(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرانکفورت: د فاتحې خبرتیا

[14.Jan.2013 - 16:05]

الحاج غلام رسول وزیري د شورا پخوانې وکیل ورور، ساقیه وزیري مسعود لور، فرحناز وزیري مسعود لمسی، بي بي حاجي عذرا وزیري د ورور میرمن، سراج مسعودزوم،   احمد یاسین  وزیري  وراره، ګل څانګه اختر، هوسی وزیري، زرڅانګه وزیري، وږمه وزیري  وریرې، ډاکتر یارمحمدمسعودد لور زوم ، ډاکتر شیرباز مرغه وال د خدای بښلې د لیوره زوی  او ناجیه رشید وزیري د خدای بښلې دلیوره  لور.

د مرحومې بي بې حاجي (تخت نامه وزیري) د مرحوم الحاج  ولسوال امان الله خان وزیري میرمن او د ډګرجنرال زرخان وزیري لور د مړینې له کبله چې په کابل کې خاورو ته سپارل شوې ده،  ټولو دوستانو ته خبر ورکوي چې  د ښځینه او نارینه فاتحه  د شنبې  په ورځ  د جنوري په (۱۹) نیټه د ماسپیښین له (دوو بجو) نه تر (څلور بجو) پورې د فرانکفورت ښار په افغان کلتوري جمات کې اخیستل کیږي .

د فاتحې اخیستلو پته او د معلوماتو تیلیفونونه :

Edisonstr.10

60388 Frankfurt/ Main - Bergen-Enkheim

Tel: 015788102443

Tel: 015213547957

انالله و انا الیه راجعون

په ډیر درنښت : الحاج غلام رسول وزیري، سراج مسعود اوډاکتریارمحمدمسعود

د خواشینۍ او خواخوږې پیغام

په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم ، د ښاغلي الحاج غلام رسول وزیري خور او د ساقیه وزیري مسعود مهربانه مور چې ماته  او زموږ کورنۍ  ته یې   د مور حیثیت درلود، په کابل کې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .

انالله و انا الیه راجعون

زه نه یوازې په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې محترم  الحاج غلام رسول وزیري، ساقیه وزیري مسعود،  او د دوی درنې کورنۍ، زامنو،  دوستانو او خپلوانو ته  دجمیل  صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای  له  سپیڅلي  دربار څخه مرحومې ته د فردوس جنت غواړم .

په  ډیر درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

- انجنیرمسود
بېرته شاته