(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

كندهار: د معتادينو شمېر كم شوى

[14.Feb.2013 - 12:15]

راپور : عزت الله ذکي

د يوې سروې پايلې ښيي چې په كندهار كې پنځه زره تنه په نشه يي توكو روږد دي، خو د نشه يي توكو پر ضد مبارزه كوونكي ولايتي چارواكي د دغې سروې له پايلو سره موافق نه دي، بلكې وايي چې په دې برخه كې د يوې دقيقې سروې تر سره كولو ته اړتيا ده. دا په داسي حال كې ده چې تر دې لږ مخكې د كندهار د نشه يي توكو ضد ادارې اټكل كړى و چې ښايي په دغه ولايت كې په لسګونو زره كسان په نشه يي توكو روږد وي. يوې ورځپاڼې خو دا هم ليكلي وو چې په كندهار كې هر دوولسم كس په نشه يي توكو روږد دى. د کندهار ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وايي، د کندهار ولايتي ادارې تېر کال خورا زياتې هلې ځلې وکړې، څو د کوکنارو کښت له منځه يوسي، خو کابل څنګه چې ښايېدله، همکاري ونه کړه. هغه، چې د کندهار ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يې جوړې شوې مطبوعاتي غونډې ته خبرې کولې، وويل چې تېر کال يې دوه زره او پنځه سوه هکټاره مځکه د کوکنارو له کښتونو څخه پاکه کړې، خو په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يا UNODC يوازي نهه سوه او دوه ويشت هکټاره ورته په رسمي توګه حساب كړې ده. د نشه يي توكو ضد دغه چارواكى وايي: ((موږ تېر كال په كندهار كې دوه زره او پنځه سوه هكتاره مځكه له كوكنارو پاكه كړه، خو د ملګرو ملتونو اړوند ادارې يوازي نهه سوه او دوه ويشت هكتاره رسماً تائيد كړه، چې دا غالباً د هغوى په فعاليتونو كې د ستونزو د شتون او د مسلكي كسانو د نه شتون زېږنده ده.)) ښاغلي شکران زياته کړه چې تېر کال يې په کندهار کې د معتادينو د شمېر د کمېدو لپاره هم زياتې هڅې کړې او دا مهال په دې ولايت کې د معتادينو د تداوي لپاره څلور فعال روغتونونه شتون لري، چې د معادينو د تداوي كولو په برخه كې يو ښه ګام بلل كېږي. نوموړي له دې امله خوښي وښوده چې تر دې وړاندي په كندهار ښار کې د معتادينو شمېر ډېر زيات و، خو اوس په داسي حال کې د معتادينو شمېر کم شوی، چې له ځينو بهرنيو هيوادونو څخه افغان کډوال هم راستانه شوي. شکران په کندهار کې د يوې بهرنۍ مؤسسې له خوا د تر سره شوې سروې يا پلټنې له مخې وويل چې د ټول کندهار په کچه د معتادينو شمېر پنځه زره تنه دى، خو نوموړي له يادې سروې سره موافقت ونه ښود. هغه يادونه وکړه چې په دې اړه بايد نوې او دقيقه سروې تر سره شي: ((زه له دې شمېرې سره موافق نه يم چې ګواكې په كندهار كې يوازي پنځه زره كسان په نشه يي توكو روږد دي، بلكې اړتيا ده چې په دې برخه كې يوه دقيقه سروې وشي، تر څو څرګنده شي چې څومره كسان دلته په نشه يي توكو روږد دي.)) د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې دغه ولايتي چارواكي په دې اړه نور جزئيات ورنه كړل چې د دغو معتادينو له ډلې څخه څومره يې ښځې او څومره هم كوچنيان دي. په کندهار کې د معتادينو د درملنې لپاره د روغتونونو په اړه ښاغلي شکران د څلورو روغتونونو د شتون خبره وکړه، خو نوموړي ياد روغتونونه هم کافي ونه بلل او يادونه يې وکړه چې دوی په کندهار کې د معتادينو د درملنې لپاره يوه پراخ او لوی روغتون ته اړتيا لري، چې په خبره يې په دې اړه ورسره د اړوند وزارت له خوا ژمنه شوې او په ښوراندام نومې سيمه کې ورته مځکه هم ټاکل شوې ده. ګل محمد شکران د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل، ځيني کروندګر په دې فکر دي چې دوی ته بايد د کوکنارو د نه کرلو په مقابل کې مځکه او نقدې پيسې ورکړل شي، خو نوموړي دا عمل د افغانستان د اساسي قانون د اوومې مادې له مخې ناسم وباله او ويې ويل، هغه کس ته چې دغه ناروا او ناوړه توکي کري، راکړه ورکړه او کاروبار يې کوي، په مقابل کې هيڅ نه ورکول کېږي او دولت يې يوازي يې د مخنيوي مسووليت پر غاړه لري. شكران وايي: ((ځيني خلك مو داسي فكر كوي چې موږ ته بايد دولت د نشه يي توكو د اړولو په مقابل كې يو څه راكړي، حال دا چې دا د قانون خلاف ده او چا ته په دې نامه امتيازات نه وركول كېږي.)) ښاغلي شکران د کندهار په څلورو ولسواليو لکه: دامان، تخته پل، ډنډ او ارغنداب کې د کوکنارو د کرکېلې صفر کېدل د خپل رياست د سترو لاسته راوړونو په توګه ياد کړل او يادونه يې وکړه چې اوس مهال يوازي په څو محدودو ولسواليو کې کوکنار په ډېره لږ کچه کرل شوي، چې په خبره يې د لږ مودې په اوږدو کې به په يادو ولسواليو کې هم د ترياکو او نورو نشه يي توکو کرکېله په بشپړ ډول له منځه يوسي. هغه وايي: ((په ځينو سيمو كې كوكنارو كرل شوي دي، خو د نورو وختونو په پرتله كم دي. موږ به يې د اړولو لپاره ډېر ژر اقدام وكړو.))

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- شکران
بېرته شاته