(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زابل : نافعال ښوونځي فعال شوي

[15.Jan.2013 - 14:05]

د زابل ٥٠% نافعال ښوونځي فعال کړل شوي

(سه شنبه، ٢۶مه، جدي/ مرغومى، ١٣٩١): د زابل له ٢٢٠ بابه تړل شوو ښوونځيو څخه ١١٠ بابه يې پرانيستل شوي، چې په دې ډول په دغه ولايت کې د فعالو ښوونځيو فيصدي ٥٠ ته لوړه شوه. د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار له ټاټوبي سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د تېرو دوو کلونو راهيسې يې د زابل د پوهنې سکټور پياوړتيا ته پاملرنه زياته کړې ده. د نوموړي په وينا، شاوخوا دوه کاله مخکې په زابل کې يوازې ١٨ بابه ښوونځي فعال او پاتې ٢٠٢ بابه ټول د زدکوونکو پر مخ د ناامنيو او نورو عواملو له امله تړلي وو. ښاغلي رسوليار زياته کړه، د ولسونو په مرسته يې د زابل د پوهنې سکټور د بيرته فعالتيا او ودې لپاره هلې ځلې پيل کړې، چې په پايله کې يې په لومړي سر کې د تړلو ښوونځيو بيرته فعالولو ته ملا وتړله. هغه وايي: ((په لومړي سر کې دلته په زابل کې يوازې ١٨ بابه ښوونځي فعال وو، خو وروسته زموږ د هلو ځلو په پايله کې، چې د ښوونځيو د پرانيستلو په موخه مو پيل کړې دي، د زابل د فعالو ښوونځيو شمېر ١١٠ بابه ته لوړ شو، چې د دغه ولايت د ښوونځيو ٥٠% برخه جوړوي.)) د زابل د مرستيال والي د معلوماتو له مخې، په دغو ١١٠ بابه فعالو ښوونځيو کې نژدې ٤٠٠٠٠ تنه زدکوونکي زدکړه کوي، چې يو شمېر يې ښځينه دي. د ٥٠% ښوونځيو نافعالتيا ښيي چې په نوموړي ولايت کې شاوخوا ٤٠٠٠٠ تنه زدکوونکي له زدکړو بې برخې دي. دى وايي، په زابل کې د ثبات پراختيا، د خلکو د پوهاوي د کچې لوړوالى او د ولايتي ادارې هلې ځلې د دې سبب شوې، چې هلته د نافعالو ښوونځيو د فعالولو لپاره چاپېريال برابر شي. د نوموړي په وينا، د زابل په ځينو ولسواليو کې هم ښوونځي فعال شوي او د پاتې نورو د فعالتيا لپاره کوښښونه روان دي. د زابل دغه چارواکي څرګنده کړه، چې يوازې په شاه جوى ولسوالۍ کې د ځايي ولسونو په مرسته ٣٦ بابه ښوونځي فعال شوي، چې دا د پوهنې په برخه کې څرګند پرمختګ بلل کېږي. ده زياته کړه: ((د شاه جوى ولسونه د طالبانو په وړاندې ودرېدل او ورته ويې ويل چې بچيان يې حق لري چې زدکړه وکړي او خپل راتلونکى ښه کړي، نو همدا وجه ده چې هلته مو ٣٦ بابه ښوونځي فعال دي. ځايي ولسونو ژمنه کړې چې دوى به خپل ښوونځي په خپله ساتي.)) د زابل مرستيال والي وايي، د زابل د ولسونو د هغې مرستې يې تل هرکلى کړى، چې د زابل د پوهنې د پياوړتيا په برخه کې يې کړې ده. د نوموړي په خبره، د پوهنې په برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې لوړتيا د ښوونځيو په بياپرانيستلو او فعالولو کې ډېره مرسته کړې ده. ده هيله وښوده چې د پوهنې د سکټور د پياوړتيا په برخه کې به له دولت سره د ولسونو همکاري نوره هم زياته شي: ((اوس خلک پوه شوي چې د دې جګړې د دوام يو عامل بې سوادي ده. که زموږ ځوانان زدکړه وکړي، نو د ګاونډيو له خوا به د جګړې د ابزار په توګه نه استعمالېږي. له همدې امله اوس ټول والدين لېوالتيا لري چې بچيان يې بايد تعليم وکړي.)) اوس پوښتنه دا ده چې د زابل د پاتې ٥٠% تړلو ښوونځيو دروازې به کله د زدکوونکو پر مخ پرانيستل کېږي، تر څو په زابل کې د پوهنې په برخه کې شته لويه ستونزه، چې تر ډېره د ښوونځيو د نه فعالتيا له امله رامنځ ته شوې ده، هواره شي؟ ښاغلي رسوليار دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې په سملاسي ډول شونې نه ده چې دا ټول ښوونځي فعال کړل شي؛ دا ځکه چې د نوموړي په قول، زابل د ښوونکو له کمي سره مخ دى. د نوموړي وينا ده چې د زابل ولايتي اداره پلان لري چې په تدريجي ډول پاتې ښوونځي هم فعال او د ښوونکو د کمي ستونزه هم حل کړي. د هغه د معلوماتو له مخې، په لنډ مهال کې يې د دغې ستونزې د هواري لپاره مرکزي ادارې ته وړانديز کړى، تر څو د زابل لپاره ښوونکو او نورو دولتي مامورينو ته امتيازي معاش هم ورکړي، تر څو خلک وهڅول شي چې هلته کار وکړي او د ښوونکو او مامورينو د کمي ستونزه حل شي. هغه زياته کړه چې د دې لپاره يې پر اساسي پلان هم کار پيل کړى، چې ده تمه وښوده پلي کېدل به يې په زابل کې د کادر د کموالي ستونزه په اساسي ډول هواره کړي. رسوليار وايي: ((که موږ دا پاتې ښوونځي فعال هم کړو، نو دومره ښوونکي نه لرو چې تدريس پکې وکړي، نو موږ غواړو چې د زابل په دارالمعلمين او ښوونځيو کې د زابل زدکوونکي وروزو او دلته د څلورو پنځو کلونو په اوږدو کې د ښوونکو د کموالي ستونزه حل کړو.)) د زابل په مرکز کلات کې دا مهال يو باب دارالمعلمين فعال دى، چې تر ١٤ ټولګي پورې پکې زدکوونکي روزل کېږي. دغه راز په کلات ښار کې يوه لويه ديني مدرسه هم فعاله ده، چې زدکوونکي پکې په ديني برخه کې زدکړه کوي. د ښاغلي رسوليار په وينا، زابل د عصري ښوونځيو تر څنګ، په تشکيل کې په هره ولسوالي کې يوه ديني مدرسه لري، چې طالب العلمان به پکې زدکړې کوي. که څه هم د پوهنې په برخه کې په زابل کې په دې وروستيو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو لا هم په دغه ولايت کې د لوړو زدکړو دولتي يا خصوصي يوه موسسه فعاليت نه لري. محمدجان رسوليار وايي، د زابل د عالي دارالمعلمين لپاره د يوه کمپلکس د جوړولو کار جريان لري، چې تمه ده هلته به د لوړو زدکړو د يو څانګې پرانيستلو ته پکې زمينه برابره شي: ((هر کله چې دا کمپلکس بشپړ شي، موږ د کندهار پوهنتون له رهبري سره په تماس کې يو او غواړو چې دلته د نوموړي پوهنتون يوه سيمه ييزه څانګه فعاله شي، چې د ښوونې او روزنې او کرهڼې پوهنځي به ولري.)) همدا راز نوموړى وايي، د زابل يو سناتور له ولايتي ادارې سره د مځکې غوښتنه کړې چې غواړي خصوصي پوهنتون پر جوړ کړي. نوموړي هيله څرګنده کړه چې د لوړو زدکړو د موسسو فعالېدل به په زابل کې د کادر د کموالي ستونزه اساساً هواره کړي. نوموړي دغه راز هغو کسانو ته، چې غواړي په زابل کې د ښوونکو په توګه دنده پيل کړي، زېرى ورکړ، چې هلته به د ښوونکو په ښارګوټي کې يوه يوه نومره مځکه ورکړي. زابل، چې له سوېلي ولايتونو څخه شمېرل کېږي، د هېواد له هغو ولايتونو څخه دى، چې د تېرو شپږو اوو کلونو په اوږدو کې د پوهنې له پلوه سخت ځپل شوى او دا مهال دغه ولايت د پوهنې له پلوه تر بل هر سکټور زياتو رغنيزو هلو ځلو ته اړتيا لري. چارواکي وايي، اوس يې د دغو زيانونو جبرانولو ته ملا تړلې ده.

راپور: عزت الله ذکي

سرچينه : (ټاتوبی) اوونيزه

- ذکي
بېرته شاته