(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داداري فساد پرضدمبارزه كوم

[11.Feb.2013 - 12:29]

د اداري فساد پر ضد به كلكه مبارزه كوم

راپور : عزت الله ذکي

د اروزګان د ولايتي شورا نوى رئيس وايي، ولايتي شورا به د خپلو نورو دندو تر څنګ، د اداري فساد پر ضد كلكې مبارزې ته دوام وركړي. آمان الله هوتكي، چې د اروزګان د ولايتي شورا د سږ كال په ټاكنو كې يو وار بيا د ولايتي شورا د مشرتابه چوكۍ تر لاسه كړې ده، دا څرګندونې ټاټوبي اوونيزې ته په پوه ځانګړې مركه كې وكړې. د اروزګان د ولايتي شورا ټاكنې شاوخوا دوې اوونۍ مخكې وشوې، چې د مشرتابه چوكۍ ته يې د ولايتي شورا پخوانى رئيس محمدابراهيم اخندزاده او آمان الله هوتكي كانديد وو. د ټاكنو په پايله كې ښاغلى هوتكي د ولايتي شورا له اتو غړو څخه د اوو تنو د موافقو رايو په تر لاسه كولو وتوانېد چې د ولايتي شورا د مشرتابه چوكۍ خپله كړي. ښاغلى هوتكى وايي، د اروزګان د خلكو ستونزو ته په ولايتي او مركزي كچه پراخ انعكاس وركول، د اداري فساد پر ضد كلكه مبارزه كول، د دولتي ادارو د چارو څارنه او له مركزي ادارې د اروزګان په اړه د ژمنو د عملي كېدو غوښتنه كول يې په لومړيتوبونو كې دي. آمان الله هوتكي، چې تر دې مخكې هم دوه ځله د اروزګان د ولايتي شورا رئيس پاتې شوى، وايي چې پخوا يې هم د اداري فساد پر ضد مبارزه كول له لومړيتوبونو څخه وو او اوس هم همدا چاره ورته لومړيتوب لري. هغه زياته كړه: ((ما مخكې هم په اروزګان كې د ادارې د شفافيت په برخه كې هلې ځلې كړې او دا وار بيا غواړم چې د اداري فساد پر ضد كلكه مبارزه وكړم.)) آمان الله هوتكي په ادارو كې د فساد شتون د لويو ستونزو زېږنده بولي او وايي چې همدا فساد د ډېرو لويو او مهمو چارو په وړاندي خنډ ګرځېدلى دى. د نوموړي په باور، د اداري فساد شتون آن له سولې او امن سره تړاو لري او له منځه وړل يې د سولې په راوستلو كې مرسته كوي: ((د اداري فساد له منځه وړل له سولې سره تړاو لري، ځكه كه اداره شفافه نه وي، نو مخالفين زموږ د سولې دعوت ته هركلى نه وايي، خو كه اداره شفافه وي، بيا ډېره آسانه ده چې هغوى زموږ وړانديز ومني.)) ولايتي شورا يوازي مشورتي رول لري او هيڅ ډول اجرائيوي واكونه نه دي وركول شوي. له ښاغلي هوتكي مو وپوښتل چې يوازي د مشورتي رول په لرلو به څنګه وتوانېږي چې د اداري فساد پر ضد مؤثره مبارزه وكړي، هغه وويل، ښه به دا وي چې ولايتي شورا په ځينو مواردو كې اجرائيوي واكونه هم ولري. دى وايي: ((كه څه هم دا وېره شته كه ولايتي شورا اجرائيوي واك ولري، ښايي ځيني كسان ناوړه استفاده ځني وكړي، خو د دې لپاره كه په ځينو مواردو كې زموږ مشورتي رول كار نه وركوي، هلته اجرائيوي واك هم وي، نو ښه به وي.)) د اروزګان ولايتي شورا په تشكيل كې نهه تنه غړي لري، چې شپږ تنه نارينه او پاتې درې نور يې ښځې دي. خو دغه ولايتي شورا دا مهال يوازي اته تنه غړي لري او دا ځكه چې هلته د ولايتي شورا د درېيو ښځينه پوسټونو لپاره يوازي دوې تنې كانديدې وې، چې يوې يې د مشرانو جرګې غړيتوب تر لاسه كړى او بله په ولايتي شورا كې ده. دغه راز د ښاغلي هوتكي په وينا، د يوه بل ښځينه غړي پر ځاى يې بل نارينه كانديد وكيل د ولايتي شورا غړيتوب لري. د اروزګان د ولايتي شورا رئيس وايي، د ولايتي شورا او ولايتي ادارې تر منځ اړيكې سمې دي او يو د بل په چارو كې له قانوني ډول پرته دخالت نه كوي. نوموړى باور لري، كه ولايتي اداره له ولايتي شورا سره همداسي په همږغي ډول خپلو چارو ته دوام وركړي، نو دا به په اروزګان كې د چارو پر سمون او د ستونزو په كمولو كې پام وړ رول ولري. ده د اروزګان له والي خوښي وښوده چې د ولايتي شورا په ټاكنو كې يې لاسوهنه نه ده كړې، خو نوموړي د دغه ولايت پخوانى والي تورن كړ چې تېر كال يې د ولايتي شورا په ټاكنو كې مداخله وكړه. هغه كه څه هم له ولايتي ادارې څخه كومه ګيله ونه كړه، خو مركزي اداره يې تورنه كړه چې اروزګان ته كافي پاملرنه نه كوي. د نوموړي په وينا، مركزي اداره د اروزګان له خلكو سره په بېلابېلو برخو كې د چارو د تر سره كولو او د ستونزو د هوارولو په برخه كې ژمنې كوي، خو عملي كړې يې نه دي. د ده په قول، دا ځل به د ولايتي شورا د رئيس په توګه هڅه وكړي چې مركزي اداره اړه كړي چې د اروزګان چارو ته پاملرنه زياته كړي: ((زما هڅه به دا وي چې له مركزي ادارې بيا بيا وغواړم چې له اروزګان سره خپلې كړې ژمنې عملي كړي، ځكه اروزګان ته د مركزي ادارې نه پاملرنه زموږ تر ټولو لويه ستونزه ده.)) د ځايي چارواكو په وينا، اروزګان د هغو ولايتونو په سر كې ځاى لري چې مركزي اداره ورته كافي پاملرنه نه كوي. آمان الله هوتكي باور لري چې د خپلو پلانونو په عملي كولو كې د ولايتي ادارې او خلكو مرستې ته اړتيا لري. هغه له ټاټوبي اوونيزې سره په خپلو څرګندونو كې د اروزګان له ولايتي ادارې او خلكو وغوښتل چې د دوى د اصلاحي پروګرامونو په عملي كولو كې ورسره مرسته وكړي. ده په ځانګړي ډول پر خلكو ږغ وكړ چې خپلې ستونزې د ولايتي شورا له لارې منعكسې كړي: ((زما د اروزګان د خلكو څخه دا غوښتنه ده چې په هره برخه كې شكايت ولري، د فساد په اړه وي او كه له ولايتي يا مركزي ادارې غوښتنه وي، نو بايد زموږ سره اړيكې ونيسي، تر څو موږ يې ږغ تر اړوند ځايه ورسوو.)) ښاغلي هوتكي ژمنه وكړه چې د اروزګان د خلكو ستونزې به آن خپله ولسمشر ته هم رسوي، تر څو د هواري په برخه كې يې اقدام وشي. د يادونې وړ ده چې د ولايتي شورا د كاري تګلارې له مخې هر كال د شورا د غړو تر منځ ټاكنې كېږي او په پايله كې يې د ولايتي شورا رئيس، مرستيال او منشي د يوه كال لپاره ټاكل كېږي. كه څه هم دا چاره په ډېرو ولايتونو كې په عادي ډيموكراټيك ډول تر سره كېږي، خو په ځينو ولايتونو كې دا چاره په ناندريو اوړي، چې له امله يې د ولايتي شوراګانو فعاليتونه  ټكني كېږي.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- آمان الله هوتكي
بېرته شاته