(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا: حکومت هنري اکېډمیانې جوړوي

[14.Feb.2013 - 12:53]

د  پښتونخوا حکومت وايي، د موسيقۍ او نورو ښکليو هنرونو د زده کړې او پرمختګ لپاره ځانګړي مرکزونه يا اکيډميانې جوړوي. د صوبې د کلچرل ډايريکټريټ مشر پرويز ثبت خېل مشال راډيو ته وويل چې د پېښور اکيډمۍ پر ودانۍ کار روان دی او په راتلونکيو څو مياشتو کې به فعاله شي.

(( د دې اکيډمۍ نوم جبران عديل کلچرل اکيډيمي ده او د موسيقۍ زده کړې به يې يوه برخه وي. دا مهال د اکيډمۍ وداني لګيا ده جوړيږي او اميد دی له څلورو نه تر شپږو مياشتو پورې موده کې په کار پيل وکړي. موږ غواړو د اکيډمۍ لپاره کالنۍ بوديجه مختص کړو او او دغلته استعمالېدونکي ټول اوزار او د موسيقۍ آلات واخلو. دغه راز استادانو ته معقول تنخواګانې او زده کوونکو ته مياشتنۍ وظيفې ورکړو. د اکيډمۍ بورسونه لنډ مهاله او هم اوږد مهاله کېدای شي،  چې لا مو ورته حتمي شکل نه دی ورکړی.))    

د پښتونخوا په حکومت کې د کلچرل ډايريکټريټ مشر پرويز ثبت خېل زياته کړه چې د پېښور په اکيډمۍ کې به هنرمندانو ته د موسيقۍ ريکارډولو اسانتياوې هم په لاس ورکړي.

((شتمنو هنرمندانو ته په مناسب پيسو او لاچارو هغو ته به په وړيا توګه د موسيقۍ ثبتولو اسانتياوې ورکړو. د موسيقۍ د آلاتو لکه رباب، هارمونيم، طبله وغيره د زده کړې ځانګړي بورسونه به وي. که موږ ته مالومه شي چې ځوانان د موسيقۍ او نورو زيبا هنرونو په زده کړه کې دلچسپي لري، نو کېدلای شي دغه بورسونه اوږده کړو او د يوې ډګرۍ شکل ورته ورکړو. خدای دې وکړي چې زموږ دا پروګرام دغې کچ ته ورسيږي.))   

د پېښور په اسلاميه کالج کې د پښتو ژبې استاد او پېژندل شوی شاعر او ليکوال اباسين يوسفزی خوشبينه دی چې وايي د اکيډمۍ له جوړېدو سره به د سيمې د خلکو د موسيقۍ زده کولو لپاره د يوه ځانګړي حکومتي ځای لرلو د دوئ د اوږدې مودې ارمان پوره شي.

((د دغه اکيډمۍ په ترڅ کې به د هر رقم هنرونو د ودې لپاره يوه زمينه برابر شي. د موسيقۍ او مصورۍ نه علاوه، د سيمې ترکاڼانو، چميارانو او نايانو ته به هم موقعې ورکول کېږي چې خپل  هنرونه پر مخ بوځي. د نشتر هال شا ته د اکيډمۍ پر ودانۍ کار روان دی، چې په کې د ټولو هنرونو لپاره خپلې خپلې ګيلرۍ او د زده کړې کوټې جوړېږي. د موسيقۍ لپاره په کې بيل يو شاندار ځای دی، چې جوړ شي نو انشا الله د موسيقۍ د زده کړې لپاره د ځای د نيشتوالي مساله به حل شي.))

هم په پېښور کې نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم د موسيقۍ د زده کړې لپاره د اکيډمۍ جوړولو د حکومتي اقدام ستاينه کوي او وايي چې بايد تکړه او استعداد لرونکي هرمندان په کې په کار وګومارل شي.

((دا ښه خبره ده چې د بېلا بېلو سازونو د ښودلو لپاره به په کې يو شمېر استادان په نوکرۍ شي. تر کومې چې د سندرې ويلو د زده کړې خبره ده نو پکار ده چې باصلاحيته هنرمندان ورته راوستل شي چې زده کوونکو ته د موسيقۍ بنيادي قاعدې وروښيي. خو له بده مرغه، زموږ اکثر خلک د لوړې نه په دو وي، مانا دا چې غواړي په لږ وخت کې ډېر څه زده کړي. د موسيقۍ يو ښوونکی بايد زده کوونکو ته ووايي چې دا فن په اسانه نه زده کيږي. دغه اکيډمي چې څومره ژر جوړه شي، هومره به ښه وي.))  

د بښتونخوا د کلچرل ډايريکټريټ د مشر پرويز ثبت خېل په وينا، که د موسيقې د زده کړې د مرکز چلولو لومړنۍ تجربه يې کاميابه شوه نو و به کولای شي چې د اکيډميانو دغه لړۍ د صوبې نورو برخو ته هم وغځوي.

د پښتونخوا خاوره د فن او هنر له پلوه يوه بډايه سيمه ګڼل کېږي. دې خاورې د پښتو يو شمېر داسې سندرغاړي زېږولي چې سندرو يې د خلکو پر زړونو او ذهنونو تر ډېره وخته راج کړی دی.

د دغو وتليو هنرمندانو له ډلې څخه هغه څو تنه چې ژوندي پاتې دي او له کاره پرېوتي دي، په اړه يې ويل کېږي چې د بې وزلۍ ژوند تېروي.

پېژندل شوی سندرغاړی ګلزار عالم د پېښور د مشرانو سندرغاړو ستونزې تاييدوي او وايي چې له حقدارو هغو سره لازمې مرستې نه کېږي.

((احمد ګل او اکبر حسين مرستو ته اړتيا لري. دغه راز ګلاب شېر يو سندرغاړی دی. هغه يوه سندره يې ويلې ده چې، ستا منزل منزلونو کې يمه... هغه غريب دا مهال چرګان خرڅوي. حکومت يو څو تنه هنرمندان نشتر هال ته راوغواړي، چا ته شل او چا ته دېرش زره روپۍ ورکړي. نو په دې خو څه نه کېږي که نه. د هنرمندانو په نوم راغلې بلها پيسې له حکومت سره پرتې دي. له چا پوښتنه نه کوي چې د مرستو حقدار هنرمندان څوک دي. د ډرامې داسې فنکارانو هم په کې پيسې اخيستي چې خپل ګاډي او کاروبارونه لري.)) 

د پښتونخوا د صوابۍ يو پېژندل شوی شاعر او ليکوال نورالامين يوسفزی، چې د پښتنو پر کلتوري چارو هم نظر ساتي، د پښتنو سندرغاړو د بېوزلۍ او بېوسۍ اصلي لاملونه د ټولنې عمومي بېحسي او د حکومتي ادارو ناکامي په ګوته کوي.

((سره له دې چې پښتانه له موسيقۍ مزه اخلي، د فن يا آرټ په حواله زموږ د زيات شمېر خلکو اپروچ منفي دی. زموږ ظعيفان هنرمندان د دوئ د خير ښېګړې لپاره جوړو ادارو ته رسېدګي نه لري. پکار ده چې دغه ادارې د راډيو او ټيلي ويژن نه د عمرخوړليو هنرمندانو په اړه مالومات تر لاسه کړي او تپوس يې وکړي. ځکه چې دې خلکو په ټولنه کې د مينې او امن خواږه وېشلي دي. دغه موسيقي ده يا نور زيبا هنرونه دي چې بنده ته لکه د مور په شان غېږ کولاو کړي او سړی په کې د لږ ساعت لپاره د ژوند له دردونو او تکليفونو پناه واخلي.))

د  پښتونخوا په حکومت کې د کلچرل ډايريکټريټ مشر پرويز ثبت خېل بیا وايي، هڅې يې پيل کړي چې ورته ورکړل شوې لږې پيسې د ډېرو حاجت مندو هنرمندانو په کار راولي.

((حاجت مند هنرمندان بلکل شته. که هغه له موسيقۍ، ډرامې او فلم سره تعلق لري او که يا هم ليکوال دي. دغه راز کسب ګر خلک هم ډېر دي. د دوئ شمېر په سلګونو کې نه بلکې زرګونو کې دی. حکومت به زموږ ادارې ته د کال څومره پيسې راکوي؟ خو يو کروړ يا دوه کروړه به وي.نو په دې کې د ټولو هنرمندانو د حاجتونو خيال ساتل دي.))
    
پرويز ثبت خېل زياته کړه چې د خپلې نوې جوړې کړې تګلارې په ترڅ کې غواړي د صوبې د بېلا بېلو سيمو هنرمندانو ته مرستې ورسوي.

((ما په دغه تېره اونۍ کې د يوه ميټنګ مشري وکړه او راته مالومه شوه چې د صوبې له بېلا بېلو سيمو څخه موږ ته د دوه نيم سوه نه واخلې تر درې سوو پورې درخواستونه راغلي دي. کمېټې پرېکړه وکړه چې موږ به يوازې د پېښور سندرغاړي او د ډرامې اداکار ته مالي مرستې نه ورکوو، بلکې دا به د چترال، ډېرو او تور غر  کولال او چميار ته هم رسوو.))

شاعر او ليکوال نورالامين يوسفزی حکومت ته وړانديز کوي چې حقدارو هنرمندانو ته دې د اوسېدو لپاره کورونه او هغوئ او بچو ته يې د صحت او تعليم اسانتياوې ورکړي.

((تر هر څه مخکې پکار ده چې د صوبې د کلتور محکمه د هنرمندانو يوه ډيټا جمع کړي. بيا د سندرغاړو لپاره يوه جدا څانګه او بېلې پيسې مختص کړل شي، چې يوازې د دوئ پر ضرورتونو ولګول شي. داسې هم موږ کولای شو چې د دوئ لپاره يوه کالوني جوړه کړل شي، او دوئ او بچيو ته  يې د صحت او تعليم وړيا اسانتياوې ورکړل شي. داسې هم کېدلای شي چې حکومت او ولس د هنرمندانو د خير ښېګړې چارې په ګډه پر مخ يوسي.))
    
په دې وروستيو کې ځينو پښتنو ځوانانو د ټولنيزو انټرنيټي ويبپاڼو له لارې کمپاين پيل کړی چې د بېوزلو پښتنو هنرمندانو لپاره له خلکو مرستې ټولې کړي.

هارون باچا مشال راډيو

- هارون باچا
بېرته شاته