(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخپلواک ادبي ټولني ټول ټاکني

[20.Dec.2012 - 17:34]

راپور محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

دافغانستان،پښتونخوااودنوروهېوداوپه شان په کویټه ښارکښي هم یوشمېرادبي ډلي خپل فعالیت ترسره کوې اودپښتوژبي ادبي چوپړته یې ملاتړلې ده تېره ورځ دکویټه ښارپه پښتون آبادسیمه کښي دخپلواک ادبي ټولني ټول ټاکني دحاجي نصيب الله په کور کښي تر سره شوې. خپلوک ادبي ټولنه چي له 2007څخه په کوټه کښي خپلي ادبي ادبي هلي ځلي کوي هم دا ټولنه په هره مياشت کښي يوه ادبي غونډه لري چي پکښي بيلابيل شاعران اوليکوالان ګډون کوي هم دارنګه هر کال پر ټاکلي وخت خپل جمهوري ټاکني لري دتېرکلوپه شان دراروان کال دپاره دملګرو په خوښه راي ولويدې چي په ترڅ کښې يي عبدلقادرمفتون دصدارت له پاره وټاکل سو او ورسره مرستيال خليل الله تصميم او دپانګوالي(دخازین)دپاره شاولي شاد وټاکل شو. دغونډي په پاي کښي دخپلواک ادبي ټولني پخواني صدر فدامحمد محسني تولو ملګروته په تير کال کښي چي کوم کارونه دترمشری لاندي ترسره شوي وو ورپه ګوته کړه او ياده ونه يي وکړه چي هيله کوم چي په راتلونکښي به دملګرو سره هم وږه پر وږه همکاري کوي ياده دي وي چي دخپلواک ادبي ټولني له خوا تر داوخته دري کتابونه ترچهاپ وتلي دي او په راتلونکي کښي پلان لري چي خپل دادب مينه والوته به نور هم کار وکړي او په غونډه کښي حاجي نصيب الله اڅکزي ،اغاجان، همدرد ،درمان تورابي ،خليل الله تصميم، فدامحمد محسيني،عبدلخبير وقار،عبدالله پيوند،شاولي شاد، غلام محمد مجلس يار مشواڼې،محترم حقمل ،عبدالله تور کوسي اوعبدالقادرمفتون ګډون درلود.

- ارماني
بېرته شاته