(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کندهار پوهنتون بې ساري پرمختګونه کړي

[14.Jan.2013 - 16:07]

دا پوهنتون اوس د ٢ پر ځاى ٩ پوهنځي لري

راپور: عزت الله ذکي

د کندهار پوهنتون په دې وروستيو کې په هر اړخيز ډول پراختيا پيدا کړې، چې له اوو څخه نهو ته د پوهنځيو د شمېر لوړېدل او د پوهنځيو د څانګو زياتېدل يې لويې بېلګې بلل کېږي. کندهار پوهنتون، چې په ١٣٦٩ لمريز کال کې تاسيس شوى، دمګړى اووه پوهنځي لري، چې شپږ زره تنه محصلين پکې زدکړه کوي. دغو محصلينو ته د ٢٢٥ تنو استادانو له خوا څخه تدريس کېږي، چې زياتره يې ليسانس دي. د کندهار پوهنتون رئيس پوهندوى دوکتور حضرت مير توتاخېل وايي، کندهار پوهنتون د وروستيو پنځو کلونو په اوږدو کې په تدريجي ډول يو شمېر ارتقايي ګامونه پورته کړي او دا پرمختيا يې اوس هم روانه ده. د نوموړي په وينا، شپږ کاله مخکې دوى په کندهار پوهنتون کې هر کال يوازې د ٣٥٠ تنو محصلينو د جذب توان درلود، خو اوس دا ظرفيت نژدې څلور زره تنو ته لوړ شوى دى. هغه له ټاټوبي اوونيزې سره په يوه ځانګړې مرکه کې زياته کړه: ((موږ سږ کال غواړو چې په کندهار کې ٢٠٠٠ تنه، په هلمند کې ١٢٠٠ تنه او په اروزګان کې ٦٠٠ تنه نوي محصلين جذب کړو، چې دا د تېرو شپږو کلونو په پرتله، د پوهنتون په ظرفيت کې لوى زياتوالى ښيي، ځکه پخوا موږ د کاله يوازې ٣٥٠ کسان جذبول.)) ښاغلى توتاخېل وايي، يو کال مخکې په کندهار پوهنتون کې پنځه پوهنځي فعال وو، چې د طب، انجنيرۍ، کرهڼې، ښوونې او روزنې او شرعياتو پوهنځي وو، خو د تېر يوه کال په اوږدو کې دوه نوي پوهنځي (اقتصاد او ژورناليزم) هم فعال شوي دي. دوکتور توتاخېل وايي، سږ کال په پلان کې لري چې په کندهار پوهنتون کې دوه نور پوهنځي هم پرانيزي: ((سږ کال به په کندهار پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو او عامه ادارې پوهنځي هم فعال شي، چې په دې ډول به دلته د فعالو پوهنځيو شمېر نهو ته لوړ شي.)) د پوهنتون رئيس وايي، کندهار پوهنتون نه يوازې د پوهنځيو د زياتولو له درکه ارتقاء کړې، بلکې د پوهنځيو څانګې يې هم په بې ساري ډول زياتې شوې دي. نوموړي د بېلګې په ډول د ښوونې او روزنې پوهنځى ياد کړ، چې بې ساري پرمختيا پکې رامنځ ته شوې ده: ((د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي يو مهال دوې تحصيلي څانګې لرلې، چې يوازې ٢٤ تنو محصلينو پکې زدکړه کوله، خو دا پوهنځى اوس ١١ تحصيلي څانګې لري او ٢٠٠٠ تنه محصلين پکې په لوړو زدکړو بوخت دي.)) د ده په قول، دغه راز په نورو پوهنځيو کې هم دا ډول انکشاف رامنځ ته شوى او د پوهنځيو د تحصيلي څانګو شمېره يې لوړه شوې ده. دوکتور توتاخېل وايي، پخوا د کندهار پوهنتون ښوونکي يوازې ليسانس وو، خو اوس نه يوازې ٣٠% ښوونکي ماسټران دي، بلکې په وينا يې، ځېنې ښوونکي يې د دوکتورا د تر لاسه کولو لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږل شوي دي. نوموړي د کندهار پوهنتون يو ملي پوهنتون وباله او ويې ويل چې نه يوازې محصلين يې، بلکې ښوونکي يې هم د هېواد له ټولو ولايتونو سره تړاو لري. ده دا هم څرګنده کړه، د هغه پرمختيايي پلان له مخې، چې د کندهار پوهنتون لپاره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره جوړ شوى، په پام کې ده چې د کندهار پوهنتون د پوهنځيو شمېر نور هم لوړ کړل شي. هغه وويل، د امکاناتو له پيدا کولو او له پرمختيايي پلان سره سم غواړي په راتلونکې کې په کندهار پوهنتون کې د کمپيوټر ساينس، ساينس، فارمسي، ژبو او ادبياتو او وترنري پوهنځي هم فعال کړي. د نوموړي په خبره، په پلان کې ده چې ډېر ژر د کندهار پوهنتون يوه سيمه ييزه څانګه په زابل کې هم فعاله شي، چې د ښوونې او روزنې او کرهڼې پوهنځي به ولري. همدا راز دى وايي، په پلان کې ده چې د کندهار د سرحدي ولسواليو د ښوونځيو لپاره د ښوونکو د کمي د پوره کولو په نيت د يو څو کلونو لپاره په بولدک ولسوالي کې هم د کندهار پوهنتون يوه سيمه ييزه څانګه پرانيستل شي، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې به محصلين روزي. د کندهار پوهنتون رئيس همدا راز وايي، کندهار پوهنتون نه يوازې د کيفيت له پلوه انکشاف کړى، بلکې د کميت له پلوه يې هم ځينې ارتقايي پړاوونه طى کړي دي. هغه وايي: ((همدا اوس په پوهنتون کې د دوو پوهنځيو (اقتصاد او ژبو او ادبياتو) لپاره مناسبې ودانۍ جوړېږي او په پام کې ده چې په راتلونکې کې د انجنيري پوهنځي، د ډوډۍ خوړلو صالون، د نارينه محصلينو د ليليې لپاره هم ودانۍ جوړې شي، ځکه دا اوسنۍ ودانۍ زياتره د ليليې لپاره جوړې شوې، نه د تدريس لپاره.)) د يو مجهز لابراتوار فعالتيا، د معلوماتي ټکنالوژۍ رامنځ ته کول، د لوى کتابتون جوړېدل، د طب پوهنځي لپاره د کدري روغتون فعالتيا، کرهڼيز تحقيقاتي فارم ايجادول، انګلېسي ژبې او کمپيوټر زدکړې ته د محصلينو لاسرسى نور هغه ګامونه دي، چې د ښاغلي توتاخېل په وينا، د کيفيت له پلوه د پوهنتون د ظرفيت لوړولو په نيت پورته شوي دي. دى همدا راز وايي، په کندهار پوهنتون کې يې د تدريس ژبه هم تر ډېره انګلېسي کړې ده: ((دا اوس زموږ د انجنيري پوهنځي ټول درسونه په انګلېسي ژبه دي. د طب او کرهڼې پوهنځيو ځېنې مضامين مو هم په نمونوي ډول په انګلېسي ژبه کړي دي، تر څو په ډول په تدريجي توګه هغه معيارونه پوره کړو، چې يو کامل معياري پوهنتون يې بايد ولري.)) خو په کندهار پوهنتون کې د دغو ټولو پرمختياوو رامنځ ته کېدل د دې څرګندويي نه کوي چې ګواکې دا پوهنتون ستونزې نه لري. د کافي او مناسب ځاى، برېښنا، اوبو او د کافي ليليې، په ځانګړي ډول ښځينه ليليې نشتوالى هغه عمده ستونزې دي چې دا مهال کندهار پوهنتون ځنې کړېږي. خو ښاغلي توتاخېل وويل، پلان لري چې دا ستونزې په تدريجي ډول حل کړي. توتاخېل وايي: ((د پوهنتون لپاره د اوبو او برېښنا انتظام روان دى او همدا راز هڅه کوو چې د ليليې د ستونزې د هواري لپاره هم ګامونه پورته کړو.)) د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل د يو سيمې پرمختګ له ښوونې او روزنې سره تړلى بولي او د ټول هېواد په ځانګړي ډول، سوېلي ولايتونو له خلکو غواړي چې زدکړې وکړي. دى وايي: ((زما له خپلو کندهاري وروڼو او خويندو څخه دا هېله ده چې ښوونځي او پوهنتونونه ولولي او په دې ډول خپلې سيمې ته پرمختګ ورپه برخه کړي. د دغه پرمختګ لپاره د ټول هېواد د پوهنتونونو په ځانګړي ډول د کندهار پوهنتون دروازې د دوى پر مخ پرانيستې دي.)) نوموړي هيله وښوده چې د تحصيل او تعليم لور ته د ځوانانو راماتېدل به مرسته وکړي چې هېواد له اوسني ستونزمن حالته راووزي.

سرچينه : (ټاټوبی) اوونيزه

- (ټاټوبی (اوونيزه
بېرته شاته