(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له پاکستانې بنده خوشې شوي طالبان

[13.Jan.2013 - 23:22]

سرچینه: ډیلې بیسټ
ژباړه: هارون باچا
خبريال او ليکوال سميع يوسفزي په ډيلي بيسټ ويب پاڼه کې ليکلي چې په دې وروستيو کې د پاکستان له بنده خوشي شويو افغان طالب مشرانو د هغو شکنجو په اړه چې ورباندې د پاکستان په زندانونو کې شوي، ويل پيل کړي دي. 
د ليکوال په خبره، په داسې حال کې چې پاکستان په افغانستان کې د روان طالب ياغيتوب ملاتړ کوي، پرته له کومې حيرانتيا، په پاکستاني بند کې پر طالب مشرانو شويو شکنجو دوئ د دغه هېواد مخالف کړي دي.   
ليکوال د طالبانو د رژيم د انصاف وزير ملا نورالدين ترابي يادوي چې وايي پاکستان په ۲۰۰۵ م کال کې بندي او دغه تېره مياشت يې خوشی کړ. ترابي، چې عمر يې له شپېتو کالونو اوختی، د کراچۍ په خپل کور کې د خپلې کورنۍ غړو او دوستانو ته کيسې کوي چې څه رنګه په يوه تياره کوټه کې يوازې ساتل شوی و، خواړه به ورته کم ورکول کېدل او د تر پينځو کالونو پورې په مستقيمه توګه شکنجه کېدلو. په دغه موده کې نوموړي د خپلې يوې روغې پاتې سترګې نظر هم بايلود. 
 ترابي خپل يو نيږدې ملګري ته ويلي، باور لري چې که چيرې د امريکا په بند کې وای نو دومره ډېر به نه وای شکنجه شوی. ترابي دغه ملګري ته زياته کړې چې پاکستانيو پلټونکو ترې تر ۲۰۱۰ م کال پورې هم دغه پوښتنې کولې چې ملا عمر او اسامه بن لادن چيرته پټ دي. 
ليکوال په دې وروستيو کې د پاکستان له قيده خوشي شوي د طالبانو د يوه بل قومندان او د افغانستان د يوه ولايت د مرستيال ګورنر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، خبرې هم راخيستې دي. ده ويلي، د پاکستان په بند کې ورسره دومره بد سلوک شوی چې دی دغه هېواد ته د يوه دښمن هېواد په سترګه ګوري. دغه قومندان زياته کړې، دی به کله هم د پاکستان لخوا ورکړل شوې ذهني او بدني شکنجه هېره نه کړي.  
ليکوال وړاندې وايي، د پاکستان په بندي خانو کې له قيديانو سره زور زياتی کېدل کومه نوې خبره نه ده. ليکوال په دغه لړ کې د امريکا د خارجه وزارت د يوه رپورټ يادونه کوي چې په کې په پاکستان کې له عدالته د باندې وژنې، د خلکو غايبېدل او د هغوئ شکنجه کېدل د بشري حقونو له پلوه غټې ستونزې په ګوته شوي دي.
دغه راز د بشري حقونو د څار نړيوالو ادارو هم په خپلو رپورټونو کې په پاکستان کې د ورته موضوعاتو يادونه کړې ده.
د طالبانو خوشي شوي قومندان ډيلي بيسټ ويب پاڼې ته ويلي، نه پوهيږي چې حالات څنګ بدل شول. د ده په خبره، يو وخت و چې بدتره دښمن به ورته ويل کېدل. بيا ښه او خبره منونکي قيديان شول، او دغه تېره مياشت پرته له کومه شرطه ازاد کړل شول. 

 

سرچینه: ایکسپریس ټرایبیون
ژباړه : اسرار عالم مومند
پراګ: پرويز هود بهايي په خپله يوه مقاله کې ليکي د تېر کال د دسمبر په ۳۰ نېټه طالبانو يويشت د لېوي اهلکار  له پيښور سره نږدی په يوه کرکټ ګراونډ کې په قطار کړل او بيا يي وژل ، طالبانو   د امنيتي  اهلکارو د خوشې کولو په بدل کې د پيسو اخستو څخه انکار وکړو او د دوي غوښتنې په مکمکله نظرياتي وې ، دوي غوښتل چې حکومت په هېواد دننه د دوي د خوښې اسلامي نظام نافذ کړي او له امريکا سره اړيکې په بشپړه توګه وشلوي او د خلافت نظام دې بحال کړی شي
ليکوال وايي د دغه وژونکو يعنې طالبانو او  وژل شوو امنيتي اهلکارو يو مذهب وو ،  يو شان به يي روژی نيولي وي او مونځونه به يي هم يوشان کړي وي،  خو طالبان  د اسلامي جمهوريه پاکستان حکومت غېر اسلامي ګڼي او د هېواد امنيتي سرتيري يي وجب القتل ګرځولي.
ليکوال وايي دا مهال دری لارې دي،  ړومبۍ دا چې طالبان حکومت ته تسليم شي دويمه دا چې له دوي سره خبری وشي او اخرۍ خبره دا چې پر ضد يي جنګ وشي.
خو ليکواال وايي د طالبانو د تسليم کېدو له سره سوال نه پېدا کيږي او د ولس د ملاتړ له پراته جنګ ګټل ګران دی، او وس يواځې يوه لار د خبرو پاتې ده خو خبری به ناکامه کيږي ځکه چې وروستۍ اونۍ د تحريک طالبان پاکستان مشر حکيم الله مسود ويلي وو د وسلو غورځولو پراته به مزاکرات کوي. ليکوال وايي وس يواځنې لار دا ده چې خبری له مضبوط پوزيشن څخه وشي.
 

وسله وال طالبان دومره سخت دريزه دي چې خپل خلک يي هم ووژل ، د پوځ پخوانې جرنېل چې د طالبانو  ملاتړ کونکې وو هيڅ وس يي نه رسېدو چې د طالبانو له ولقې څخه خپل ملګری کرنل امام او خالد خواجه راخوشي کړي. دغه رنګ د جماعت اسلامي په پخواني مشر قاضي حسېن احمد باندی ځان مرګي بريد وشو. همداراز د جميعت العلما اسلام مشر مولانه فضل رحمان چې د طالبانو پلار ګڼل کېدو څو واری پری ځانمرګي بريدونه شوي دي.
خو تر ټولو زيات زيان پوځ ته رسېدلې چې په زرګونو سرتيري يي وژل شوي دي .
زياتره پوځيان داسې وژل شوي چې تشدد پری شوی وي او دا ټول د اسلام په نامه وژل شوي. پاکستان پوځ چې ځان ته د خدی آرمي وايي  د ۱۹۸۰ کال راهيسې يي دا مشن دی چې د پاکستان د نظرياتي پولو حفاظت به کوي . د پاکستان پوځ په ګرين بوک يا شين کتاب کې دا خبره ده چې د پاکستان وجود او بقا په صحيي مانو کې د اسلام په عملي کېدو تکيا کوي.
خو وس تحريک طالبان پاکستان وايي په صحيي مانو کې هغوي  د اسلام پوځ دی.
او همدغه وجه ده چې کوم پوځيان له طالبانو سره په نښتو کې وژل کيږي هغوي زياتره پټ په پټه خاورو ته سپارلې شي خو چې کوم له هندي پوځيانو سره په جګړه کې وژل شي هغوي ته د شهيد درجه ورکول کيږي.
ليکوال هود بهايي په اخره کې ليکي د ترهه ګرۍ ضد جګړه کې د پوځ د ناکامه کېدو وجه د هوډ او سټراټیجۍ کمزوري ده.
ځکه چې په ښکاره د ډرون بريدونو ملاتړ نه کيږي ، بله پوښتنه دا ده چې ولې د خبريال سليم شهزاد په څير  خبريالان  وژل کيږي  چې د پوځ دننه يي د هېواد دښمنان په ډاګه کړل.
په مشکوکه توګه د دفاع پاکستان کونسل راپورته کيدل او بيا له منځه تلل ، د ناټو ټانکرو پر  وړاندی لاری بندول او بيا پرانستل او نوری داسې يوشمېر خبری هيڅ مانه نه  لري، پرته له دی چې يواځې هغه خلک مضبوطول دي چې د هېواد ولس او پوځ وژني.
کچری پاکستان امن غواړي نو بايد چې د هند پرضد نفرت ختم کړي او د کشمير مسله کشمېريانو ته پريږدي چې څه رنګه يي هغوي حل کول غواړي هغه رنګ دی حل کړي. او دارنګ د پاکستان پوځ يواځې د دغه هېواد ځواک جوړ شي نه چې د خدای آرمي

- ژباړه:هارون باچا
بېرته شاته