(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سرشمېرنې ته زمينه برابره نه ده

[24.Jan.2013 - 15:58]

د سرشمېرنې پيسې دې پر فابريکو ولګول شي، په سوېل کې سرشمېرنې ته زمينه برابره نه ده

 (پنج شنبه، ۵مه، دلو/ سلواغه، ١٣٩١): په کندهار کې د مرکزي احصائيې سيمه ييز آمر وايي، هغه پيسې، چې د سرشمېرنې لپاره بېلي شوي، په کار ده چې په کندهار کې د خلکو لپاره د دايمي کار پر پيدا کولو ولګول شي. رحمت الله عمرزي د ټاټوبي اوونيزې سره په يوه ځانګړې مرکه کې هغه لاملونه په ګوته کړل، چې له امله يې په هېواد په ځانګړي ډول سوېلي ولايتونو کې سرشمېرنه ځنډېدلې ده. د ښاغلي عمرزي په وينا، هغه ٤٤ ميليونه ډالر، چې د سرشمېرنې لپاره بېل شوي، په کار ده چې په کندهار کې د اساسي کاري فرصتونو پر رامنځ ته کولو ولګول شي. دى وايي، دا وړانديز يې په مرکزي سطح هم کړى او تمه لري چې عملي کېدل به يې د هغو خنډونو په کمولو کې مرسته وکړي چې په سوېلي ولايتونو کې د سرشمېرنې په وړاندې پراته دي. عمرزى وايي: ((ما په مرکز کې هم دا خبره وکړه، هغه ٤٤ ميليونه ډالر، چې په پام کې ده پر سرشمېرنه ولګول شي، دا دې په کندهار کې د دوو فابريکو پر فعالولو ولګول شي، تر څو شل زره کسانو ته د کار اساسي زمينه برابره شي.)) د مرکزي احصائيې دغه سيمه ييز چارواکى دا وړانديز ځکه کوي چې باور لري په سوېلي ولايتونو په تېره بيا کندهار کې د سرشمېرنې لپاره زمينه برابره نه ده. دغه راز د نوموړي په وينا، په سوېلي ولايتونو کې د سرشمېرنې په وړاندې د نورو خنډونو تر څنګ اساسي خنډ د خلکو بې کاري ده. هغه زياتوي: ((موږ دلته سروې پيل کړه، خو سروې کوونکي مو له تهديدونو سره مخ شول، چې لوى عامل يې د خلکو بې کاري بلل کېږي. که دلته خلکو ته کار پيدا شي، نو ممکن سرشمېرنې ته زمينه برابره شي.)) د عمرزي په قول، که په دومره لوى شمېر کې خلکو ته د کار زمينه برابره شي، نو دوى به وکولاى شي چې آن له همدغو خلکو څخه د خپلو سيمو د احصائيې په تر سره کولو کې ګټه کار واخلي. اوسني دولت په ١٣٨٦ لمريز کال کې عمومي سرشمېرنه وکړي، خو په ځينو سيمو کې د ناامنيو له امله دا پروګرام عملي نه شو. د ښاغلي عمرزي د معلوماتو له مخې، د هېواد په ځينو سيمو کې سرشمېرنه تر سره شوې، خو د کندهار په شمول سوېلي ولايتونو کې د ناامنيو له امله ځنډېدلې ده. پوښتنه دا ده، که دقيقه سرشمېرنه نه وي، نو خدمات پر کوم اساس تنظيمېږي؟ ښاغلي عمرزي د دغې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دلته سرشمېرنه په تخمين اوښتې، موږ اوس د تخمين پر اساس کار کوو.)) دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د مرکزي احصائيې اداره همدا اوس لګيا ده د زيانمنو شويو او د کتلوي معافيت په برخه کې سروې کوي. ښاغلي عمرزي د دغو سروېګانو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو دا يې وويل چې په يوه کال کې به څرګنده کړي چې په کندهار کې څومره خلک زيانمن شوي او څه ډول مرستو ته اړتيا لري. د نوموړي په وينا، د دغو سروېګانو پايلې به د مرکزي ادارې له خوا اعلان شي. که څه هم د مرکزي احصائيې اداره دنده لري چې په هرو لسو کلونو کې يو ځل د سرشمېرنې او نورو برخو کې دقيقه سروې وکړي او د ټول هېواد په کچه ارقام راټول کړي، خو د تېرو شاوخوا درېيو لسيزو په موده کې يو حکومت هم نه دى توانېدلى چې دقيقه سرشمېرنه کړي او د هېواد نفوس تثبيت کړي. د کندهار د مرکزي احصائيې آمر رحمت الله عمرزى وايي، تر هغو چې په ټولو سيمو کې په يو ډول د سرشمېرنې لپاره زمينه برابره شوې نه وي، دقيقه سرشمېرنه نه کېږي. نوموړي بېله دې چې ډېر معلومات ورکړي، وويل چې د سرشمېرنې د تر سره کېدو لپاره د خلکو مرسته اړينه ده: ((هر کله چې موږ سرشمېرنه کوو، نو د خلکو او اداراتو همکاري مهمه ده، ځکه دا سرشمېرنه د خلکو لپاره کېږي، نو بايد چې زموږ همکار واوسي.)) مخکې د هېواد په دولتي تشکيل کې په هر وزارت کې د احصائيې اداره موجوده وه او د احصائيې مرکزي او خپلواکه اداره نه وه، خو په ١٣٥٢ لمريز کال کې په لومړي ځل په هېواد کې د مرکزي احصائيې مستقله اداره رامنځ ته شوه، چې په څوارلسو ولايتونو کې يې سيمه ييزې څانګې پرانيستل شوې. د ټول هېواد په کچه د ارقامو او اعدادو راټولول د مرکزي احصائيې له دندو څخه شمېرل کېږي. دغې ادارې، چې د اوسني دولت په واکمنۍ کې هم فعاله پاتې شوې، دوه ځله د ټول هېواد په کچه د سرشمېرنې تکل کړى، خو ظاهراً د ناامنيو له امله توانېدلې نه ده چې دغه مهمه چاره تر سره کړي. کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په دې وروستيو کې د کندهار د مرکزي احصائيې پر اداره نيوکه وکړه چې ګواکې د خپلې دندې په تر سره کولو کې پاتې راغلې ده. د دغه انتقاد عوامل مو هم د دغې ادارې له مشر رحمت الله عمرزي څخه وپوښتل، نوموړي په ځواب کې وويل: ((والي صاحب زموږ څخه د کندهار د دولتي ادارو د پرسونل او چارو په اړه ارقام او اعداد وغوښتل. ما ورته وويل چې نه يې لرو، نو ده توصيه وکړه چې دا بايد په يوه مياشت کې برابر کړئ.)) نوموړى وايي، د دغو اعدادو او ارقامو د راټولو پروګرام يې پيل کړى او تمه لري چې په يوه مياشت کې به يې د کندهار ولايتي اداري مجلس ته وړاندې کړي.

راپور : عزت الله (ذکي)

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- ذکي
بېرته شاته