(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو د ملي شاعر استاد ملنګ جان په ياد غونډه

[06.Nov.2005 - 22:59] د تېر 2004ع كال د جولاى د مياشتې په 24مه نېټه د جرمني د كولن په ښار كې يو په زړه پورې ماښامى جوړ شو. ددې ماښامي ناظم ښاغلى مجيد افسوس له خوا په ماښامي كې ګډون كوونكيو ته ښه راغلاست وويل شو. ورپسې يې د PSDP مشر ښاغلي داكتر كبير ستوري ته بلنه وركړه، چې ماښامى پرانيزي. ښاغلي ستوري د ملي شاعر استاذ ملنګ جان په شخصيت او شاعرۍ لنډه رڼا واچوله او ماښامى يې پرانست. د سټېج چارې ښاغلي انجنير فريدالله ساپي سمبالولې. ددې پروګرام د راجوړوونكو ښاغلي عبدالحميد افسوس، ښاغلي اسحق سلطان، ښاغلي عزيز افسوس او ښاغلي زاهد اپريدي له خوا شعرونه واورول شول. ددې غونډې لپاره له سويډن څخه راغليو د پښتو خوږ ژبيو سندرغاړو ښاغلي كبير اميري او ښاغلي همايون له خوا د ملي شاعر ملنګ جان له شعرونو څخه د ګلونو امېل جوړ او د پښتو په ښكلې موسيقۍ كې مينه والو ته وړاندې شو، چې د حاضرينو د خوښۍ سبب شو. د غونډې په پاى كې ښاغلي زرين انځور خپله وينا واوروله او ښاغلي حاجي فضل الرحمن شېر خبرې وكړې او مېلمنو ته يې مخه ښه وويله- عزيز سرشار
بېرته شاته