(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن شاعر پیرګوهر له نړۍ سترګې پټې کړې

[07.Jan.2013 - 23:19]

غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه،مينه شي
روس دي امريکا  نه ځار، امریکا دې ځار له چينه شي
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه ،مينه شي

په ډیره خواشينۍ سره مو د امن شاعر ښاغلي پیر ګوهر دمړیني خبر تر لاسه کړچې په كوزه پښتونخواكې ئې  لدې فاني نړۍ څخه ئې د تل لپاره سترګي پټي کړي.
انالله واناالیه راجعون
ارواښاد پیر ګوهر پښتو ژبی او ادب ته نه ستړي کیدونکي د ستاینی وړ او نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي چې پښتانه به ئې تل یاد ساتي

ارواښادپير ګوهر د نهې(درې نۍ / سه شنبي) په ورځ د ډسمبر پر اتمه نيټه ١٩٣٠ م کال د مردان په پيرانو کورنۍ کې يې د پير عبدالغفورشا کره سترګې غړولې وې.
نوموړی په پښتو ادب کې يو ځانګړی مقام ترلاسه کړی و او په مينه او امن يې کلک باور لرلو او ژوند يې له مينې او امن پرته نيمګړې ګڼلو او هم په دې سوب ورته رایټر ګلډ د امن شاعر خطاب ورکړ.
پيرګوهر د اتو کتابونو ليکونکې وو چې په کې لومړی مړې کتاب د شاعرۍ ،، ولولې ،، چې په ١٩٦٠ م کال کې خپور شوې وو دغه رنګ ،، ازغن سپرلى،، شاعري په کال ١٩٧٠ ،، پولۍ لاسونه ،،شاعري کال ١٩٧٢ ،، حق شعور ،، شاعري ١٩٨٦ ،، شلغاتى ،، نثر ١٩٨٧ ،، تصوف نوراني ،، نثر ١٩٨٩ ،، ژوندى انسان ،، نثر کال ١٩٩٢ او د طنز او مزاح ،، خرافات ،، نومې کتاب يې په کال ١٩٩٤ کې خپور کړى وو.
د ذکر وړ ده چې دوه کتابونه د پير ګوهر د فن او شخصيت په اړه تاليف کړل شويدي چې په کې يو د امن شاعر -فن او شخصيت د غمګين ماياري دى، چې د افغانستان دولت لخوا خپور شوی دی او بل ګوهريات نوميږي چې افتاب ګلبن تاليف کړی دی چې په  کې  د پيرګوهر د ژوند او فن په اړه په ښه ډول عکاسي شويده

ارواښاد پیر ګوهر د ۲۰۱۳ ع کال د جنورۍ په ۶ مه نیټه د اتوار (یوه نۍ /یکشنبي) په ورځ لدی فاني نړۍ څخه وکوچید او د مردان د کسکورونو په هدیره کې په ابدې خوب وده شو.

د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند د ارواښاد پیر ګوهر مړینه پښتون اولس او ادب ته ستر تاوان بولي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره يي په دغه نه دروند غم کې ځان شریک ګڼي.
روح دی ښاد وي

خلک خو  وايي  چې   دلبر ښکلى دى
   خو زه ويم  نۀ ، زما   نظر    ښکلى    دى
   او يو کعبه جوړه کړه او بل بتان جوړ کړل
   نو  لاس  د  خليل  کۀ  د  ازر  ښکلى  دى

- خبرڅانګه
بېرته شاته