(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیښور: مورنيو ژبو نړيوالي ورځي نمانځلغونډه

[12.Feb.2013 - 16:02]

ژبه د علم او رابطې داسې ذريعه ده چې انسان يې د نورو مخلوقاتو نه ممتاز کړے دے، د نړۍ ټول قامونه د علم او رابطې لپاره خپله مورنۍ ژبه استعمالوي خو پښتانه خپله ژبه پښتو د علم او رابطې دپاره کمه استعمالوي،
پوهه فاؤنډېشن د فبروري په ۲۱ دَمورنيو ژبو نړيوالې ورځې په موقع د پښتو د ترقې د پاره په نشتر هال پېښور کښې يوه ستره غونډه کوي۔
دغې غونډې ته دَپښتو ژبې پوهان رابلل شوي دي۔
په دغه غونډه کښې به په دغو موضوګانو ويناوي کيږي،
۱۔ پښتو لغات
۲ پښتو ليک دود
۳ د پښتو د ترقۍ دپاره سرکاري او اولسي هڅې

تاسو ته د مورنۍ ژبې په دغې غونډه کښې د ګډون بلنه درکو او هيله لرو چي په دې قامي کار کښې له مونږ سره ګډون وکړئ۔
facebook.com/PohaFoundation
(درنښت)
شفيق ګيګيانې 

Posted by Shafeeq Gigyani : 03339216118

- ګيګيانې
بېرته شاته