(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ختیځ ادبي بهیر د۳۰ او۳۱ مې ناستې راپور

[16.Feb.2013 - 11:56]

د ختیځ ادبي بهير ملګرو خپله ۳۱ مه اونیزه ناسته د ۱۳۹۱ کال د سلواغې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د جمعې په مبارکه ورځ د جلال اباد ښار  د میديوتیک په انګړ کې ترسره کړه.غونډه د تل په شان سهار ۹ بجې پیل شوه او تر غرمې ناوخته پورې يې دوام وکړ. پرانیسته يې قاري زیارمل سوکال  د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت وکړه، د دریځ چارې جمال ثاقب سمبالولې او راپور ایمل مړوند لیکه.

دا پلا د غونډې مشري شفیق الله مصور کوله، مېلمه ورسره دوست محمد دوست و او د کوربه توب محمد فهیم رحیمزی کاوه.

د دود سره سم د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوست، چې د ملګرو لخوا وستايل شو او د توکو د ارزونې په برخه کې د ژمنې سره سم لیاقت خان عزت مل خپله لنډه کیسه ارزونې ته وړاندې کړه.

عزت مل په خپله لیکنه کې د یو ځوان ګلاب او برېښنا د مینې کیسه کوي، چې دواړه سره په خپلو کې خپلوان دي او له ماشومتوبه یو له بل سره مینه کوي. کله چې دوی دواړه لویېږي مینه يې هم ورسره لویېږي او لا زور پیدا کوي. د ګلاب او برېښنا د مینې په داستان باندې د دوی دواړو د کورنيو غړي هم خبر وي او د ګلاب کورنۍ هڅه کوي چې په نن او سبا کې د برېښنا په جرګه ورشي او ګلاب ته يې رشته وغواړي. خو حالات نه غواړي چې دوی دواړه سره یو ځای شي او بله ورځ په کلي کې یو کس ډزې کوي چې برېښنا یې ورته ورکړه، خو جرګه راټولیږي او جرګه هم برېښنا هغه چاته ورکوي چې ډزې يې پرې کړي دي، د دې سره برېښنا څو ورځې وروسته ځانوژنه کوي خو ګلاب بیا هم ژوندی وي او د برېښنا مړي ته ځي او هغه خاورو ته سپاري.

پر کیسه د خبرو پیل ایمل مړوند وکړ، هغه وویل که څه هم د عزت مل صیب کیسه د موضوع له اړخه ښکلې وه، خو ولې لوستونکی یې له ځان سره نه شو ساتلی او تلوسه هم په کې نه وه یا ډېره کمزورې وه.

په خبره يې د لیکوال نه کیسه پړی شوې ده او لوستونکي ته ستړې کیدونکې ده ، داسې فکر کیږي چې کومه نثري لیکنه یا ولسي داستان وي.

د نوموړي په وینا د کیسې پای هم ډېر غوڅ دی او په داسې ځای کې خلاصیږي چې لوستونکیو ته دا چانس نه ورکوي چې د کیسې یا د کرکټر په اړه فکر وکړي او ځينې پوښتنې ورسره پیدا شي (( په کیسه کې برېښنا ځانوژنه کوي او کله چې ګلاب خبریږي یوه کړیکه يې له خولې وځي او بیا د برېښنا مړي ته ځي او هغه دفن کوي، چې لوستونکي ته ټوله خبره څرګندیږي.))

د مړوند په وینا که چېرته دا کیسه  په همدې ځای خلاصه چې ګلاب د برېښنا له مرګه خبر شي او یوه کړیکه يې له خولې ووځي، نو ممکن لوستونکي د ګلاب په اړه فکر وکړي چې یاره په ګلاب څه شوي، خو دلته په کیسه کې ګلاب د برېښنا له مرګه وروسته هم ژوندی وي او د مراسمو ټوله کیسه وکړي.

ضیاالدین همت مل وویل تلوسه يې هغه وخت خلاصه شوه کله چې لیکوال د کیسې په پیل کې د ګلاب او برېښنا د رشتې په اړه معلومات ورکړل چې برېښنا د ګلاب د ترور لور وه. هغه همدارنګه د ګلاب د نامه د ډېر تکرار خبره هم وکړه.

مړوند وویل ګلاب چې کله کوچنی وي او د پېښور نه وطن ته راځي نو د سړک پر سر د ټولو په وړاندې د برېښنا لاسونه په لاسونو کې نیسي او ښکل کوي يې. له انده يې کله چې یو څوک د اتو نهو کلونو په شاخوا کې عمر ولري هغه دومره نه پوهیږي چې د خپل جانان لاسونه ونیسي او هغه هم د ټولو خلکو پر وړاندې.

ځینو نورو ملګرو هم د مړوند سره د خبرې ملا تړله او د سړک پر سر باندې د ګلاب لخوا د برېښنا د لاسونو ښکل يې پر ځای نه بلل.

نادر دانش بیا په ټوله کې کیسه خوښه کړه، او وې ویل چې عزت مل صیب په خپله کیسه کې د ټولنې ډېر یو بد دود یانې په پردیو لورګانو د ډزو دود او بیا د جرګې یوه غیر عادلانه پریکړه، چې جرګه هم بیا برېښنا هغه چاته ورکوي چې ډزې يې پرې کړې وي انځور کړی دی او ډېره مهمه مسله يې په کې رااخیستې ده، چې اوس هم په ځينو لرو پرتو سیمو کې داسې ستونزې شته دی.

دانش هم د لارې پر سر د برېښنا د لاسونو ښکلول او په خپلو لاسونو کې د هغې لاسونه نیول پر ځای ونه بلل.

نوموړي همدارنګه وویل ((د کیسې په یو ځای کې راغلي دي چې یو بد زیری يې راکړ، زیری موږ بد نشو ویلی خکه چې زیری شو نو باید ښه وي ځکه زیری عموما ښو خبرونو ته کارول کیږي خو که ووایو چې یو بد خبر يې راکړ نو یو څه ترینه اخیستل کیږي.

مړوند بیا د جرګې لخوا شوې پرپکړې باندې نیوکه کوله چې جرګه هغه چاته برېښنا ورکوي، چې ډزې يې پرې کړي دي، هغه ویل تراوسه پورې داسې نه دي شوي چې د یو چا پر لور دې څوک ډزې وکړي او بیا دې هغه سړی خپله لور هماغه کس ته ورکړي .

خو ځينو ملګرو ورسره نه منله او ویل چې په ځينو سیمو کې جرګې دا ډول پریکړې کوي.

الفت پاڅون بیا ځينو کلیمو ته ګوته نیوله چې په کې پښتو نه وي لیکل شوې.

محمود خزان د (( اولاد نه درلودل)) پر ځای باندې (( اولادونه نه درلودل سم بلل)) او ټینګار يې کولو چې دا باید جمعه راشي.

نهضت شېرزاد هم ځينو کلیمو ته په اشارې ویل چې پر ځای نه دي کاریدلې هغه د بېلګې په توګه د برېښنا پلار یاد کړ چې ګلاب ورته کاکا وايي. د شېرزاد په وینا د ترور خاوند ته زموږ په ټولنه کې خلک کاکا نه بلکې ماما وايي چې باید ورته دلته هم وویل شي.

همت مل بیا ویل چې د اشاري ضمایرو نه يې په پکې هیڅ ګټه نه وه اخیستې او تر پایه د ګلاب نوم تکرار شوی دی.

دوست محمد دوست بیا د لیکوال د لوستلو انداز خوښ کړ چې ډېره اوږده کیسه يې ډېره ښه ولوستله هغه وویل موږ باید تل هڅه وکړو چې په خپلو لیکنو کې اخلاقي ارزښتونو ته ډېره پاملرنه وکړو. او د لارې پر سر يې د برېښنا لاسونه ښکلول د ګلاب لخوا يې د اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې یاد کړل.

جمال ثاقب بیا د ګلاب او برېښنا ترمنځ چې په ماشوموالي کې کومې خبرې کیدې د دوی څخه ډېر لوېې او سترې یادې کړې هغه وویل د دوی ترمنځ چې د خبرو کومه تبادله شوې ده د دوی د عمرونو په پرتله ډېرې غټې او مشرې دي .

مړوند وویل ((زما په نظر دا لا کیسه نه ده، خو که لیکوال يې د کیسې په چوکاټ کې واچوي نو یوه ښه کیسه ترېنه جوړیدای شي.))

ثاقب وړاندې وویل په کیسه کي کله راوي خپله کیسه کوي او بیا په ځينو ځاینو کې د ګلاب او برېښنا ترمنځ مکالمې وړاندې کوي (( خپله راوي کیسه کوي خو په ناڅاپي ډول بیا وايي: ګلاب، برېښنا او د دوی ترمنځ مکالمې وړاندې کوي.))

په پای کې خپله د کیسې لیکوال دریځ ته پورته شو او د ټولو ملګرو نه يې مننه وکړه چې نیک او رغنده نظرونه يې ورته ورکړل زیاته کړه چې په راتلونکې لیکنو کې به ضرور د دوی له نظرونو ګټه پورته کوي. هغه د کیسې د نوم په اړه د ملګرو نظرونه وپوښتل چې د ځينو ملګرو په خوښه يې ورته ((تنکۍ هیلې)) نوم غوره کړ.

تر کرکتنې وروسته یوه ازاده مشاعره وشوه چې د یادو کسانو سربېره پکې دغو ښاغلو هم خپل شعرونه وویل:

محمد فاروق دیدار، محمود خزان، الفت پاڅون، صفی الله سنګین، ضیاالدین زلمي، اختیارالله، نجیب الله سمون، امین الله ملاخېل، هدایت الله شیدا، احمد جمال جمال، حضرت یوسف یوسفزي، صدیق الله صدیق، جانان زمري، شمس ارحمان حسیني مجیب الرحمان، فرهاد، الله محمد حسنزي، فرید الله ملاتړ، ظاهر قلندر او بصیر احمد تلاش.

په پای کې د دې اونيزې ناستې مشر مېلمه شفیق الله مصور دریځ ته وبلل شو. نوموړي خوښي څرګنده کړه چې د ختیځ ادبي بهیر په اونیزه ناسته کې ګډون لري او غونډه يې ډېره ښه وارزوله ، وې ویل د ملګرو لخوا ډېره ښه کره کتنه وشوله چې ډېر څه يې پکې واوریدل.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.

د ختیځ ادبي بهیر د ۳۰ اونیزې ناستې راپور

ایمل مړوند

ختیځ ادبي بهیر د تل په شان خپله ۳۰ مه اونیزه غونډه د ۱۳۹۱ کال  د سلواغې میاشتې په ۲۰ نېټه د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې ترسره کړه.

مشران مېلمانه يې محمد فاروق دیدار او غزیزالدین یوسفزی وو، د کوربه پر څوکې ورسره صف الله سنګین ناست و.او د دریځ چارې جمال ثاقب سمبالولې.

غونډه محمود خزان د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو پرانیستله. د ایمل مړوند د نشتون له امله د تېرې ناستې ګزارش ونه لوستل شو.

د توکو د ارزونې په برخه کې هلال احمد عاجز د (( د ناهیلۍ ))په نوم خپله لنډه کیسه کرکتنې ته وړاندې کړه، چې د خبرو پیل پرې ضیاالدین همت مل وکړ، نوموړي که څه هم د عاجز عاجزانه هڅه وستایله، خو زیاته يې کړه چې د هلال نه کیسه یو څه اوږده شوې همت مل په  کیسه کې د شعر راوستل سم ونه بلل او زیاته کړه، چې په کیسو کې شعرونه او سندرې راتلی شي خو عاجز چې په کوم ځای کې شعر راخیستی دی مناسب ځای د شعر لپاره نه دی او اضافي په کې لیکل شوی دی.

ډاکټر بشیر احمد پرهر بیا ځینو تکراري جملو ته ګوته ونیوله چې له انده يې کیسه يې پیکه کړې ده، د پرهر په وینا په کیسه او لیکنه کې باید تر ورستیي بریده هڅه وکړو چې د تکراري او سولیدلو کلیمو څخه ځان وساتو.

د نوموړي په وینا تکراري کلیمي او جملې د کیسې یا داستان خوند له منځه وړي.

نادر دانش هم د پرهر سره په یوه خوله و او ځينو تکراري جملو ته يې اشاره کوله چې په باور يې د کیسې رنګ يې تت کړی دی او لوستونکو ته ستړې کیدونکې تمامیږي .

اومید خیران بیا د کیسې په تخنیکې اړخونو وګړیدلو او ځينو املايي تېروتنې يې یادې کړې هغه وویل موږ باید په لیکلو کې لیک نښو او املايي تېروتنو ته ډېر پام وکړو او خپله لیکنه تل دوه درې ځله ولولولو تر څو په کې کومه تېروتنه ونه اوسي.

 

احمد جمال جمال وویل: ((میراث مور ته نه پاتې کیږي، بلکې جمال ته پاتې کیږي، نو د مور په مړینه باندې کمال ته میراث نه پاتې کیږي، بلکې د جمال په مړینه باندې کمال ته مثراث پاتې کیږي)).

بازمحمد عابد هم  د میراث په برخه کې د جمال د خبرو ملا وتړله او همدارنګه يې وویل چې  د ((خاورین)) لوښي پرځای که کوم بل نوم راغلی وای او یا يې ورته ګڼدولی کارولی وای نو له انده يې ښه به راغلی و.

نوموړي په کیسه د شعر راوړلو په اړه وویل ،چې کیسه د مور په اړه لیکل شوی ده نو شعر راوړل په کې پر ځای نه دي راغلي. د عابد په خبره که  چېرته دا کیسه جانان ته لیکل شوې وه، نو بیا که شعر راغلی هم و څه ستونزه يې نه پیدا کوله.

پرهر وویل که چېرته د میراث خبره د مور نه زوی ته راواوړي نو یو ښه کیسه ترېنه جوړیدای شي.

ځينو نورو ملګرو هم د ډاکټر پرهر خبره تایید کړه.او ویل يې چې میراث تل زوی ته پاتې کیږي نه مورته ، نو باید کیسه کې کمال  د میراث لپاره د خپل وراره د وژلو هڅه وکړي نه د هغه د مور وژلو .

ښاعلي عبدالله اغېز وویل، زموږ په ټولنه کې تر ډېره د پنځو کلونو په شاخوا کې هلکان د تلاق په مانا نه پوهیږي او په بازار کې پلسټيک هم نه شي خر څولی.

هغه زیاته کړه، چې په کیسه کې کرکټر جمال دی خو لوبغاړې يې بیا د هغه مور راغلې ده، چې کیسه يې د خپل خالات نه ویستې ده.

خو ځينو ملګرو ورسره ونه منله او وې ویل چې کورنۍ ستونزو ډېری ماشومان اړ کړي دي چې په بازارونو کې توکي وپلوري او د ځان لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

لیاقت خان غزت مل بیا يټنګار کولو چې موږ باید په کرکتنه کې یوازې منفي خبرې ونه کړو او ځینو ښو او مثبتو ټکو ته هم اشاره وکړو، هغه د کیسې نوم خوښ نه کړ او ټينګار يې وکړ، چې د دې نوم پر ځای دې ورته بل مناسب نوم ولټول شي.

غزالدین یوسفزي بیا وویل چې د کیسې په یوځای کې د محمدالله نوم راغلی دی، خو ښکاره شوی نه دی چې له جمال سره کومه او څه اړیکه لري.

بازعابد بیا د همت مل د هغې خبرې سره همغږی نه و، چې ګوندې کیسه اوږده  ده هغه د استاد اسدالله غضنفر یوه کیسه د بېلګې په توګه یاده کړه چې کافي اوږده لیکل شوې خو ښه کیسه ده.

د کرکتنې په پای کې خپله د کیسې لیکول هلال عاجز دریځ ته ووبلل شو نوموړي د ټولو ملګرو نه مننه وکړه، چې پر کیسه يې ورته نیک او رغنده نظرونه ورکړل وې ویل چې په راتلونکو لیکنو کې به د ملګرو د نظرونو او مشورو نه پوره پوره ګټه اخلي.

ترکرکتنې ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله چې د یادو شو کسانو سربېره په کې دغو ښاغلو هم خپل شعرونه وویل:

ذبیح الله صالح، بصیر احمد تلاش، بلال، سید هدایت الله شیدا، الفت پاڅون، ریاض الله شفق، ضیالدین زلمی، صیام الدین پسرلی، عبید الله اغېز، لیاقت خان غزتمل، شمس الرحمان حسیني، اکمل ظاهر، قدیرملنګ، رحیم الله همراز، نهضت شېرزاد، یوسف ظریفي، زیارمل سوکال، طارق تسل، غزت الله ځواب، حمیدالله کامران، غزیز خان، ارباب خان، خضرت یوسف یوسفزی، او صاحب الله عابد.

په پای کې فاروق دیدار دریځ ته وبلل شو نوموړي خوښي ښکاره کړه، چې د ختیځ ادبي بهیر په داسې یوه ښکلې غونډه کې ګډون لري.

وې ویل ډېر خوشاله دی چې د ختیځ ادبي بهیر او ورته نورې ادبي ناستې کیږي او ځونان په خپلو کې سره خپل نظرونه او اندونه شریکوي.

هغه د ختیځ ادبي بهیر غونډې ډېرې زیاتې ګټورې وبللې او د نويو استعدادادونو په روزلو کې يې بهیر یو روزنیز مرکز یاد کړ.

په پای کې نادر دانش د بشري حقوقو کتاب او هجرت الله اختیار د حق په نوم مجله په برخوالو وویشله.

د راتلونکې اونۍ لپاره اغا محمد بینوا او لیاقت خان غزت مل ژمنه وکړه چې خپله لنډه کیسه به کرکتنې ته راوړي.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.

Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
Phone # 0773410589/0786384859
Email: [email protected] 
  Office Website: www.mediothek.org.af
Facebook: Mediothek Afghanistan Nangarhar Media House
www.pasarly.blogfa.com
- ایمل مړوند
بېرته شاته