(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پراسدالله خالدنامرده بریدوغندل شو !

[25.Dec.2012 - 21:38]

څه موده وړاندي دهیواد دکورنیواو بهرنیو غلیمانو له خوا دترهګریوبریدونو په لړیوکي دملي امنیت مشرښاغلي اسدالله خالد په نښه شو چي له نیکه مرغه ژوندۍ پاته او اوس یې روغتیایې حالت ښه دی ، دقومي مشرانو ،مدني ټولنوولسي جرګي دغړو او دسیاسي اوپرهیوادمینوشخضیتونو له خوا دشکراني او دده دروغیتالپاره  دقرانکریم ختم دکابل په ښار طلایي هوټل کي جوړه شوه  دغونډی  ګډون والو ورته دروغیتا دعاوي وکړي ،وروسته په جوړشوي مطبوعاتي کنفرانس کي پرښاغلي اسدالله خالد بریدوغندل شو،پروطن پالونکواوملي ګټو ته پرژمنو مشرانو بریدونه یې یو نا مرده عمل وګاڼو چي دهیواد دغلمیانو له خواترسره کیږي اونه غواړي په دولت کي ملي ګټوته ژمن او پرهیواد مین مشران کاروکړي .دولسي جرګي ځوان او پرهیواد مین استازي ښاغلي عبدالرحیم ایوبي وویل : دوښمن تل بریدونه کوي ،زموږاندیښنه داده چي پاکستان زموږملي مشران په نښه کوي ،دابریدپه پاکستان کي طرحه شوی دی .تراسدالله خالد څنګه راورسید.ولی زموږامنیتي چارواکي په خپلودندوکي دونه بې تفاوته دي .که پلان پاکستان جوړکړي په پلي کولوکي دهغوی دلاس پوڅوونډه داندیښنې وړده . دولت بایدله پاکستان څخه پوښتنه وکړي او هغه کړۍ پیداکړي چي ددغسي بریدونوپه پلي کولوکي مرسته کوي .ښاغلي ایوبي زیاته کړه : اسدالله خالد دغزني دی دغزنی له خلګو سره په دې غم کي شریک یو دغزنی خلګو ته ډاډ ورکوچي خالد دغزني بچی نه دی دټول افغان بچی دی ، دشمال ،جنوب لراوبرپښتون بچی دی .ریښتنی افغان  دی .افغانان یو دي هیڅ دوښمن مونه شي بیله ولاي . موږ ولسمشرحامدکرزی ته ډاډه ورکوو چي دملي ګټو دساتلو په لاره کي  خالد غوندي په لکونو خالدان  او زمریان ستاسو ترځنګ ولاړدي  .دافغانستان دتره کیو دقومي ټولنیزی ټولني مشرښاغلی محمدرحیم پښتونیار وویل : ستاسو ټولو څخه مننه کوم  دا زموږدکورغم دی او تاسو ټولوپکي ونډه واخستله ،غمشریکي موراسره وکړه ،اسدالله خالدزموږ عزیز دي خو دټول افغانستان خدمت ګار اوددې خاوری ریښتنی زوي دی ، دهیواد دوښمنان نه غواړي داسي ریښتني او پرهیواد مین افغانان وزغمي ،چي ترهرڅه ورته هیواد ګران او دولس خدمت دځان ویاړ بولي ، داخاروه دشهیدانو خاوره  ده ،دمشرانو وینو ته اړتیا لري په دې سرښندنوبه جوړیږي .

وروسته ولسي جر ګي غړي ښاغلي نادرخان کټوازي ،دغزنی قومي مشر ښاغلي خیال محمد حسیني ، دغزنی ولایت دجاغوریو دهزاره وروڼو مشر ښاغلی احساني او نورو ګډون والو خبری وکړي ،دپاکستان لاس وهنه او دهغو له خوا دملی مشرانو دترور غندنه یې وکړه ،   داسدالله خالد یې ملی ګټو ته ژمن رښتنی افغان وګڼلو ، چي په ټول توان یوازی دافغانستان دعزت دساتلو اوسرلوړی لپاره کاروکوي او دټولو غلمیانو په وړاندي ملی افغاني روحیه او اراده لري . له ولس یې وغوښتل چي دخپلو ریښتنو مشرانو پرشاوخوا راټول او ساتنه یې وکړي .دښاغلی اسدالله خالد دروغیتا لپاره یې خپلي هیلي ځرګندي کړې ،په دې غونډه کي چي دتره کیو دقومي تولنیزي ټولني او دولسي جرګي دوطن پال استازي ښاغلي غبدالرحیم ایوبي له خوا جوړه شوې وه پکي دننګرهار ،کندهار ، هلمند ، تخار ،مزار، کندوز، غزنی ، لوګر،لویې پکتیا قومی مشرانو پکي ګډون کړي ووپه یوه غږ دپاکستان دلاس وهنو ،ترهګرو بریدونو غندلوترځنګ یې له دولت وغوښتل چي دمشرانو ساتلوته پاملرنه وکړي اودترهګرودپلانونو دپلي کولو مخه دي په امنیتي اودولتی کړیو کي په تصفیه کولوسره ونیسږي .

 پای  رحمتي ګیلانوال

- ګیلانوال
بېرته شاته