(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستانی وزیراعظم دې ونیول شي

[15.Jan.2013 - 14:34]

دپاکستان سترې محکمې  دنهې  (سه شنبې/ درې نۍ) په ورځ    امر کړى چې پاکستانی وزيراعظم پرويز اشرف دې سبا له عدالت ته وړاندې کړل شي.
 
دوزيراعظم  صلاح کار  فواد چوهدري  دعدالت دغه امر غندلى  او دا يې غيرقانوني گرځولى.
 
دنهې په ورځ د سترې محکمې   رئیس قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې درې کسيز بينچ درينټل پاور کيس  په فيصله  دعمل درامد معامله کې  د۱۶کسانو په ۲۴ ساعتونو کې دنيولو او راپور وړاندې کولو امر کړى دى.
 
عدالت وائي چې  که چرې په دغو کسانو کې څوک هم  دهيواد څخه بهر وتښتيدو  نو ددې ټوله ذمه واري به  دقومي احتساب بيورو په چئيرمين پريوځي.
 
سترې محکمې  دوزيراعظم راجه پرويز اشرف دنيولو دغه امر په داسې حال کې  کړى دى چې  پاکستان کې سياسي صورتحال کې په تُندۍ سره بدلونونه راځي  او دتحريک منهاج القران  مشر طاهرالقادري  اسلام اباد کې دزرگونو پلويانو سره  داسمبليو دماتولو غوښتنه کوي.
 
داوريدنې په مهال محکمې  دنيب دپراسيکيوټر جنرل څخه وپوښتل  چې  په دغه مقدمه کې تر دې مهاله دمسؤلينو په ضد کارروائي ولې نۀ ده شوې ، په دغه اړه دعدالتي  پريکړې  دراتلو کافي وخت شوى.
  
عدالت وويل  ددغه مقدمې تفتيشي  افسر محمد اصغر چې کله دمقدمې په پلټنه کې  وزيراعظم راجه پرويز اشرف ونومولو نو دهغه بدلي وکړى شوه  او په دې اړه دسپريم کورټ نوم هم وکارولى شو چې عدالت ددغه تفتيشي  افسر دکارکردگۍ څخه مطمئين نۀ دى.
سترې محکمې تير کال  په 30م مارچ    دکرايې دبجلي گهرونو  دمقدمې  پريکړه کې  دټولو بجلي گهرونو تړونونه غيرقانوني گرځولي وؤ او په فوري توگه يې ددغه مقدمو دمنسوخولو امر کړى ؤ او وئيلي يې وؤ چې دتړونونو کوونکو کسانو په ضد به دقانون سره سمه کارروائي کولى شي.
 
په دغه پريکړه کې عدالت دا هم وئيلي وؤ چې  داوبو او بجلۍ لپاره  پخواني وفاقي وزير راجه پرويز اشرف او دخزانې دسکرتر پشمول ټولو حکومتي  چارواکو پشي شا دائين لاندې دروڼ والي  داصولو خلاف ورزي کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمرزمان کائره ویلي حکومت یا د قانونو وزارت ته د سپریم کورټ د طرفه د وزیراعظم د گرفتارۍ حکم په رسمي توگه نه دی ورکړی شوی.
د پاکستان جیو ټیلي ویژن سره مرکه کې قمر زمان کائره وویل سپریم کورټ د وزیراعظم راجه پرویز اشرف د گرفتارۍ امر په لیکلی شوې شکل کې نه خو تر دا وخت حکومت، نه د قانون وزارت او یا نورو اړونده حکومتي ادارو ته ورکړی دی.
بل خوادپاکستان حکومت  دنهې  (سه شنبې/ درې نۍ)  په ورځ دتحريک منهاج القران دمشر طاهر القادري   غوښتنې غيرائيني او غيرقانوني گرځولې  اوددې دمنلو څخه يې انکار کړى دى.
سرچينې وائي دغه غونډه کې خورشيده شاه او نورو گڼ شمير وفاقي وزيرانو گډون کړى او دطاهر القادري لخوا شوې غوښتنې يې غيرائيني او غيرقانوني گرځولي او ددې دمنلو څخه يې انکار کړى.
دتحريک منهاج القران  مشر طاهرالقادري  اسلام اباد کې زرگونو خلکو ته پخپله وينا کې وئيلي دي چې  دهغه داووۀ نکته ييزې  ايجنډې وروستۍ نکته  داسمبلو ماتيدل او دخپل حق  دترلاسه کولو پرته به بيرته نۀ ځي.
طاهرالقادري وئيلي وؤ چې  صدر او وزيراعظم اوس پخواني صدران او وزيراعظمان دي، دهغوي وخت ختم شو، تر سحر پورې  قومي او صوبائي اسمبلۍ ماتې کړئ ، زۀ تاسو ته دسحر ديوولسو بجو پورې مهلت درکووم گنې بيا به خلک خپلې فيصلې پخپله کوي.
 
دپاکستان وزيراعظم  راجه پرويز اشرف وئيلي دي چې دکوم غيرائيني گام يا جمهوري عمل دپاټلۍ څخه دغورځولو دهڅې به په سختۍ سره مقابله کولى شي.
طاهرالقادري وائي چې  هغه  او پلويان يې  په کومه غيرجمهوري طريقه باور نۀ کوي او هغوي داسلام اباد په ايوانونو دقبضې کولو لپاره نۀ دي راغلي.
 
دنهې په غرمه  دپارليمنټ هاؤس سره نزدې دډي چوک په مقام  دلانگ مارچ  گډون والو ته پخپله وينا کې طاهر القادري وويل  دصدر اصف علي زرداري پشمول  دکوم سياسي گوند يا دهغوي دلارښود په ضد نۀ دى  بلکې هغه   د ناکاره  نظام دښمن دى.
 
دپنجاب دسرښار لاهور څخه د36ؤ ساعتو دمزل  وروستو  دنهې  (سه شنبې/ درې نۍ) په شپه اسلام اباد ته درسيدو وروستو طاهرالقادري  دقومي اسمبلۍ پشمل دټولو  صوبائي اسمبلو دماتولو لپاره دورځې د11ؤ بجو پورې مهلت ورکړى ؤ.
دنهې  (سه شنبې/ درې نۍ) په سحر  دلانگ مارچ  گډونوالو  دجلسې دمقرر شوي ځايې څخه وړاندې دپارليمنټ  په لوري دورتللو هڅه وکړه چې په دغه مهال دپوليسو او مظاهره چيانو ترمينځ نښته هم وشوه، خو دوفاقي داخله وزير رحمان ملک په امر دغو خلکو ته ډي چوک پورې دتللو اجازت ورکړى شو.
 
هغه وويل  دخپلو غوښتنو اووۀ نکته ييزه ايجنډا وړاندې کوي چې هغه ورته داسلام اباد اعلاميې نوم ورکړى دى.
 
هغه وويل چې داسمبلو ماتيدل دهغه  دايجنډاې وروستۍ نکته ده.
پخپله وينا کې هغه يوځل بيا په حکومتي عهديدارانو او سياست دانانو سخته نيوکه وکړه او وې وئيل چې  هيواد کې يواځې دعدليې او پوځ ادارې خپله فرائض ترسره کوي.
بلخوا دوزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې  وزيراعظم راجه پرويز اشرف دنهې  (سه شنبې/ درې نۍ) په ورځ    په سحر  دملک په موجوده صورتحال  دحکومت ائتلافي گوندونو او  دمخالفې ډلې مشر ميا نواز شريف پشمول مهمو سياسي مشرانو سره صلاح مشورې کړي دي.
 
بيان کې وئيل شوي دي چې په دغه صلاح مشورو کې ټولو  مشرانو دائين او جمهوري نظام په تحفظ اتفاق وکړو  او سياسي قيادت په دې خبره  متفق  په نظر راغلو چې  ائين ته دزيان رسولو، جمهوري عمل ختمولو  يا دکوم بل غيرائيني گام دهڅو به په سختۍ سره مقابله کولى شي.
 
وزيراعظم وويل چې  حکومت دزغم او برداشت څرگندونه کوي ، خو دا دې  دحکومت کمزوري ونۀ گڼل شي.
اخوا دپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې طاهرالقادري  دلانگ مارچ په کولو سره خپل قوت ضائع کوي او زياته کړې يې ده چې  هغه دکوم اختيار لاندې داسمبلو دماتولو خبره کوي.
ميا افتخار حسين  دطاهرالقادري دغه گام مجرمانه، غيرائيني او غيرقانوني گرځولى.

Source: Deewa radio

- ډیوه
بېرته شاته