(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دختیځ ادبي بهیر۲۵ مه او۲۶ مه ناسته

[07.Jan.2013 - 17:47]
د ختیځ ادبي بهیر ۲۶ مه اونیزه غونډه
غزل د فورم له پلوه په څوه ډوله دی دا اونۍ د ختیځ ادبي بهیر په اونیزه ناسته کې د ننګرهار دارالمعلیمین د پښتو څانګې استاد نصیر احمد ښاد بهیر والو ته په همدې اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.ختيځ ادبي بهیر خپله ۲۶ مه اونیزه غونډه د ( ۱۳۹۱ ) کال د  جدي (لیندۍ) میاشتې په ۲۲ مه نېټه د معمول سره سم د جلال اباد ښار د میدودتیک په انګړ کې د جمعې په مبارکه ورځ ترسره کړه.
غونډه سهار نهه بجې قاري راحت ګل زیارمل سوکال د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله. مشري يې له کونړه راغلي مېلمه عنایت ساپي کوله د مېلمه په توګه ریاض الله شفق ناست و او کوربتوب يې عبدالله هوډ کولو.
د دریځ چارې جمال ثاقب سمبالولې او ګزارش ایمل مړوند لیکه.د تېرې ناستې ګزارش مړوند ولوستلو او د بهیروالو لخوا وستایل شو.
د غونډې لومړۍ برخه ادبي درس ته ځانګړې شوې وه او د ژمنې سره سم نصیر احمد ښاد د پښتو غزل د فورم او هندسي جوړښت له پلوه په زړه پوری ادبي درس وړاندې کړ.
ښاعلي ښاد غزل د جوړښت له پلوه بهیروالو ته تشریح کړ او ځای ځای يې د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه ویل.دغه ادبي درس نږدې یو ساعت دوام درلودلو، چې د غزل د جوړښت په اړه په کې ډېر په زړه پورې معلومات وړاندې شول.
تر ادبي درس ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله، چې د یادوشوو کسانو سر بېره په کې دغو ښاعلو هم خپل شعرونه وویل:
ظایر خان یاد، استاد شېرحسن کمالزي، دوست محمد دوست، خوشال حیران، اکمل ظاهر، عرفان الله بیدار، محمد شریف شاهین، صداقت غورځنګ، طارق تسل، بختیار ساحل، فریدالله ملاتړ، صاحب الله عابد، بازمحمد عابد، محمود خزان، فهیم رحیمزي، هلال عاجز، سید هدایت الله شیدا، ضیاالدین همت مل، احمد جمال جمال، اکرام الله اکرام، انجینر زیارمل سوکال، او نهضت شېرزاد.
تر مشاعرې ورسته د دې ناستې مشر مېلمه عنایت ساپي ته بلنه ورکړل شوه، نوموړي خوښي ښکاره کړه چې د ختیځ ادبي بهیر په اونیزه ناسته کې د ګډون ویاړ لري.
هغه غونډه ډېره ښه وارزوله او زیاته يې کړه چې ډېرې نوې او ګټورې خبرې له بهیره له ځان سره وړي.
عنایت ساپي وویل شاعران د ټولنې په سمون کې ډېر زیات مهم رول لري. ټينګار يې وکړ چې شاعران باید خپل شعرونه د صلحې او د ټولنې د اصلاح لپاره ولیکي.
په پای کې یوتن بهیروال فهیم رحیمزي خپله نوې تازه چاپ شوې شعري تولګه په بهیروالو وویېشله او د راتلونکې اونۍ لپاره وټاکل شوه، چې د محمود خزان د تازه چاپ شوې شعري ټولګې مخکتنه به کیږي.
غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.
د ختیځ ادبي بهیر ۲۵ مه اونیزه غونډه
د ۱۳۹۱ کال د مرغومې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د جمعې په مبارکه ورځ ختیځ ادبي بهیر خپله ۲۵ مه اونیزه غونډه  د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې ترسره کړه.پرانیسته يې قاري عبدالله سهار د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت وکړه او بیا د هیواد د ستر سیاسي او پرهنګي شخصیت صمد حامد د مړینې له امله د هغه ارواح ته د دعا لاسونه لپه شول.
د اروښاد صمد حامد د ژوند او کړنو په اړه قاري عبدالله سهار او غفور احمد جاوید خبرې وکړې او د اورښاد په اړه يې بهیروالو ته معلومات ورکړل.
دا اونۍ د ختیځ ادبي بهیر د ناستې مشري  استاد نصیر احمد ښاد کوله د مېلمه پر څوکۍ نهضت شېرزاد ناست و، کوربه توب يې قاري عبدالله سهار کولو او د دریځ چارې جمال ثاقب سمبالولې.
د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو او بهیروالو يې په اړه نظرونه وړاندې کړل.
عرفان الله بیدار وویل: په تېره اونۍ کې يې خبرې کړې وې، خو په ګزارش کې نه وې راخیستل شوې.
غفور احمد جاوید د مړوند ګزارش لیکل وستایل وې ویل هره اونۍ يې د نیټ له لارې د بهیر اونیز راپورونه لولي او خوند ترېنه اخلي.نوموړي غوښتنه وکړه چې د بهیر د ګزارشونه نه دې د یوې ټولګې په توګه چاپ شي.
باز محمد عابد وویل( غونډه سهار ۹ بجې پیل شوه او  تر غرمې ناوخته پورې يې دوام وکړ) پر ځای لیکلی شوې جمله نه ده. هغه وویل هڅه دې وشي چې ( د دوام وکړ) پر ځای بله مناسبه کلیمه ولیکل شي.
هغه همداراز وویل ( دغو راغلو ښاغلو په کې خپل شعرونه وویل) هم ستونزه لري په وینا يې که د دې پرځای یوازې وویل چې (دغو ښاغلو) خپل شعرونه وویل هم بسنه کوي.
د ګزارش تر ارزونې وروسته بازمحمد عابد د ژمنې سره سم د بهیر د ویندویۍ (د دریځ چارو) په اړه خپلې تجربې او لارښونې د بهیروالو سره شریکې کړې.
باز محمد عابد د د بهیر د دریځ د چارو د سمبالولو په اړه د ویاندویانو او بهیروالو لپاره هر اړخیز او په زړه پوري معلومات ورکړل.
د ویلو ده، چې باز محمد عابد د اوږدې مودې لپاره د افغان ادبي بهیر ویاند او د دریځ د چارو سمبالونکی پاتې شوی دی او په دې برخه کې پوره تجربه لري.
د عابد تر خبرو ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله چې لسګوننه تنو په کې خپل شعرونه وویل.
په پای کې د دې ناستې مشر نصیر احمد ښاد د غونډې د ارزونې په موخ دریځ ته پورته شو.نوموړي د ختیځ ادبي بهیر د اونیزو ناستو پر پيلیدو خوښي وښوده او دا يې د ادب د پرمختګ په برخه کې یو ګتور ګام وباله. ښاغلي ښاد د ختیځ ادبي بهیر د لا پرمختګ  په اړه ځينې وړاندیزونه او مشورې هم بهیروالو ته ورکړې.
ښاد د دې اونۍ غونډه ډېره ښه وارزوله او زیاته يې کړه، چې نن يې په غونډه کې ډېر نوي او تنکي ځوانان ولیدل او دوی ډېر ښه او ښکلي شعرونه وویل، چې تر دې بله د خوښۍ خبره نشته دی .
ښاد وویل د بهیر د تګلارې سره سم چې ویندویان يې بدلیږي باید د ګزارش لیکنې په برخه کې يې هم بدلون راشي او د یوې ټاکلې مودې لپاره ګزارش ګران ګزارش ولیکي تر څو نوي ځوانان د ګزارش لیکنې د فن سره اشنا شي.
نوموړي د ګزارش لیکنې برخه ډېره مهمه او اړینه یاده کړه او زیاته کړه، چې د ګزارش لیکنې د فن یادول ډېر مهم او اړین دي او بهیر د ځوانانو لپاره د یو پوهنتون په توګه مرسته کولی شي.
د راتلونکې اونیزې ناستې لپار استاد نصیر احمد ښاد ژمنه وکړه، چې په شعر کې به د قافیې د فن په اړه بهیروالو ته معلومات ورکوي.
غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیدله .
- پسرلی
بېرته شاته