځلې شوې، خو لا هم د ناامنيو له امله د درېيو - څلورو ولسواليو خلك آن له لومړنيو روغتيايي آسانتياوو څخه هم بې برخې دي.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- پخلا
بېرته شاته