(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د كندهار د سوداګرۍ عروج او نزول

[12.Feb.2013 - 11:34]

راپور : عزت الله ذکي

د كندهار د سوداګرۍ خونې رئيس وايي، د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې د كندهار سوداګرۍ د كميت له پلوه لنډمهاله او د شرايطو له تقاضا سره مطابق وده كړې، خو د كيفيت له پلوه په دې برخه كې هيڅ هم نه دي شوي. حاجي نصرالله زهير د دلوې پر نولسمه نېټه له ټاټوبي اوونيزې سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل چې د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې د هيواد د صادراتو او وارداتو د نسبي انډول برابرولو لپاره هم څه نه دي شوي. دى وايي، همدا اوس د صادراتو او وارداتو تر منځ دومره توپير شتون لري، چې په هيڅ ډول د پرتلې وړ نه دى. هغه زياته كړه: ((له بده مرغه زموږ د سوداګرۍ د اساسي ودې لپاره هيڅ نه دي شوي. همدا اوس زموږ صادرات پنځه فيصده، خو واردات مو پنځه نيوي فيصده دي.)) د ښاغلي زهير په وينا، سره له دې چې سوداګري پر صنعت، كرهڼه او وارداتو ولاړه ده، خو دا مهال زياتره كندهاري سوداګر يوازي د وارداتو په برخه كې سوداګري كوي. د ده د معلوماتو له مخې، په لومړيو كې د كندهار سوداګرو شاوخوا يو نيم سل فابريكې راوړلې، خو له دې امله چې د صنعت څخه د ملاتړ لپاره كومه معقوله اقتصادي او ګمركي تګلاره جوړه او عملي نه شوه، نو ځكه زياتره فابريكې بيرته له فعاليته ولوېدلې. د دغو فابريكو د نه فعالتيا د ثابتې برېښنا تر څنګ، د صنعت د ودې لپاره د نورو اړينو سهولتونو نشتوالى بلل كېږي. ښاغلى زهير اندېښنه ښيي، كه يو معقول ګمركي سيسټم نه وي، ممكنه نه ده چې په كور دننه صنعت مو وده وكړي. هغه وايي: ((زموږ فابريكې ښه توليد لري، خو له بهره د هغوى د توليد په شان بهرني توليدات په آسانه او ارزانه توګه ماركېټ ته واردېږي، چې دا د صنعت د اساسي ودې په وړاندي تر ټولو لوى خنډ دى.)) دا اندېښنه داسي مهال په ګوته كېږي چې كندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا د كندهار د ولايتي بيارغونې ډلې له مسوولينو غوښتي چې د كندهار د صنعتي پارك د فعالتيا لپاره د نسبي دايمي برېښنا په برابرولو كې مرسته وكړي. د كندهار د دولتي رسنيو د راپورونو له مخې، والي وويل: ((د فابريكو فعالتيا هم د اقتصاد په پياوړتيا او هم د ثبات په راوستلو كې مرسته كړې ده. د ولايتي بيارغونې ټيم دې د دغو فابريكو لپاره د برېښنا په برابرولو كې مرسته وكړي.)) د يادونې وړ ده چې د كندهار فابريكو د شاوخوا دوو كلونو لپاره كافي برېښنا لرله، چې د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورته برابره كړل شوې وه، خو اوس ويل كېږي چې ياده پروژه ختمه شوې او دا وېره زياته شوې چې ښايي يو وار بيا د كندهار صنعتي پارك له برېښنا بې برخې شي. دغه راز د ګمركي تعرفې لوړوالى هم هغه څه دي چې د ښاغلي زهير په وينا، افغان سوداګري يې زيانمنه كړې ده. د كندهار د سوداګرو دغه مشر دغه راز وايي چې له ګاونډيو هيوادونو سره د سوداګرۍ په برخه كې د يوې ثابتې پاليسي نشتوالى هم د افغان سوداګرو لپاره ستونزې جوړې كړې دي. هغه وويل، ايران او پاكستان هيوادونه، چې افغان سوداګر زيات واردات د همدغو هيوادونو له لارې كوي، له افغان سوداګرو سره په تجارتي معاملو كې د ټرانزيټ او سوداګرۍ نړيوالو اصولو ته درناوى نه كوي، بلكې د ده په ټكو، د خپلې خوښي مطابق عمل كوي. د كندهار د سوداګرۍ خونې مشر وايي، همدا اوس په كراچي بندر كې د افغان سوداګرو څلور زره كانټينره مالونه بند پاتې دي، چې د پاكستاني لوري له خوا ورته افغانستان ته د تلو اجازه نه وركول كېږي. د نوموړي په قول، سره له دې چې دا ستونزه آن تر ولسمشره رسېدلې او په لويه كچه د دواړو حكومتونو تر منځ راپورته شوې، خو بيا يې هم په اړه اساسي پرېكړه نه ده شوې. ايران هم له افغانستان سره په سوداګرۍ كې تقريباً ورته تګلاره لري. نصرالله زهير وايي، سملاسي دوى له ايران سره په سوداګرۍ كې لويه ستونزه نه لري، خو اساسي ستونزه دا ده چې دا هيواد هم له افغان سوداګرو سره په معامله كې نړيوال قوانين تر پښو لاندي كوي. د كندهار د سوداګرو ياد مشر وايي: ((ايران هم زموږ د خپلې خوښې پر اساس چلند كوي، كه يې خوښه وه، مالونه مو راپرېږدي او كه يې خوښه نه وه، نه يې پرېږدي. پخوا يې د ورځې شل كانټيره مال راپرېښاوه، خو اوس سل راپرېږدي، خو كله يې بيا هيڅ نه پرېږدي.)) پاكستان او ايران هغه هيوادونه دي چې افغانستان تر ټولو زيات لومړني توكي ځني واردوي. دغه راز اوس د چين صادراتو هم افغانستان ته لار پيدا كړې ده. د ښاغلي زهير په وينا، هغه توكي، چې مخكې له پاكستانه راتلل، اوس زياتره له چين څخه راوړل كېږي. چين كه څه هم ټيټ بيه توكي جوړوي، خو د سوداګرو په وينا، د كيفيت له پلوه هم ډېر كمزوري وي او دوام نه لري. ښاغلى زهير همدا راز وايي، د تېر يوه كال په اوږدو كې په كندهار كې د تقاضا د كموالي له امله هم عرضه كمه شوې، چې له امله يې سوداګري د پخوا په پرتله زيانمنه شوې ده. د نوموړي په وينا، د ۲۰۱۴ كال اندېښنو هم د كندهار پر سوداګرۍ ناوړه اغېز كړى دى. دى وايي: ((تقريباً  يو كال كېږي چې د نړيوالو ځواكونو د وتلو او د ۲۰۱۴ كال د اندېښنو له امله تقاضا كمه سوې ده. كله چې تقاضا نه وي، عرضه كمېږي، چې دا پر سوداګرۍ لوى اغېز لري. نوموړي دغه اغېز نور هم روښانه كړ او ويې ويل: ((زموږ د مالونو تقاضا او عرضه خو څه، آن د كندهار سوداګر لا كم شوي دي.)) د يادونې وړ ده چې تر دې مخكې د كندهار د اقتصاد رئيس محمدرحيم رحيمي هم له ټاټوبي اوونيزې سره په ځانګړې مركه كې ويلي وو چې د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې د كندهار اقتصاد غوړېدلى، خو زياته يې كړه چې د اساسي غوړېدو لپاره يې كافي هلې ځلې، چې د زيربنايي پروژو عملي كول دي، نه دي تر سره شوي. د اقتصادي چارو كارپوهان وايي، د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې د اقتصاد د اساسي پياوړتيا لپاره له شته فرصتونو څخه استفاده نه ده شوې. خو دا په داسي حال كې ده چې دولت په دې وروستيو كې ځيني داسي پروګرامونه طرح كړي، چې د چارواكو په وينا، تمه ده د هيواد د اقتصاد له اساسي پياوړتيا سره مرسته وكړي.

بلخوا د كندهار خبريالان له مطبوعاتي دفتره راضي نه دي اود كندهار يو شمېر سيمه ييز خبريالان د كندهار ولايت د رسنيو د معلوماتو او اړيكو دفتر له خبريالانو سره په نه همكاري تورنوي او وايي چې آن د خپلو دولتي پرمختيايي چارو او عادي پروګرامونو په اړه هم دوى معلومات نه وركوي. شاوخوا درې كاله كېږي چې په كندهار كې د ځايي ولايتي ادارې له خوا له رسنيو سره د اړيكو او معلوماتي مركز فعال شوى، تر څو ځايي ژورنالستان وتوانېږي چې له دغې لارې د پېښو او پرمختياوو په اړه له ولايتي ادارې څخه معلومات تر لاسه كړي. د كندهار سيمه ييزو خبريالانو په لومړيو كې تمه لرله چې د دغه مركز فعالتيا به معلوماتو ته د دوى لاسرسى زيات كړي، خو اوس وايي، پايله يې د دوى د تمې خلاف راختلې ده. د كندهار يو سيمه ييز آزاد خبريال غلام محمد معصومي وايي، يوولس كاله كېږي چې د كندهار سيمه ييز خبريالان د پرله پسې شكايتونو سره سره نه دي توانېدلي چې له قانون سره سم د پېښو په اړه معلوماتو او د ستونزو په اړه د چارواكو غبرګون ته لاسرسى پيدا كړي. د نوموړي په وينا، كه څه هم د ولايت د مطبوعاتي مركز له جوړېدو سره په نسبي ډول د كندهار ولايتي ادارې د غبرګون او معلوماتو تر لاسه كولو ته د خبريالانو لاسرسى زيات شوى، خو وايي، ستونزه اوس هم پاتې ده. معصومي وايي: ((يوولس كاله كېږي چې موږ نارې وهو چې موږ ته پر وخت معلومات نه راكول كېږي، چارواكو هم بيا بيا د دغې ستونزې د حل ژمنې كړې، خو ستونزه تر اوسه پر خپل حال ده او لا هم اړين او پر وخت معلومات نه راكول كېږي.)) د ښاغلي معصومي په اند، دا ستونزه يوازي تر   چارواكو محدوده نه ده، بلكې په باور يې خپله ځايي خبريالان هم نه دي توانېدلي چې په همږغي ډول خپلو ستونزو ته انعكاس وركړي. خبريالان غلام محمد معصومي وايي، د كندهار سيمه ييزو خبريالانو په بېلابېلو نومونو د خبريالانو د دفاع او همږغۍ نهادونه جوړ كړل، خو د يوه په پاللو هم ونه توانېدل. دى وايي: ((بدبختانه دلته په څو نومونو د خبريالانو نهادونه جوړ شول، خو په يوه كې هم موږ په همږغي ډول راټول نه شوو، چې دا هم يوه ستونزه ده.)) د اساسي قانون له مخې، نه يوازي خبريالان، بلكې د ټولنې ټول عام وګړي حق لري چې بايد معلوماتو ته لاسرسى ولري. دغه راز قانون چارواكي مكلف بللي چې بايد رسنيو ته د پېښو او پرمختياوو په اړه معلومات وركړي. په كندهار كې د خبريالانو د ملاتړ ادارې (نى) سيمه ييز مشر عبدالسميع غيرتمل وايي، د افغانستان د رسنيو د قانون په پنځمه ماده کې راغلي چې هر افغان حق لري چې معلومات تر لاسه کړي، البته په دې شرط چې د افغانستان ملي ګټې به پكې په نظر کې نيول شوې وي. د نوموړي په وينا، د دغې قانوني مادې پر اساس د افغانستان ټول چارواکي مکلف دي چي افغانانو ته د خپلو تر سره شوو کارونو په اړه معلومات ورکړي. غيرتمل وايي، د کندهار ولايتي ادارې څو کاله وړاندي په ياده برخه کې خورا درنې ستونزې لرلې او دلته د هر ډول معلوماتو راټولونه خورا ګران کار و، خو د نوموړي په قول، د ښه مرغه په دې وروستيو کې ياد حالت خورا ښه شوی و، چې دى يې دا اصلاحي حرکت ستايي. خو نوموړي ټاټوبي اوونيزې ته همدا راز وويل چې رسنيو ته د معلوماتو وركولو په برخه كې توپيري چلند اوس هم كېږي: ((له بده مرغه يو شمېر خبريالان د دغې ستونزې يادونه بيا کوي او وايي چې يوې رسنۍ ته خورا وختي معلومات وي، خو د نورو رسنيو په واک کې بيا ډېر وروسته او يا هم معلومات هيڅ نه ورکول کېږي، چې دا يو توپيري چلند دى.)) ښاغلي غيرتمل د كندهار له ولايتي ادارې وغوښتل چې قانون ته په كتو د ټولو چارو په اړه د ملي ګټو په پام كې نيولو سره خبريالانو ته پر وخت معلومات وركړي، تر څو عام وګړي پوه شي چې په چاپېريال كې يې څه روان دي. د كندهار پريس كلب مشر او فرهنګي فعال دواخان مينه پال هم دا ستونزه يادوي او وايي چې په كندهار كې له رسنيو سره د معلوماتو د وركولو په برخه كې توپيري چلند كېږي. ښاغلي مينه پال ټاټوبي اوونيزې ته وويل چې مخكې يې هم په دې اړه خپل انتقادي ږغ پورته كړى او يو وار بيا غواړي د ټاټوبي اوونيزې له لارې د كندهار د ژورناليستانو دا ستونزه منعكسه كړي. مينه پال وايي: ((له بده مرغه د كندهار د رسنيو او معلوماتو مركز غواړي سرچينې محدودې كړې، له همدې امله له رسنيو سره توپيري چلند كوي، نورو رسنيو ته وختي، خو سيمه ييزو ته ناوخته معلومات وركوي، چې دا عادلانه نه ده.)) مطبوعاتي فعال دواخان مينه پال په كندهار كې د ژورناليستانو د سيمه ييز مدافع په توګه له ولايتي ادارې غواړي چې دا ستونزه هواره كړي. كه څه هم ځيني خبريالان شكايت كوي چې ګواكې د پېښو په اړه د ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا معلومات پر وخت نه وركول كېږي او يا بېخي معلومات نه وركول كېږي، ځيني بيا ادعا كوي چې آن ياده اداره د خپلو عادي پرمختيايي چارو په اړه هم رسنيو ته د خبر وركولو په برخه كې همكاري نه كوي. د كندهار يو سيمه ييز خبريال، چې نه غواړي نوم يې خپور شي، وايي: ((زياتره وخت موږ آن له خپلو غونډو څخه هم نه خبروي، چې دا خورا د تعجب وړ ده.)) دغه راز نوموړى وايي، دوى نه توانېږي چې د چارو په اړه د خلكو د ستونزو او شكايتونو په غبرګون كې هم د چارواكو نظر واخلي. هڅه مو وكړه چې د كندهار د سيمه ييزو مطبوعاتي فعالينو د دغو شكايتونو په غبرګون كې د كندهار ولايتي ادارې د رسنيو د اړيكو او معلوماتو د مركز د مسوولينو او يا هم نورو ولايتي چارواكو نظر هم واخلو، خو د پرله پسې او زياتو كوښښونو سره سره ونه توانېدو. د يادونې وړ ده چې دا مهال په كندهار كې ګڼې سيمه ييزې رسنۍ فعالې دي، چې د مدني فعالينو په وينا، د بيان د آزادي په تحقق كې يې رول د پام وړ بلل كېږي.

راپور : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- ذکي
بېرته شاته