(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار: ولايتي شورا سره د مثبت بدلون ټولنې ناسته

[07.Feb.2013 - 18:54]

ننګرهار ولايتي شورا سره د مثبت بدلون ټولنې ناستې راپور

په ننګرهار کې مثبت بدلون ټولنې له خپلو موخو سره سم (چې له هرې ولايتي ادارې سره به له نږدې څخه ناستې کوي او په هماغه برخه کې به ستونزې ورسره شريکوي او د حل لپاره به يې ورته وړانديزونه کوي) د روان ١٣٩١ل کال د سلواغې پر ١٧مه نېټه، د سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولايتي شورا له غړيو سره وکتل.

په دې ناسته کې د پوهنتون د استادانو په شمول د مثبت بدلون ټولنې پينځه ويشت سرلارو غړيو ګډون کړى و. د ناستې په پيل کې د ننګرهار پوهنتون استاد قاري محمد شاکر فاروقي له خوا د قرآن کريم څو مبارک ايتونه  ولوستل شول، ورپسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد هجرت الله اختيار له ولايتي شورا او د مثبت بدلون ټولنې له غړيو مننه وکړه چې دې ناستې ته خپل وخت وقف کړى دى.

مثبت بدلون ټولنې رئيس عبدالبصير سباوون په خپل  وار د ولايتي شورا غړيو ته (مثبت بدلون ټولنه) وپېژندله، د ټولنې موخې يې ورته څرګندې کړې او دا يې ورته واضحه کړه چې له نننۍ ناستې څخه يې موخه څه ده. سباوون د ولايتي شورا نوي ټاکل شوي رئيسه پلاوي ته وويل ((موږ تاسې ته د نورو خلکو په څېر د مبارکۍ ګلان نه دي راوړي، بلکې په دې کاغذ کې درج اوولس (١٧) وړانديزونه مو درته د مبارکۍ د ګلانو پر ځاى راوړي دي، موږ به وګورو چې په راروان کال کې زموږ دا  وړانديزونه څومره عملي کېږي، که دا وړانديزونه مو ومنل شول او عملي شول، نو د دې کال په پاى کې به موږ تاسې ته بيا ګلان په غاړه کې واچوو))

عبدالبصير سباوون د ولايتي شورا رئيسه پلاوي ته د ټولنې وړانديزونه يو په يو له بېلګو سره تشرېح کړل.

استاد قاري محمد شاکر د دې ناستې بل  ويناوال و، هغه ولايتي شورا ته په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون ستونزې يادې کړې چې نه يې ولايتي اداره غم خوري، نه ولايتي شورا او نه هم د کابل مرکزي حکومت، استاد شاکر وويل ((د ننګرهار والي د پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو ژمنه درې ځله وکړه، زموږ د معلوماتو له مخې درې ځلې يې پيسې هم اخيستي دي، خو تر اوسه هم نه دي جوړ شوي)).  استاد شاکر د ليليې د نويو ودانيو د کار په ټپه ودرېدنې يادونه هم وکړه او ويې ويل چې خداى خبر د هغې پيسې به چا په جېبونو کې اچولي وي. استاد شاکر ولايتي شورا ته وويل چې تاسې د دې ستونزو پوښتنه ونه کړئ؛ نو څوک به يې کوي؟

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد محمد صادق رهنما هم ولايتي شورا ته خپلې داخلي ستونزې مخې ته کېښودې او ويې ويل چې پښتانه متل کوي ((هر څه چې خراب شي، مالګه پرې اچول کېږي، خوکه مالګه خرابه شي، څه شى به پرې واچول شي؟)) استاد رهنما ولايتي شورا ته وويل چې په ننګرهار کې زياتره ستونزې ځکه بې حله پاتي، چې د ولايتي شورا غړي په خپلوداخلي ا ختلافاتو کې مصروف دي.

په ننګرهار کې د ګلوبل رايټس ادارې ولايتي مسوول  او مدافع وکيل سيد خالد سادات هم په جلال آباد ښار کې د نامسووله وسله والو کسانو ګرځېدو ته اشاره وکړه او ولايتي شورا ته يې وويل چې هغوى ستاسې له عکسونو څخه ناوړه ګټه اخلي، تاسې بايد د دې ستونزې غم وخورئ.

په پاى کې د  مثبت بدلون ټولنې رئيس عبدالبصير سباوون ولايتي شورا ته ډاډ ورکړ چې موږ په هره قانوني او روا مسئله کې ستاسې تر شا درېږو، که تاسې عملاً درک کړه چې پر ځينوستونزو ستاسو لاس نه دى بر، نو له ولسونو سره يې شريکې کړئ، ولسونه ستاسې ملاتړ کوي.

د دې ناستې په پاى کې د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لال محمد دراني د مثبت بدلون ټولنې له غړيو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې موږ ته مو د لا زيات کار کولو او استقامت حوصله راکړه. ډاکتر دراني غوښتنه وکړه چې که تاسې او ستاسې په څېر نورې مدني ټولنې له موږ سره دغسې ناستې ولري او په څنګ کې راسره ودرېږي، دا ټولې ستونزې به په ډېر کم وخت کې حل شي.

د ولايتي شورا په مقر کې دغې ناستې نږدې دوه ساعته دوام وکړ او د قاري محمد شاکر فاروقي پر دوعا پاى ته ورسېده.

د ننګرهار ولايتي شورا ته د مثبت بدلون ټولنې وړانديزونه او د پام وړ ټکي

مثبت بدلون ټولنه غواړي د ننګرهار د ولسونو د ستونزو په اړه د ولايتي شورا له رئيسه پلاوي او غړيو سره ناسته وکړي، له دغې ناستې څخه موخه دا نه ده چې د يادې ټولنې غړي دې د خپلو ځانونو لپاره د څه امتياز غوښتونکي وي؛ بلکې د عامو خلکو حقه غوښتنو ته د ولايتي شورا د رئيسه پلاوي او غړيو پام راړوي. دغه ټولنه له ولايتي شورا څخه غواړي چې لاندې ټکيو ته پام وکړي.

١- د ولايتي شورا محترم وکيلان دې له خپلمنځي اختلاف څخه لاس واخلي، ځکه دوی ولس د خپلو ستونزو د حل لپاره ټاکلي دي نه د شخصي عقدو او زور ازمايلو لپاره، نور يو د بل په مقابل کې د ودرېدو پرځای سره يوه خوله شي او خپل مسووليتونه دې په سمه بڼه پلي کړي.

٢- د ولايتي شورا دفعاليتونو د ښه سرته رسولو په موخه دې خپل لنډ مهالي او او ږدمهالي کاري پلانونه جوړ کړي، د رسنيو له لارې دې يې له ولس سره شريک کړي او د هر فعاليت له ترسره کولو وروسته دې بېرته د رسنيو له لارې ولس ته راپور ورکړي.

٣-  ولايتي شورا د ولايت په کچه د ولايتي ادارې د کارونو د نظارت او هغوى ته د مشورې ورکولو تر ټولو مهم ارګان دى، نو په دې خاطر بايده دي چې وکيل صاحبان خپلو دندو ته د قدر په سترګه و ګوري پر خپلې حاضرۍ پابندي  وکړي.

٤- محترم وکيل صاحبان دې د قانون د تطبيق او د عدالت دتامين لپاره هڅې پياوړې کړي، ځکه دوی له قانون اګاه او خبر دي او بايد د قانون پر وړاندې مانع هم ونه ګرځي او نه له قانونه د سرغړوونکو ملاتړي اوسي.

٥- د خپلسرو وسله والو شتون او او د خلکو ګواښل په دې سيمه کې تر ټولو لويه ستونزه ده، د ولايت شورا محترم غړي دې تر خپله وسه هڅه وکړي چې خپل ساتونکي او منسوبين په خپل کنټرول او تر خپل نظارت لاندې ولري، همدارنګه د ځينو وکيلان صاحبانو له نوم او تصوير څخه د بېځايه ګټه اخيستنې مخنيوى دې وشي.

٦- دا چې ولايتي شورا د ننګرهار د ټولو ولسونو شورا ده، نه يوازې د جلال  آباد ښار د اوسېونکو، نو زموږ وړانديز دا دى چې د ولايتي شورا غړي او کمېټې بايد د ولسواليو له قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره ګډې ناستې وکړي، د هغوی ستونزې واوري او د حل په موخه يې اړونده چارواکي عملي ګام پورته کولو ته اړباسي، په ځانګړې توګه په امنيتي، تعليمي، قضايي او نورو برخو کې.

٧- د دې لپاره چې ولايتي شورا خپل مسووليت هم ادا کړى وي او پر ولايتي ادارې يې وړ نظارت او څآرنه هم کړې وې؛ نو زموږ وړانديز دا ى چې په اوونۍ کې د ولايتي ادارې يو رئيس د ولايتي شورا مجلس ته راوغوښتل شي او د ترسره کړيو چارو په اړه ترې راپور واخيستل شي.

٨- همدارنګه که په هره اوونۍ کې يوه د ولسواليو قومي مشرانو ته ځانګړې شي چې هغوى په ازادانه ډول له ولايتي شورا سره خپلې سيمه ييزې ستونزې شريکې کړي، په دې  کار سره به ولايتي شورا له ولسواليو سره تړلې پاتې شي.

٩- ولايتي شورا دې د ولس هرې مشروع غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، هغه که د هر چا په مقابل کې وي، ولايتي شورا د ولس له استازو جوړه ده؛  نه د حکومتي مسوولينو له استازو.

١٠- که چېرې د ولايتي ادارې په ګډون هر چارواکى د ولايتي شورا غوښتنې نه مني؛ نو ولايتي شورا دې خپل ولس ته مراجعه وکړي او خپل شاته دې د ودرېدو مرسته ترې وغواړي، په دې برخه کې تر هر چا لومړى موږ د ملاتړ ډاډ درکوو.

١١- اوسمهال زموږ عام او ساده ولس په عدلي او قضايي ارګانونو کې د خپلو دوسيو له امله هره ورځ بېځايه کړېږي، ځورېږي او هېڅوک يې غږ نه اوري، زموږ وړانديز دا دى چې د ولايتي شورا اړونده کمېټه بايد په اوونۍ يا دوه اوونيو کې يو ځل له عدلي او قضايي ارګانونو سره ناستې ولري، همدا ناستې هغوى دې ته هڅوي چې د خلکو له بېځايه ځورونو څخه لاس واخلي او دوسيې يې په خپل وخت کې خلاصې او فيصله کړي. (همدا اوس ډېری زندانيان په زندانونو کې بې سرنوشته پراته دي، نه يې جرم معلوم دى او نه يې په اړوندو ادارو کې دوسيې شته).

١٢- د ځمکو غصب يو بل ناورين دى چې پر ننګرهار رانازل شوى دى، له ولايتي شورا څخه زموږ هيله او توقع دا ده چې د دې ناورين په  مقابل کې په کلکه ودرېږي او خپلي ملي او تاريخي مسووليت ادا کړي، که احياناً د دوى غږ چا نه اورېده؛ نو ولسونو او مدني ټولنو ته دې مراجعه وکړي.

١٣- که د ولايتي شورا غړي هره اوونۍ د ولايتي ادارې په مجلسونو کې ګډون وکړي او هلته مخامخ د ولسونو دستونزو يادونه وکړي، نو ولايتي اداره او مسوولين به پر دې پوه شي، چې د ننګرهار ولسونه هم د پوښتنې يو څوک لري.

١٤- په ښآر کې نوي جوړېدونکي مارکېټونه بايد وروسته له دې د موټرو پارکېنګونه ولري، همدې ستونزې له امله د ښار ګڼه ګوڼه ورځ تر بلې زياتېږي او ترافيکي نظم کې ګډوډي مخ په پراخېدو ده، ولايتي شورا بايد د ښاروالۍ کارونه هم تر جدي مراقبت او څارنې لاندې ونيسي.

١٥- په ولايتي ادارو کې رشوت زيات شوی، اوس په ډېرې بې شرمۍ او سپين سترګۍ په هره اداره کې اخيستل کېږي، ولايتي شورا د فساد په مخنيوي کې له هر چا يو قدم مخکې  وي.

١٦- ولايتي شورا بايد د خپل ولس د ستونزو د حل په موخه له ولايتي ادارې سره خپلې اړيکې جوړې کړي، که چيری ولايتي اداره  د ولايتي شورا دقانوني او مشروع غوښتنو په مقابل کې ودريږي، بايد مرکزي حکومت، ولسي جرګه او مشرانو جرګه په جريان کې واچول شي او تر هغې پرې فشار راوړل شي، تر څو يې غوښتنه ته غاړه کېږدي.

١٧- پکار دا ده چې تر دې وروسته د ولايتي شورا کړنې او فعاليتونه د ولس د ستونزو په حلولو کې مخامخ اغېز ولري او ورسره ښکاره لاسته راوړنې ولري.

په هېواد کې د مثبت بدلون په هيله

د انځورونو د لیدلو لپاره لاندینی لینک کلیک کړۍ

https://picasaweb.google.com/115693228779041222873/KhateezAdabiBaheer

- پسرلی
بېرته شاته