(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغان ملت ملي مترقي ګوند دغمرازۍ پیغام

[27.Dec.2012 - 15:26]

د بشیر احمد بلور په شهادت د « افغان ملت »  ملي مترقي ګوند د غمرازۍ پیغام

دعوامي نشنل ګوند د مهم مشر او د پښتونخوا  ایالت د ستر وزیر بشیراحمد بلور مړینه د لر او بر پښتنو لپاره ستره او نه جبران کیدونکې ضایعه ده .  بشیراحمد بلور شهید په کلونو کلونو د خپل ولس  په خدمت کې تیر کړ او په ډیره میړانه یې د پښتو ، پښتونولۍ او دفخر افغان باچاخان د عدم تشدد د فلسفې  د تحقق لپاره د  عوامي نشنل ګوند د سنګر نه مبارزه کوله چې بالاخره یې د خپل ځان نذرانه هم وړاندې کړه . شهید بلور د ترهه ګرو پر ضد په ښکاره  یو ولسي دریځ  درلوده چې د خپل همدې موقف له کبله د دین او ولس د دښمنانو له لاسه په شهادت ورسول شو . (انالله و انا الیه راجعون)

بشیراحمد بلور د ډیرو ښو صفاتو خاوند ، ریښتونی مسلمان او پښتون او د خپلو خلکو مخلص خدمتګار وو او په سیاست کې پیاوړی وو . په وار وار یې د خپل ولس نه د اعتماد د رای په اخستلو په ولایتي اسمبلۍ کې د خپل ولس نمایندګي کړې وه او همدا راز یې د صوبايي وزیر په صفت هم د خپل ولس  ډیر خدمت ترسره کړی دی . د شهید بشیراحمد بلور کورنۍ او په خاصه توګه د دوی مشر  ورور ښاغلي غلام احمد بلور د افغان ملت ملي مترقي ګوند او خدای بښلي شمس الهدا شمس سره نږدې اړیکې درلودې .

د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشرانجینیر اجمل شمس د خپل ګوند په نمایندګۍ دعوامي نشنل ګوند د مشر ښاغلي  اسفندیارولي خان ، د شهید بشیراحمد بلور مشرانو ورورنو  ښاغلو غلام احمد بلور او الیاس بلور ، د دوی ځامنو ښاغلوهارون بلور او عثمان بلور او دکورني ټولو غړو ته د غمرازۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوې ، شهید بلور ته جنت فردوس اود کورنۍ غړو ته د صبر جمیل دعا کوي

Afghan Millat Central Office, Jalalabad, Afghanistan; Postal Address: PO BOX 5595, Kabul, Afghanistan

Tel: +93 (0) 795-959-493   E-mail: Afghanmillat@afghanmillat.org , Website: www.afghanmillat.org

- afghanmillat
بېرته شاته