(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پر پرمختيايي چارو نظارت زياتوو

[29.Jan.2013 - 12:07]

ولايتي شورا پر پرمختيايي چارو نظارت زياتوي دا پر ځاى د پرمختيايي بوديجې لګولو هڅه ده

د کندهار د ولايتي شورا رئيس وايي، غواړي چې د کندهار له ولايتي ادارې سره په تفاهم د نوي لمريز کال (١٣٩٢) پرمختيايي بوديجې د لګولو لپاره لومړيتوبونه وټاکي. حاجي محمد احسان احسان، چې له ټاټوبي اوونيزې سره يې د دلوې/ سلواغې د مياشتې پر پينځمه نېټه په يوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې، وويل چې د کندهار ولايتي شورا غواړي د نوي لمريز کال (١٣٩٢) د پرمختيايي بوديجې پر لګولو څار زيات کړي. د نوموړي په وينا، د دغې چارې لپاره يې کمېسيونونه ټاکلي، تر څو د کندهار له دوولسو سکټوري ادارو سره د نوي لمريز کال پر پرمختيايي لومړيتوبونو غور وکړي. دى وايي: ((موږ غواړو چې د ١٣٩٢ لمريز کال د پرمختيايي بوديجې د لګولو په اړه له خپلو ولايتي سکټوري ادارو سره، چې دا بوديجه لګوي، خبرې وکړو، تر څو دا ځل پرمختيايي بوديجه د خلکو پر اساسي لومړيتونو ولګول شي.)) ويل کېږي چې مرکزي ادارې د نوي لمريز کال لپاره کندهار ته يوازي ٣٤ ميليونه ډالر پرمختيايي بوديجه ټاکلې، چې د ځايي چارواکو په وينا، د نورو ولايتونو په پرتله کمه ده. ښاغلى احسان وايي، د ولايتي شورا له لوري ټاکل شوى هر کمېسيون به د کندهار له څلورو سکټوري ادارو سره، چې د پرمختيايي بوديجې لګول غواړي، له نژدې خبرې وکړي او دا معلومات به تر لاسه کړي چې هغوى د نوي لمريز کال لپاره کوم پرمختيايي پلانونه په پام کې لري. د نوموړي په خبره، ولايتي شورا د حکومتي ادارو په چارو کې د دخالت تکل نه لري، بلکې يوازي غواړي يقيني کړي چې د راتلونکي لمريز کال لپاره د کندهار د سکټوري ادارو پرمختيايي پلانونه د خلکو د اړتياوو او لومړيتوبونو سره موافق دي. د ولايتي شورا رئيس زياتوي: ((له درېيو کمېسيونونو څخه زموږ هر کمېسيون به له څلورو دولتي ادارو سره خبرې وکړي چې دوى د نوي کال لپاره کوم لومړيتوبونه په پرمختيايي برخه کې ټاکلي دي. موږ غواړو معلومه کړو چې دا لومړيتوبونونه څومره د خلکو په ګټه او اړين دي.)) د ښاغلي احسان د څرګندونو له مخې، د دوى د کمېسيونونو لومړني معلومات ښيي چې د کندهار سکټوري ادارو د نوي لمريز کال لپاره په پرمختيايي پلان کې د کرهڼې د ودې او د سړکونو د جوړولو چارو ته ډېره ترجيح ورکړې ده. د کندهار د خلکو د منتخب ارګان (ولايتي شورا) مشر دا ونه ويل چې د کندهار د خلکو لومړيتوبونه څه دي، خو دا يې وويل چې ولايتي شورا لېوالتيا لري چې د دغو لومړيتوبونو په ټاکلو کې له ولايتي ادارې سره په تفاهم کار وکړي. د هغه وينا ده چې له دغه کار څخه د کندهار د ولايتي شورا موخه دا ده چې يو خو د کندهار پرمختيايي بوديجه پر اړينو لومړيتوبونو ولګول شي او بل دا چې د پرمختيايي بوديجې د احتمالي نه لګېدو او بيرته مسترد کېدو مخه ونيسي. د ولايتي شورا رئيس وايي، ولايتي شورا به له ولايتي سکټوري ادارو وغواړي چې داسي پرمختيايي پروګرامونه پلان لري چې عملي کول يې شوني وي او وتوانېږي چې له مرکزي ادارې څخه يې بوديجه تر لاسه کړي. د کندهار دغه منتخب چارواکى وايي: ((له سکټوري ادارو څخه زموږ غوښتنه به دا وي چې داسي پروګرامونه پلان کړي چې مرکزي اداره يې په مهموالي قانع کړي او بوديجه يې ځني تر لاسه کړلاى شي؛ نه دا چې بوديجه ونه لګول شي او بيرته مسترد شي.)) حاجي احسان احسان وايي، له دغه کار څخه د ولايتي شورا موخه دا نه ده چې ګواکې د کندهار سکټوري ادارې د پرمختيايي پروګرامونو د پلانولو او يا هم د خپلې پرمختيايي بوديجې د لګولو وړتيا نه لري، بلکې د نوموړي په ټکو، موخه دا ده چې راتلونکي پرمختيايي پروګرامونه د خلکو د اړتياوو او لومړيتوبونو پر اساس پلان کړل شي. نوموړي له ټاټوبي اوونيزې سره په خپلو څرګندونو کې د کندهار والي دا خبره هم تائيد کړه، چې وايي، مرکزي اداره کندهار ته هغه پرمختيايي بوديجه پوره نه ورکوي، کومه چې يې د کاغذ پر مخ دغه ولايت ته بېله کړې وي. ښاغلي احسان دا ونه ويل چې ګواکې د برېښنا نشتوالى د کندهار د خلکو لويه ستونزه ده، خو زياته يې کړه چې د کندهار زياتره خلک دوى ته د برېښنا له درکه زيات شکايتونه کوي. احسان وايي: ((موږ ته ډېر خلک د برېښنا په اړه شکايتونه کوي او وايي چې برېښنا نه لرو. د برېښنا نه شتون د کندهار د خلکو لويه ستونزه ده.)) ولايتي شورا داسي مهال د راتلونکي کال د پرمختيايي بوديجې پر لګولو نظارت زياتوي چې ويل کېږي پرمختيايي پروګرامونه د پنځه کلن پرمختيايي پلان پر اساس تر سره کېږي. ولايتي شوراګانې، چې شاوخوا اته کلونه يې پر تاسيس اوړي، انتخابي شوراګانې دي، چې د ولايتونو په سطح د حکومت او خلکو تر منځ د اړيکو د ټينګولو او د حکومتي ادارو له چارو څخه د نظارت دنده پر غاړه لري. د دغه ارګان زياتره مسووليتونه اجرائيوي نه، بلکې مشورتي بڼه لري. د ولايتي شورا رئيس په کندهار کې تر ټولو لويه ستونزه د دولتي ادارو او خپله د ولايتي شورا او حکومتي ادارو تر منځ د پوره نه همږغي نشتوالى وباله. د نوموړي په قول، دا هغه ستونزه ده چې د نورو ستونزو رامنځ ته کولو ته يې لار هواره کړې ده: ((زموږ لويه ستونزه دا ده چې دلته زموږ او حکومتي ادارو او دغه راز خپله د حکومتي ادارو تر منځ لازمه همږغي نشته. دا نه همږغي په خپل ذات کې د نورو ستونزو رامنځ ته کېدو ته زمينه برابروي.)) د ولايتي شورا رئيس ټاټوبي اوونيزې ته په خپلو څرګندونو کې ژمنه وکړه چې د خلکو دغه انتخابي شورا به تر ډېره د خلکو د ستونزو د هوارولو په برخه کې کار کوي. هغه وايي، د کندهار هر وګړى، چې په هره برخه کې ستونزه او يا شکايت ولري، کولاى شي له ولايتي شورا او يا يې هم مستقيماً له ده سره شريک کړي. ده زياته کړه: ((زما د ټليفون شمېرې: (٠٧٠٠٠٠٠٧٤٢ او ٠٧٩٩٤٣٠٧٥٠ دي. د کندهار هر کس چې ستونزه يا شکايت لري، کولاى شي ما ته زنګ ووهي، موږ به تر خپله وسه او د خپلو مسووليتونو په چوکاټ کې د هغه ستونزې ته قانوني رسېدګي وکړو.)) د کندهار ولايتي شورا په خپل تشکيل کې پنځلس ته غړي لري، چې ١١ تنه نارينه او څلور نور يې ښځينه ده.

راپور: عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- حاجي محمد احسان
بېرته شاته