(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کندهار کې دمالدارۍ وده

[04.Feb.2013 - 16:27]

راپور : عزت الله ذکي

د کندهار د کرهڼې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په سوېلي ولايتونو، په ځانګړي ډول کندهار کې مالدارۍ د پخوا په پرتله وده کړې او د نوموړي په قول، د لا ودې لپاره يې د ځينو پروګرامونو پلي کول په پام کې دي. مالداري تر کرهڼې وروسته د زياتره افغان وګړو د اقتصاد اساسي سرچينه بلل کېږي. د کندهار د کرهڼې او مالدارۍ رئيس انجنير احمدشاه روشن وايي، د کندهار د کرهڼې او مالدارۍ رياست د ټول سوېل په کچه نه يوازې د کرهڼې، بلکې د مالدارۍ د ودې په برخه کې هم له خپل مسووليت سره سم پراخ خدمات تر سره کوي. د نوموړي په وينا، دا مهال په سوېلي ولايتونو، په ځانګړي ډول کندهار کې مالداري د ودې په حال کې ده. ښاغلي روشن، چې له ټاټوبي اوونيزې سره په يوه ځانګړې مرکه کې د کندهار د مالدارۍ په اړه څرګندونې کولې، وويل چې دوى د مالدارۍ په برخه کې د خدماتو د تر سره کولو لپاره بېله اداره لري، چې اړين خدمات تر سره کوي. دى وايي: ((موږ د وترنري امريت لرو، چې د مالدارۍ په برخه کې ډېر ښه خدمات تر سره کوي. آن ويلاى شم چې ښايي دا ډول خدمات د ټولو ولايتونو په کچه بې ساري وي.)) د کندهار د کرهڼې او مالدارۍ رئيس وايي، اداره يې د کندهار په اوولسو ولسواليو کې د څارويو اتلس بابه فعال کلينيکونه لري، چې دنده يې د څارويو تداوي کول، د څارويو د امراضو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او په ټوله کې د مالداري د ودې لپاره هلې ځلې کول او وقايوي تدابير نيول دي. انجنير روشن وايي، غواړي په راتلونکې کې د کرهڼې او مالدارۍ وزارت په مرسته په کندهار کې د څارويو لپاره درې نور کلينيکونه هم فعال کړي. هغه په دې اړه د ډېرو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه: ((موږ غواړو چې ډېر ژر په کندهار کې درې بابه نور حيواني کلينيکونه هم جوړ کړو. وزارت راسره ژمنه کړې چې د دغو کلينيکونو د جوړولو کار به شروع کوي.)) انجنير روشن د مالدارۍ په برخه کې د وقايوي تدابيرو پر رول ټينګار کوي او وايي چې غواړي په دې برخه کې خپل خدمات نور هم پراخ او پياوړي کړي. د نوموړي په خبره، په کندهار کې د يوه مسلخ تر څنګ مجهز لابراتوار ته اړتيا ده، چې د امراضو په تشخيص يا پېژندلو کې له دوى سره مرسته وکړي. د ده وينا ده چې د دا ډول يو مجهز لابراتوار فعالتيا به مرسته وکړي چې ټول هغه بې کيفيته درمل په آساني سره وپېژندل شي چې له بهرنيو هېوادونو څخه راوړل کېږي. روشن وايي: ((موږ د زراعت په څېر د مالدارۍ په برخه کې هم مسلکي ګروپ لرو، چې په مسلکي ډول د څارويو امراض تشخيصوي او درمل ورکوي، خو د ښې وقايې لپاره اړتيا ده چې موږ بايد يو مجهز لابراتوار ولرو، تر څو هغه څه، چې له بهره راځي، تجزيه کړو او کيفيت يې معلوم کړو.)) دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د کرهڼې او مالدارۍ اداره په ګمرک کې داسې يو مجهز لابراتوار نه لري، چې د خوراکي، حيواني، نباتي او نورو توکو او درملو کيفيت په څه ډول چې اړتيا ده، معلوم کړي. د سوېلي ولايتونو په کچه د کرهڼې او مالدارۍ د چارو دغه مسوول چارواکى هدا راز وايي، غواړي په کندهار کې د څارويو د وقايې په برخه کې نور پروګرامونه هم پلي کړي، چې خپله د څارويو لرونکي روزل يې يوه برخه ده. دى زياتوي: ((په راتلونکې کې موږ غواړو چې خپله د محل خلک د څارويو د لومړنۍ تداوي او وقايې په برخه کې وروزو، تر څو دوى خپله د خپلو څارويو د ناروغيو تشخيص وکړي او ابتدايي درملنه يې وکړي.)) انجنير احمدشاه روشن د چلېنج په ډول وايي، په کندهار کې هېڅ داسې حيواني آفت يا مرض نه دى رامنځ ته شوى چې دوى نه وي توانېدلي چې پر وخت او مسلکي ډول يې درملنه وکړي. د نوموړي په وينا، تېر کال يې د حيواني امراضو د وقايې په نيت مالدارانو ته موسمي وقايوي درمل توزيع کړي او غواړي دا پروګرام سږ کال بيا هم عملي کړي. ده د ټاټوبي اوونيزې له لارې د کندهار له مالدارانو وغوښتل چې د نوي کال تر رارسېدو وړاندي دې د کندهار د کرهڼې او مالدارۍ له رياست او يا هم د دغه رياست اړوند ګرځنده ټيمونو او ځايي کلينيکونو څخه دغه وقايوي درمل تر لاسه کړي: ((هر کال د نوي کال په پيل کې د طبق په شمول ځيني امراض په څارويو کې ليدل کېږي، چې موږ يې د مخکې تر مخکې مخنيوي يا وقايې لپاره درمل لرو.)) د انجنير روشن د معلوماتو له مخې، دا وقايوي درمل هم د کندهار په حيواني کلينيکونو او هم له هغه مسلکي ګروپ څخه تر لاسه کېږي چې په ګرځنډه ډول د څارويو د درملنې او وقايې په برخه کې خدمات تر سره کوي. ياد ګروپ د کرهڼې او مالدارۍ ولايتي ادارې ګومارلى دى. ښاغلى روشن د خپلو څرګندونو په دوام وايي، په کندهار کې د مالدارۍ د مطلوبې ودې په وړاندي لويه ستونزه دا ده چې دلته د حيواني محصولاتو د پروسس فابريکه فعاله نه ده. هغه وايي: ((بدبختانه موږ د شيدو د پروسس فابريکه نه لرو؛ که دا فابريکه فعاله شي، موږ کولاى شو چې له خپلو حيواني محصولاتو څخه د نورو هېوادونو په شان استفاده وکړو.)) ياد چارواکى وايي، غواړي له مالدارانو سره خپلې اړيکې پراخې کړي او هغوى وهڅوي چې د خپلو چارو د پر مخ وړلو په برخه کې په ولسواليو او دغه راز په ولايتي سطح د مالدارۍ د ماهرينو مشورو ته غوږ ونيسي او د نوموړي په قول، که کله له کومې ستونزې سره مخ کېږي، نو له مسلکي ماهرو او مامورينو سره يې شريک کړي. ده وويل، همدا اوس د کندهار په ټولو ولسواليو کې د دوى مامورين فعال دي، چې د کرهڼې او مالدارۍ په برخه کې خدمات تنظيموي. په ټوله کې په خپلسري ډول د حيواني درملو کارول، له مسلکي کسانو سره د مالدارۍ د چارو په تر سره کولو کې مرسته نه غوښتل، د حيواني محصولاتو د پروسس لپاره د يو توليدي مرکز نشتوالى او د څارويو لپاره د کافي څرځايونو نه شتون هغه عمده ستونزې دي چې د سوېلي ولايتونو، په تېره بيا کندهار د مالدارۍ د اساسي او داسې ودې، چې خلک يې انتظار لري، مخه يې نيولې ده.

سرچينه : (ټاټوبی) اوونيزه

- انجنير روشن
بېرته شاته