(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښادصمدمومندپه مړینه دخواشینۍ پیغاونه

[09.Jan.2013 - 22:58]

د خواشینۍ پیغام

په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم ارواښاد صمد مومند د افغان اعلانات پخوانې ریس او د رادیوتلویزون فعال کارکونکی په هالند کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.

انالله و انا الیه راجعون

ارواښاد صمد مومند هغه ویاړلې او برمیاله څیره وه، چې د خپل هیواد او هیوادوالو سره یې سپیڅلې، کلکه مینه او خواخوږي لرله ، او په دې لاره کې یې کارنده او رغنده برخه درلوده.

زه نه یوازې پدې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته د صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.

په ډیر درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

د خواشینی او ډاډګیرنی پیغام


کــه زړه ته ســــــل تسـلـــه ورکــــــړم
سترګو لیدلی صمد کله هیره وینه
دریغا دریغا!!
د ډیرو خوږو، درنو او ویاړلو یارانو قافلي وار په وار له دی نیمګړی دنیاګۍ څخه راوانی دی
دا دی په ډیره ژوره خواشینی سره په دغه غمجنه او تراژیکه قافله کې زموږ د خورا ګران درنه او ویاړلی یار هوډمن او زړور مبارز ملګری صمد مومند جنازه هم وکوچیده

منزل دی ټولو یو دی خو سفر جدا جدا
ګران صمد تل د خپلو دوستانو او ملګرو په زړونو کی اوسیده ځکه هغه ارواښاد داسی یو نمونه مینه ناک انسان و چی پخپل سپیڅلی زړه او پاک ضمیر کی یی خپل ملګری او دوستان ساتل هره خبره یی مینه مینه وه او په دی تکل او مینه یی خپل هیواد، خپل ولس او خپل مخکښ ویاړلی ګوند وپاله او د ژوند تر وروستی سلګی پوری خپلو سترو ملی او سیاسی ارمانونو ته ژمن او وفادار پاتی شو د ده ښکلی خاطری دهغه   همسنګره ملګرو او دوستانو په زړونو کی هغه بلی ډیوی دی چی د ده دروند یاد او رزمی سټه تلپاتی او ژوندی ساتی.
د دغه غمیزی له کبله د ده کورنۍ، دوستانو او ګڼو ملګرو ته د ډاډګیرنی او تسلیت مراتب وړاندی کوم روح دی ښاد وی.
بسم الله اکبري هالنډ

 

- خبرڅانکه
بېرته شاته